د لوی غر د ادارې خبرتیا!!! د لوی غر ویبپاڼه د پر مختللو کمپیوټري پروګرامونو پر مټ تاسې ته د نورو خبري سرچینو څخه شېبه په شېبه تازه خبرونه په خپلکاره )اوتوماتیک) ډول چمتو کوي. د خبر سموالی او کره والی د خبر سرچینې پورې تړاو لري ، د لوی غر ویبپاڼه یې هیڅ ډول مسؤولیت په غاړه نه اخلي
یکشنبه, 13 دی 1394 22:09

دغزني دمحلي حکومت بنسټ اېښودونکی

Rate this item
(0 votes)
لیکوال:قاضي اسدالله عزت دغزني محلي حکومت بنسټ اېښودونکی پياوړی الپتګین د (۲۶۷ه.ل) کال په شااوخواکې زیږېدلی دی، دځوانۍ پرمهال دساماني احمدبن اسماعیل لخوا دمریې په توګه وپيرودل شو اوبیا په ډېر لنډ وخت دغور، ځیرکتیا اوښې پوهې له مخې دشاهي ساتونکي پوځ (ګاردشاهي) په لیکوکې ځای پرځای شو. الپتګین داحمدبن اسماعیل له مړیني څخه وروسته دهغه (احمدبن اسمعیل) دزوی نصر لخوا ازاد کړای شو اوبیا دنصر زوی نوح لخوا الپتګین دښه ځېرکتیا، زړورتیا، پوهې او وفادارۍ له مخې دځینوشاهي قطعاتو مشر (قومندان) وګماره، چې نوموړی بیاله لنډې مودې وروسته د (حاجب الحجاب) لوړې رتبې ته ورسېد. د (۳۴۵سپوږمیز) کال د روژې دمیاشتې په اوږدوکې (بکر بن مالک ) دخراسان دپوځ مشر بخارا ته ولاړ او الپتګین یې ترهغو کلکه مقابله وکړه، ترڅویې (بکر بن مالک) وواژه. دهمدې پیاوړتیا او زړورتیا له مخې امیر عبدالملک دی دبلخ حاکم وټاکه؛ خو ده قبول نه کړ، بیا وروسته امیرعبدالملک دټول خراسان دپوځ مشر او دشمالي افغانستان والي وټاکلو، چې دا مقام یې د۳۴۹ سپوږمیز کال په اوږدو کې قبول کړ. کله چې په ۳۵۰سپوږمیزکال د شوال په میاشت کې امیرعبدالملک ساماني ومړ او دشاهي پوځ لخوا دهغه ځای ناستی دهغه ورور منصور وټاکل شو، الپتګین وړاندې له دې چې منصور په تخت کېني وزیر بلغمي ته لیک واستاوه او په لیک کې یې ورته ولیکل: د امیر کوچنی زوی دباشاهۍ اوسلطنت وړتیا لري؛ خو وړاندې دلیک له رسېدو څخه منصور په تخت کېنول شوی و. ،دا چې الپتګین په منصور راضي نه و اومنصور هم په دې پوهېده، چې دالپتګین نه خوښېږم؛ نو منصور له یوه مهارت څخه کار واخېست، هغه داچې دخراسان ولایت یې ابومنصور ته وسپاره. امیرمنصور ابو منصور وهڅاو، چې د امو دسیند لاره دالپتګین په مخ وتړي، کله چې الپتګین دامو سیند غاړې ته راورسېد؛ نو وضعیت ورته خطرناک ښکاره شو او له بخارا څخه یې صرف نظر وکړ بلخ ته راستون شو. (۱) امیر منصور په الپتګین پسې د اشعب بن محمد په مشرۍ له دولس زرو څخه زیات پوځ ولېږو، دواړه لښکړې د۳۵۱ سپوږمیز کال دربیع الاول په میاشت کې دخلم درې ته نږدې سره مخامخ شوې، چې له یوې کلکې جګړې وروسته الپتګین بریالی شو. په دغه جګړه کې الپتګین دامیر منصور څوصاحب منصبان او د منصور ماماهم ونیوه. (۲) الپتګین بیا دغزني په لور حرکت وکړ، چې هغه تر دې وخته پورې د امیر منصور د واک له حوزې څخه بهرو. الپتګین غزني ته ورسېد، دغزني حاکم ابوبکر لاویک یې دتورې په زور ورورسته له څلور میاشتې اېسارېدو ورورسته له غزني څخه وشاړه، پخپله