د لوی غر د ادارې خبرتیا!!! د لوی غر ویبپاڼه د پر مختللو کمپیوټري پروګرامونو پر مټ تاسې ته د نورو خبري سرچینو څخه شېبه په شېبه تازه خبرونه په خپلکاره )اوتوماتیک) ډول چمتو کوي. د خبر سموالی او کره والی د خبر سرچینې پورې تړاو لري ، د لوی غر ویبپاڼه یې هیڅ ډول مسؤولیت په غاړه نه اخلي
دوشنبه, 02 آذر 1394 13:28

د کابلبانک قضیه د سیاسي کېدو پر لور

Rate this item
(0 votes)
محمدي د بينا او ضیا مسعود او منصور نادري د قانون له ړندې سترګې لاندې د وروستیو راپورونو له مخې د ګډ حکومت مشر ؛ اشرف غني خپل حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي د قانون د نقض په تور له دندې ګوښه کړی دی. پر عبدالعلي محمدي وروسته له هغه نیوکې زیاتې شوې چې تېره اوونۍ یې د اوو میلیونو ډالرو په بدل کې د کابل بانک د میلیوني پوروړي خلیل فیروزي د خوشي کولو او له هغه سره د قرارداد کولو امر کړی وو. څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې پر محمدي تور ولګول شو چې د خلیل فیروزي په دوسیه کې یې اووه میلیونه ډالره بډې اخیستي دي. خلیل فیروزي د کابل بانک د ۹۰۰ میلیونه ډالرو د غلا مجرم او د دغه بانک ۴۵۰ میلیونه ډالره پوروړی دی. نوموړی د حامد کرزي د حکومت په وخت کې په لس کاله بند محکوم شوی وو خو څو ورځې وړاندې په ناڅاپي ډول خوشې او ورسره د سمارټ سیټي ښارګوټي قرارداد هم لاسلیک شو. د نوموړي له زندانه وتل د خلکو تونده غوسه را وپاروله او پر ګډ حکومت یې سختې نیوکې وکړې. کله چې د ګډ حکومت شریکان د خلکو او نړیوالو له کلک غبرګون سره مخامخ شول نو په لمړي اقدام کې یې ولسمشر خپل حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي له دندي ګوښه کړ. خو د محمدي په دندې ګوښه کيدو سره لا جنجال پایته نه دی رسیدلی بلکه نوموړي د قضیي بل اړخ راوسپړلو. اوس د ولسمشر حقوقي سلاکار له دندې څخه د ګوښه کیدو په غبرګون کې ويلي چې د نوموړي په خلاف دسیسه جوړه شويده. هغه وايي، د کابل بانک د قضیې تر شا ګڼ شمېر لاسونه دي چې ډير ژر به یې افشا کړي. محمدي وايي، د هوشمند ښارګوټي د تړون مکتوب یې د نبي زاده وردګ شرکت لپاره صادر کړی وو، خو د ښار جوړونې وزیر د ناڅرګندو دلایلو له مخې تړون له فیروزي سره لاسلیک کړ. دی له نوموړي سره د ګډ ښارګوټي د هوکړې پړه هم د ښارجوړونې پر وزارت اچوي. بل لور ته په یاده مساله کې یوازې د ولسمشر حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي ګرم نه بلل کیږي؛ بلکه د مرکزي په نوم د یوه خبري اژانس د راپور له مخې؛ په ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر فوق العاده استازي ضیا مسعود او د ولسمشر حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي د دې معاملې په بدل کې ۴،۳ میلیونه ډالره رشوت اخیستی دی. اژانس په ولسي جرګه کې د موثقو سرچینو له قوله ویلي د دغه تړون په بدل کې احمد ضیا مسعود ته ۲،۵ میلیونه ډالره او عبدالعلي محمدي ته ۱،۸ میلیونه ډالره بډې ورکړل شوې دي. همدا شان د کابلبانک د غلا له لومړي درجه مجرم خلیل الله فیروزي سره د هوشمند په نوم د تړون د لاسليکولو پر مهال هم ؛ د نورو خلکو تر څنګ د افغانستان د ښارجوړونې وزیر سید سعادت منصورنادري او په ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر ځانکړی استازی ضیا مسعود هم شتون درلود او د تړون د لاسلیک پر مهال یي فیروزي ته داسې چکې وهلې چې ګویا د یو اتل هرکلی کوي. خو د راپورونو له مخې د ګډ حکومت مشرانو یوازې عبدالعلي محمدي له دندې ګوښه کړی او د قضیي نور اړخونه یې له پامه غورځولي دي. داسې ښکاري چې یوازې محمدي د قانون د بینا سترګې لاندې راغلی او نور اړخونه يي د قانون له ړندې سترګې لاندې ازاد ګرځي. دا سمه ده چې له فیروزي سره په یاده معامله کې به عبدالعلي محمدي مرکزي رول لوبولی وي ځکه خو ارګ په لمړي قدم کې نوموړی له دندې ګوښه کړ؛ خو داسې هم باید ونشي چې د یادې معاملې پړه یوازې په یو تن واچول شي او قضیه پرته له هر اړخیزو څیړنو د محمدي په مجرم پیژندلو پايته ورسیږي. د کابلبانک له قضيي سره نه باید د نورو قضیو عادي چلن وشي. لمړی باید په یاده قضيه کې په فساد تورن چارواکي لکه ضیا مسعود او نور هغه چارواکي چې د تړون د لاسلیک پر مهال هلته ولاړ و او چکې یې وهلې لکه منصور نادري؛ وپوښتل شي او بیا دې همدا محمدي له جدي تحقیق لاندې ونیول شي څو په یاده معامله کې ښکيل نور اړخونه هم څرګند او په خپل سزا ورسیږي. لیکنه: خوشحال آصفي
Read 3267 times

