د لوی غر د ادارې خبرتیا!!! د لوی غر ویبپاڼه د پر مختللو کمپیوټري پروګرامونو پر مټ تاسې ته د نورو خبري سرچینو څخه شېبه په شېبه تازه خبرونه په خپلکاره )اوتوماتیک) ډول چمتو کوي. د خبر سموالی او کره والی د خبر سرچینې پورې تړاو لري ، د لوی غر ویبپاڼه یې هیڅ ډول مسؤولیت په غاړه نه اخلي
دوشنبه, 13 مهر 1394 12:43

قدافی یی څنګه ووژل

Rate this item
(3 votes)
کله چی د معمر قدافی د ژوند د وروستیو دقیقو په هکله ویډیو د رسنیو له لاری په ټوله نړی کی خپره شوه. د معمر قدافی د ژوند د وروستیو دقیقو په هکله ویډیو په ټوله نړی کی خپره شوه، په رسنیو کی دغه ویډیو بی حده ډیره او څو ځلی وښودل شوه. د دغو شیبو انځورونه ټولو رسنیو خپاره کړل. خو په خپل سر د محکمی په هکله خبری بیا ډیری وروسته پیل شوی.په همدی ډول به د ۲۰۱۱ ز- ل کال د اکتوبر د میاشتی د ۲۰ می نیټی د پیښو پایلی هم ډیری وروسته ښکاره شی. په خپل وخت کی د لیبیا لنډ مهاله شورا هڅه وکړه داسی معلومات خپاره کړی ، چی ګواګی ډګروال معمر قدافی په ډزو کی په ناڅاپه توګه وژل شوی دی، خو ډیر زر د قدافی د وژنی ویډیو ټولو نړیوالو ولیدله او د دی ښکاره ثبوت وو، چی پاڅونکوونکو ډګروال قدافی چی په سر ټبی شوی وو، ژوندی نیولی وو. معمر قدافی وروسته بیا بی له دی چی محکمه شی په خپل سر د پاڅونکوونکو لخوا ووژل شو. پاځونکوونکو د دریو ساعتونو زورولو وروسته قدافی د پښی ونیوه او په کوڅو کی کش کړ او د داسی کړنو او زورونو وروسته نوموړی چی د څو کلونو په اوږدو کی د دغه هیواد د واک چاری یی په لاس کی نیولی وی، په موټر کی روغتون ته واستول شو. د مسکو د دولتی پوهنتون د آسیا او افریقا د هیوادونو په اینستیتوت کی پروفیسور ولادیمیر ایسایف په دی هکله وایی:- دغه هیواد د ایټالیایانو په لاس د دریو ولایتونو څخه چی بیلابیل قومونه په کی میشت وو، جوړ شو او داسی راپیښ شول چی د دولت د چارو مشری قدافی په غاړه واخشته او ډیره سخته حکمرانی یی ځکه وچلوله تر څو په هغو برخو چی ورځینی جوړ شوی، بیا ونه ویشل شی. د لویدخ د ایتلاف د پوځی عملیاتو وروسته په هیواد کی حاکم دولت له منځه ولاړ او کله چی قدافی هڅه کوله د هیواد څخه ووځی د هغو خلکو لاس ته ورغی، چی بیا هغه یی وواژه. زه فکر نه کوم چی دا د لویدیځ د استخباراتی ادارو یو قصدی عمل وو. په هر ځای کی د ګډوډیو پر مهال د ټیلی په وخت کی داسی پیشیږی، او دلته هم همداسی راپیښ شول. د دی پر ځای چی معمر قدافی نیول شوی وی او د عدالت تامینولو په موخه محکمی ته سپارل شوی وی، په هغه یی په خپل سر محکمه جوړه کړه. د ایتلاف لپاره چی غوښتل یی لیبیا د خپلی خوښی سره سم تابع کړی، نو هغوی لپاره دا ډول اینستیتوتونه په کار نه وو، خکه خو هغوی، نه هم د د ی هیواد د سیاسی اینستیتوتونو او نه هم د سیاسی مشر پروا لرله. د ملکی ټولنی د ودی د اینستیتوت کارپوه ولادیمیر کیریف په دی هکله زیاته کړه:- د لویدځ ګروپ —فرانسی، جرمنی، انګلستان، او امریکا دغه دولت له منځه وی وړ. د لیبیا دولت یی په یوه شیبه کی د کورنی جګړی د پیل سره له منځه وی وړ. او بیا یی بی له ځنده د ملګرو ملتونو د نورمونو پر خلاف په دی هیواد پوځی برید وکړ. د دغی غمیزی څخه د قدافی د وژنی یو کال وروسته « په سیرت کی د دیکتاتور مړینه، د وینو ډګ غچ » په نوم راپور خپور شو. کارپوهانو په ډاګه کړه؛ چی د لیبیا نوو چارواکو په خپلو ژمنو عمل ونه کړ او د معمر قدافی، د هغه د زوی او د هغه د لسګونو تنو پلویانو د وژنو په هکله یی څیړنی ونه کړی. په هغی لیبیا کی ټول هغه ارګانونه، موسسی او اینستیتونه چی د نظم دندی او چاری تر سره کولی، له منځه ولاړی. په دی هکله ولادیمیر ایسایف وایی: هغه مهال په لیبیا کی هیڅ اداری او موسسی فعالی نه وی، استخباراتی اداری له منځه تللی وی، د کورنیو چارو د وزارت منسوبین او د اردو پوځیان په قومی ګروپونو وشل شوی وو، هیڅ څوک هم نه وو، چی د ګډوډیو کومی چی تر نن پوری دوام لری، مخنیوی کړی وی. وګوری په لیبیا کی څه پیښیږی، هلته په رښتینی توګه په خپل سر محکمی جوړیږی، په رښتیا چی دغه هیواد په څو برخو وشل شوی دی او دا ټولی د هغه وخت څخه پیل شوی چی د لیبیا انقلابی مشر له منځه ولاړ. د قدافی وژنه د هغه کړکیچ د پیل ټکی شو، چی لا تر اوسه هم ورځینی وتلای نه شی. هغه مخالفتونه چی ډګروال معمر قدافی په ساده او آسانه توګه له منځه وړل، اوس ډیر ښه څرګند شول. په هیواد کی په ریښتینی دوه حکمرانی دی، د یو يلوه د لیبیا په ختیځ کی د تابروک په شار کی د لومړی وزیر عبدالله ات تانی په مشری ټاکل شوی پارلمان او د بل پلوه د اسلام پلوه عمر په مشری د لیبیا ګنګرس. په همدی ډول په لیبیا کی داسی سیمی هم شته چی د مرکزی حکومت څخه هیڅ اطاعت نه کوی او د « اسلامی دولت » د ډلی جګړه ماران په کی فعال دی.
Read 2869 times