یې دامیریت (محلي بادشاهۍ) اعلان وکړ او دیوه خپلواک محلي حکومت بنسټ یې په غزني کې کېښود. (۳) بیا امیرمنصور د ابوجعفر په مشرۍ شل زره پوځ پسې را ولېږو؛ خو ابوجعفر ماتې وخوړه. د ابوجعفرله ماتې وروسته امیر منصور د دوستۍ ټینګېدو په موخه الپتګین ته ټولې نیول شوې سیمې وسپارلې. (۴) بیا الپتګین دبست کلا او دکابل یوه برخه ونیوله؛ خو ژوند ورسره یاري ونه کړه. دواکمنۍ دوره یې ډېره لنډه وه، نوموړی د۳۵۲سپوږمیز کال دشعبان دمیاشتې په شلمه نېټه له دغې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې او ومړ. له الپتګین څخه تر ابومنصور سبکتګین پورې دغزني واکمنان!!! ۱ــ دغزني دمحلي حکومت د بنسټ اېښودونکي الپتګین له وفات څخه وروسته د نوموړي زوی ابواسحاق ابراهیم دده ځای ناستی شو؛ خوله دې امله، چې ضیعف النفس او سست عنصره انسان و؛ نوځکه پوځ دهغه له قوماندې څخه سرغړونه وکړه. دابوبکر لاویک زوی ابوعلي لاویک دابواسحاق ابراهیم له همدې ضعیف حالت څخه ګټه پورته کړه، په غزني یې لښکر کشي وکړه ابراهیم ته یې ماتې ورکړه اوبخاراته یې پسې واخېست. غزني ابوعلي لاویک ته پاتې شو. ابراهیم له کمې مودې وروسته د۳۵۵سپوږمیز کال دشوال په ۲۷نېټه دلوی لښکر سره په غزني یرغل راووړ، ابوعلي لاویک ته یې سخته ماتې ورکړه اوبیرته غزني ته ننوت، دواک پر ګدۍ کښېناست؛ خو ژوند ورسره یاري ونه کړه او د۳۵۵سپوږمیزکال د ذالقعدې په ۲۵نېټه ومړ. ۲ــ داسحاق ابراهیم له مړینې څخه وروسته نوموړي د تاج اوتخت (پاچاهۍ) له پاره کوم وارث نه درلود؛ نو له همدې کبله دواکمنۍ د سپارلو په اړه قومي او ولسي مشران او تجاران سره را غونډ شول، په اتفاق سره یې دالپتګین د ساتونکو عسکرو(ګارد شاهي) مشر بلکاتګین، چې یوتکړه نامتو عسکر ود حکومت په مشرتوب غوره کړ. بلکاتګین په خپل شخصي ژوند کې دعدالت اوپاکوالي له مخې په رعیت کې په ټولو ګران و، نوموړي له لس کاله حکومت کولو وروسته په ۳۶۴سپوږمیز کال په داسې حال کې چې ګردیز یې کلابند کړی وله دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې. ۳ــ د بلکاتګین له مړیني څخه وروسته دالپتګین یوبل ساتونکی (پرتګین) د بلکاتګین پرځای وټاکل شو، نوموړي ډېر ژر په ظلم او ځورولو لاس پورې کړ، له همدې امله رعیت ابو علي لاویک د ځای ناستي له پاره غوره کړ، هغه د بادشاه د زوی سره یوځای غزني ته راغلی دلارې په اوږدو کې دلوګر څرخ ته نږدې له سبکتګین سره مخامخ شو، چې کلکه ماتې یې وخوړه اوبیا دسبکتګین له خوا دواړه ونیول شول، وروسته یې دواړه ووژل. دغزني دواکمني اړوند ټول اشراف او ولسي مشران په غزني کې سره را یوځای شول په پوره اتفاق یې پرتګین بې وسلې او بېواکه کړ او د۳۶۶سپوږمیز کال دشعبان د میاشتې په درېیمه نېټه یې سبکتګین د بادشاه په توګه وټاکو. *** اخستنې ۱ــ طبقات ناصري،۷۳مخ . ۲ــ ابن اثیر، ۸ټوک،۵۳ مخ. ۳ــ غزنوي سلطان محمود۵۲مخ. ۱ــ ۲ــ۳ــ غزنوي سلطان محمود۴۸، ۴۹ او۵۲ مخ ۴ــ طبقاب ناصري۴۳ او ۷۳مخ.
Read 2767 times

