د لوی غر د ادارې خبرتیا!!! د لوی غر ویبپاڼه د پر مختللو کمپیوټري پروګرامونو پر مټ تاسې ته د نورو خبري سرچینو څخه شېبه په شېبه تازه خبرونه په خپلکاره )اوتوماتیک) ډول چمتو کوي. د خبر سموالی او کره والی د خبر سرچینې پورې تړاو لري ، د لوی غر ویبپاڼه یې هیڅ ډول مسؤولیت په غاړه نه اخلي
پنج شنبه, 16 مهر 1394 09:55

چین له روسیې سره د ناټو په وړاندې په سوریه کې

Rate this item
(0 votes)
اوس په دمشق کې د بشارالاسد د حکومت په غوښتنه چین له روسیې سره یو ځای په سوریه کې دنه الوت سیمې په رامینځته کولو سره د ناټو او نورو خارجي جنګي الوتکو په وړاندې د سوریې هوا څخه ساتنه کوي . د رای الیوم عربی ورځپاڼې په قول راپور ورکړل شوی چه په سوریې کښې د روسیې دپوځي عملیاتو له شروع کیدا راهسې دماسکو جنګي الوتکو د سوریې فضا په خپل کنټرول کښې اخیستي ده او اوس داسې ښکاری چې چین هم ورسره ملګرتیا پیل کړی . رای الیوم عربې ورځپاڼې زیاته کړې چه په دمشق کې د بشارالاسد حکومت له چین او روسیې څخه رسمی غوښتنه کړې چه دخارجي جنګي الوتکو په وړاندې دسوریې دفضا ساتنه وکړي .دا موضوع د ملګرو ملتونو په عمومی اسمبلی کې هم د سوریې د حکومت لخوا مطرح شوه. د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین داعش د امریکې د استخباراتو یوه لوبه ګڼی او وایی چه ډیر ژر به نړی ته ددې ثبوت وړاندې کړی. دا په داسې حال کې ده چه تیره ورځ روسې په سوریه کې د داعش یو زیات شمیر مرکزونه بمبار کړل خو د امریکې متحده ایالاتو په روسیې نیوکه وکړه چه ددوی د استخباراتی ادارې (سی آی اې) مرکز یې په سوریه کې بمبار کړی. ددغه راپور پراساس روسیې زیاتې جنګي الوتکې په سوریې کښې خپلې پوځي اډې ته منتقلې کړي دي او دروسیې دفاع وزارت هم ددافع هوا سیسټم او ریډارونو په لګولو سره دسوریې په فضا او هغو الوتکو چې په ټوله سوریه کښې الوتونه کوي څارنه کوي . دچین جنګي بیړۍ هم دسوریې په اوبو کښې په طرطوس اډې کښې دیره ده او دچین یوه بله ستره کشتۍ هم چې جنګي الوتکې اوهیلي کوپټرونه پکښې دي د اکتوبر میاشتې ترنیمايي پورې سوریې ته رسیږي . راپورونه و ايي چې دامریکا دفاع وزارت دسوریې په فضا کښې دخپلو جنګي الوتکو الوتونه کم کړي دي او فرانسې او دفارس خلیج عربو هیوادونو هم غوره ګڼلي ده په دغه وخت کښې شاتګ وکړي او فضا دداعش او نورو ترهګرو ډلو په مرکزونو دبمباریو لپاره د روسیې جنګي الوتکو ته خلاصه پریږدوي . کار پوهان په دې آند دی چه نړی یو ځل بیا د سړې جګړې په څیر بیا دوه قطبی کیدو خوا ته روانه ده پداسې حال کې چه دا ځل د نړی ستر اقتصادی ځواک یعنی چین هم پر لوبه کې ځان دخیل ګڼی. د یادونې وړ ده چه د ناټو او چین تر مینځ هم په سمندر کې د یوې مصنوعی ټاپو پرسر چه په یوه ستراتیژیکه سیمه کې د یوې پوځی اډې لپاره جوړیږی اړیکې پیکه او ستونزمنې شوی.
Read 2701 times

Leave a comment

Make sure you enter all the required information, indicated by an asterisk (*). HTML code is not allowed.

مجله

  • معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي!
    معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي! په افغانستان کې پر تنظیمونو د واک او څوکیو د ويش دود به کله پای ته رسيږي؟! هر وزارت کې چې نوی وزير وټاکل شي لومړی کار يې دا دی، چې د خپل تنظیم او قوم خلک ځای پر ځای کړي. راځم اصل مطلب ته او هغه د هېواد د…
  • د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه
    د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه – د پاکستان د وګړو شمېر ۲۰۴ میلیونه ۹۲۴ زره دی، د هندوستان د وګړو شمېر ۱ میلیارد ۲۸۱ میلیونه ۹۳۵ زره دی، – د پاکستان بشري ځواک ۹۵ میلیونه دی، د هندوستان ۶۱۶ میلیونه دی، – د پاکستان ۷۵ میلیونه ۳۲۵ زره کسان خدمت ته برابر دي، د هندوستان…
  • افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې
    افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ درېیمه ناسته کابو دوې مياشتې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې وشوه. له دغې ناستې وروسته د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر سر د اختلاف له امله د لنډ مهال لپاره خبرې وځنډېدې. که څه هم دغه ځنډ له…
  • شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند
    شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند اشتراک کننده گان يک نشست، کميسيون مستقل حقوق بشر افغانستان را به انحصار و قوم گرايى متهم مى کنند و مى گويند که حدود ٧٠ درصد افراد شامل فهرست واجدين شرايط عضويت اين کميسيون، مربوط به يک قوم مى باشند. آنها خواستار لغو کميته اى مى باشند که اين فهرست…
  • ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن
    ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن د روسیې په پلازمینه مسکو کې د افغان سولې په تړاو نړیواله غونډه ترسره شو؛ په غونډه کې د طالبانو د استازو او د سولې عالي شورا د نمایندګانو په ګډون د ۱۱ هیوادونو چارواکو ګډون درلوده. له اټکل سره سم، طالبانو له دې غونډې ابزاري استفاده وکړه او د…
  • اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله
    اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله د افغانستان د حرب اسلامي ګوند د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته یوه طرح وسپارله. د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له کمیشنرانو سره یوځای یوې خبري غونډې ته وویل، دا طرحه…
  • خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي
    خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي د يادو ټولو بريدونو مسوليت ترهګرو پر خپله غاړه اخيستی، دا حملات په کورنۍ او نړيواله کچه وغندل شول. پاکستان، ترکيه، سعودي او اروپايې ټولنه هغه مراجع دي چې په دغو بريدونو کې ځان له افغانانو سره په غم کې شريک بللی، خو ايران بيا پرته له دې چې د…

بـیـې او نرخـونه