Leave a comment

Make sure you enter all the required information, indicated by an asterisk (*). HTML code is not allowed.

مجله

  • معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي!
    معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي! په افغانستان کې پر تنظیمونو د واک او څوکیو د ويش دود به کله پای ته رسيږي؟! هر وزارت کې چې نوی وزير وټاکل شي لومړی کار يې دا دی، چې د خپل تنظیم او قوم خلک ځای پر ځای کړي. راځم اصل مطلب ته او هغه د هېواد د…
  • د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه
    د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه – د پاکستان د وګړو شمېر ۲۰۴ میلیونه ۹۲۴ زره دی، د هندوستان د وګړو شمېر ۱ میلیارد ۲۸۱ میلیونه ۹۳۵ زره دی، – د پاکستان بشري ځواک ۹۵ میلیونه دی، د هندوستان ۶۱۶ میلیونه دی، – د پاکستان ۷۵ میلیونه ۳۲۵ زره کسان خدمت ته برابر دي، د هندوستان…
  • افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې
    افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ درېیمه ناسته کابو دوې مياشتې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې وشوه. له دغې ناستې وروسته د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر سر د اختلاف له امله د لنډ مهال لپاره خبرې وځنډېدې. که څه هم دغه ځنډ له…
  • شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند
    شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند اشتراک کننده گان يک نشست، کميسيون مستقل حقوق بشر افغانستان را به انحصار و قوم گرايى متهم مى کنند و مى گويند که حدود ٧٠ درصد افراد شامل فهرست واجدين شرايط عضويت اين کميسيون، مربوط به يک قوم مى باشند. آنها خواستار لغو کميته اى مى باشند که اين فهرست…
  • ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن
    ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن د روسیې په پلازمینه مسکو کې د افغان سولې په تړاو نړیواله غونډه ترسره شو؛ په غونډه کې د طالبانو د استازو او د سولې عالي شورا د نمایندګانو په ګډون د ۱۱ هیوادونو چارواکو ګډون درلوده. له اټکل سره سم، طالبانو له دې غونډې ابزاري استفاده وکړه او د…
  • اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله
    اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله د افغانستان د حرب اسلامي ګوند د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته یوه طرح وسپارله. د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له کمیشنرانو سره یوځای یوې خبري غونډې ته وویل، دا طرحه…
  • خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي
    خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي د يادو ټولو بريدونو مسوليت ترهګرو پر خپله غاړه اخيستی، دا حملات په کورنۍ او نړيواله کچه وغندل شول. پاکستان، ترکيه، سعودي او اروپايې ټولنه هغه مراجع دي چې په دغو بريدونو کې ځان له افغانانو سره په غم کې شريک بللی، خو ايران بيا پرته له دې چې د…

بـیـې او نرخـونه