Leave a comment

Make sure you enter all the required information, indicated by an asterisk (*). HTML code is not allowed.

مجله

  • معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي!
    معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي! په افغانستان کې پر تنظیمونو د واک او څوکیو د ويش دود به کله پای ته رسيږي؟! هر وزارت کې چې نوی وزير وټاکل شي لومړی کار يې دا دی، چې د خپل تنظیم او قوم خلک ځای پر ځای کړي. راځم اصل مطلب ته او هغه د هېواد د…
  • د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه
    د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه – د پاکستان د وګړو شمېر ۲۰۴ میلیونه ۹۲۴ زره دی، د هندوستان د وګړو شمېر ۱ میلیارد ۲۸۱ میلیونه ۹۳۵ زره دی، – د پاکستان بشري ځواک ۹۵ میلیونه دی، د هندوستان ۶۱۶ میلیونه دی، – د پاکستان ۷۵ میلیونه ۳۲۵ زره کسان خدمت ته برابر دي، د هندوستان…
  • افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې
    افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ درېیمه ناسته کابو دوې مياشتې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې وشوه. له دغې ناستې وروسته د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر سر د اختلاف له امله د لنډ مهال لپاره خبرې وځنډېدې. که څه هم دغه ځنډ له…
  • شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند
    شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند اشتراک کننده گان يک نشست، کميسيون مستقل حقوق بشر افغانستان را به انحصار و قوم گرايى متهم مى کنند و مى گويند که حدود ٧٠ درصد افراد شامل فهرست واجدين شرايط عضويت اين کميسيون، مربوط به يک قوم مى باشند. آنها خواستار لغو کميته اى مى باشند که اين فهرست…
  • ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن
    ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن د روسیې په پلازمینه مسکو کې د افغان سولې په تړاو نړیواله غونډه ترسره شو؛ په غونډه کې د طالبانو د استازو او د سولې عالي شورا د نمایندګانو په ګډون د ۱۱ هیوادونو چارواکو ګډون درلوده. له اټکل سره سم، طالبانو له دې غونډې ابزاري استفاده وکړه او د…
  • اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله
    اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله د افغانستان د حرب اسلامي ګوند د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته یوه طرح وسپارله. د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له کمیشنرانو سره یوځای یوې خبري غونډې ته وویل، دا طرحه…
  • خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي
    خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي د يادو ټولو بريدونو مسوليت ترهګرو پر خپله غاړه اخيستی، دا حملات په کورنۍ او نړيواله کچه وغندل شول. پاکستان، ترکيه، سعودي او اروپايې ټولنه هغه مراجع دي چې په دغو بريدونو کې ځان له افغانانو سره په غم کې شريک بللی، خو ايران بيا پرته له دې چې د…

بـیـې او نرخـونه