Leave a comment

Make sure you enter all the required information, indicated by an asterisk (*). HTML code is not allowed.

مجله

  • معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي!
    معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي! په افغانستان کې پر تنظیمونو د واک او څوکیو د ويش دود به کله پای ته رسيږي؟! هر وزارت کې چې نوی وزير وټاکل شي لومړی کار يې دا دی، چې د خپل تنظیم او قوم خلک ځای پر ځای کړي. راځم اصل مطلب ته او هغه د هېواد د…
  • د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه
    د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه – د پاکستان د وګړو شمېر ۲۰۴ میلیونه ۹۲۴ زره دی، د هندوستان د وګړو شمېر ۱ میلیارد ۲۸۱ میلیونه ۹۳۵ زره دی، – د پاکستان بشري ځواک ۹۵ میلیونه دی، د هندوستان ۶۱۶ میلیونه دی، – د پاکستان ۷۵ میلیونه ۳۲۵ زره کسان خدمت ته برابر دي، د هندوستان…
  • افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې
    افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ درېیمه ناسته کابو دوې مياشتې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې وشوه. له دغې ناستې وروسته د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر سر د اختلاف له امله د لنډ مهال لپاره خبرې وځنډېدې. که څه هم دغه ځنډ له…
  • شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند
    شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند اشتراک کننده گان يک نشست، کميسيون مستقل حقوق بشر افغانستان را به انحصار و قوم گرايى متهم مى کنند و مى گويند که حدود ٧٠ درصد افراد شامل فهرست واجدين شرايط عضويت اين کميسيون، مربوط به يک قوم مى باشند. آنها خواستار لغو کميته اى مى باشند که اين فهرست…
  • ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن
    ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن د روسیې په پلازمینه مسکو کې د افغان سولې په تړاو نړیواله غونډه ترسره شو؛ په غونډه کې د طالبانو د استازو او د سولې عالي شورا د نمایندګانو په ګډون د ۱۱ هیوادونو چارواکو ګډون درلوده. له اټکل سره سم، طالبانو له دې غونډې ابزاري استفاده وکړه او د…
  • اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله
    اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله د افغانستان د حرب اسلامي ګوند د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته یوه طرح وسپارله. د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له کمیشنرانو سره یوځای یوې خبري غونډې ته وویل، دا طرحه…
  • خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي
    خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي د يادو ټولو بريدونو مسوليت ترهګرو پر خپله غاړه اخيستی، دا حملات په کورنۍ او نړيواله کچه وغندل شول. پاکستان، ترکيه، سعودي او اروپايې ټولنه هغه مراجع دي چې په دغو بريدونو کې ځان له افغانانو سره په غم کې شريک بللی، خو ايران بيا پرته له دې چې د…

بـیـې او نرخـونه