د لوی غر د ادارې خبرتیا!!! د لوی غر ویبپاڼه د پر مختللو کمپیوټري پروګرامونو پر مټ تاسې ته د نورو خبري سرچینو څخه شېبه په شېبه تازه خبرونه په خپلکاره )اوتوماتیک) ډول چمتو کوي. د خبر سموالی او کره والی د خبر سرچینې پورې تړاو لري ، د لوی غر ویبپاڼه یې هیڅ ډول مسؤولیت په غاړه نه اخلي
دوشنبه, 13 مهر 1394 12:09

ترکی ولسمشر اردوغان د تركيې جنګي بېړۍ ګټې اخستنې ته وړاندې كړه

Rate this item
(0 votes)
دا كيښتۍ چې د بحر له لارې وچې ته د ټانكونو د انتقال وړتيا لري په كې د چورلكو د ناستې او الوتنې ډګر، د بېړنيو حالاتو پر مهال روغتون، سيار توغندي او د ټانكونو سربېره د نورو زره داره وسايطو د انتقال ځانګړې برخې جوړې شوې دي. ترکی ولسمشر رجب طيب اردوغان بحر ته ددې كيښتۍ د ښكته كولو په مراسمو كې د ګډون پر مهال وويل چې ددې سره به تركيه په نړيوالو اوبو يو ګام نور هم پرمختګ وكړي. اردوغان زياته كړه چې د پرمختللو دفاعي صنايعو په برخه كې بهرنيو هېوادونو ته د تركيې اړتيا اوسمهال ۴۰ سلنه ده. په پام كې ده چې تر ۲۰۲۳م كاله پورې خپلې ټولې وسلې او پرمختللې الوتكې، چورلكې، كيښتۍ او ټانكونه په خپل هېواد كې توليد كړو. دا كيښتۍ چې په اصل كې د ترانسپورت او لوژيستيك لپاره جوړه شوې ده د جګړې پرمهال د بحر نه وچې ته د ټانكونو او نورو درندو وسلو د لېږدلو په موخه به فعاليت وكړي. د كيښتۍ په پورتنۍ برخه كې د ۱۵ ټنه وزن لرونكو چورلكو لپاره هوايي ډګر هم جوړ شوى دى. كيښتۍ د اړتيا وړ برېښنا او انرژي پخپله توليدوي او كولاى شي چې اوږدې مودې لپاره په بحر كې د هېڅ ډول اكمال پرته دنده اجرا كړي. دا په داسې حال کې ده چه ترکیه به په راتلونکی زیږدیز کال (۲۰۱۶) کې د پرمختللو چورلکو/ځرخکی الوتکو تولید پیل کړی چه وار له مخکې زیات شمیر هیوادونو ترې د اخیستنې هیله کړې.
Read 2184 times

Leave a comment

Make sure you enter all the required information, indicated by an asterisk (*). HTML code is not allowed.

مجله

  • معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي!
    معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي! په افغانستان کې پر تنظیمونو د واک او څوکیو د ويش دود به کله پای ته رسيږي؟! هر وزارت کې چې نوی وزير وټاکل شي لومړی کار يې دا دی، چې د خپل تنظیم او قوم خلک ځای پر ځای کړي. راځم اصل مطلب ته او هغه د هېواد د…
  • د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه
    د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه – د پاکستان د وګړو شمېر ۲۰۴ میلیونه ۹۲۴ زره دی، د هندوستان د وګړو شمېر ۱ میلیارد ۲۸۱ میلیونه ۹۳۵ زره دی، – د پاکستان بشري ځواک ۹۵ میلیونه دی، د هندوستان ۶۱۶ میلیونه دی، – د پاکستان ۷۵ میلیونه ۳۲۵ زره کسان خدمت ته برابر دي، د هندوستان…
  • افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې
    افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ درېیمه ناسته کابو دوې مياشتې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې وشوه. له دغې ناستې وروسته د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر سر د اختلاف له امله د لنډ مهال لپاره خبرې وځنډېدې. که څه هم دغه ځنډ له…
  • شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند
    شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند اشتراک کننده گان يک نشست، کميسيون مستقل حقوق بشر افغانستان را به انحصار و قوم گرايى متهم مى کنند و مى گويند که حدود ٧٠ درصد افراد شامل فهرست واجدين شرايط عضويت اين کميسيون، مربوط به يک قوم مى باشند. آنها خواستار لغو کميته اى مى باشند که اين فهرست…
  • ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن
    ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن د روسیې په پلازمینه مسکو کې د افغان سولې په تړاو نړیواله غونډه ترسره شو؛ په غونډه کې د طالبانو د استازو او د سولې عالي شورا د نمایندګانو په ګډون د ۱۱ هیوادونو چارواکو ګډون درلوده. له اټکل سره سم، طالبانو له دې غونډې ابزاري استفاده وکړه او د…
  • اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله
    اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله د افغانستان د حرب اسلامي ګوند د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته یوه طرح وسپارله. د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له کمیشنرانو سره یوځای یوې خبري غونډې ته وویل، دا طرحه…
  • خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي
    خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي د يادو ټولو بريدونو مسوليت ترهګرو پر خپله غاړه اخيستی، دا حملات په کورنۍ او نړيواله کچه وغندل شول. پاکستان، ترکيه، سعودي او اروپايې ټولنه هغه مراجع دي چې په دغو بريدونو کې ځان له افغانانو سره په غم کې شريک بللی، خو ايران بيا پرته له دې چې د…

بـیـې او نرخـونه