د لوی غر د ادارې خبرتیا!!! د لوی غر ویبپاڼه د پر مختللو کمپیوټري پروګرامونو پر مټ تاسې ته د نورو خبري سرچینو څخه شېبه په شېبه تازه خبرونه په خپلکاره )اوتوماتیک) ډول چمتو کوي. د خبر سموالی او کره والی د خبر سرچینې پورې تړاو لري ، د لوی غر ویبپاڼه یې هیڅ ډول مسؤولیت په غاړه نه اخلي
یکشنبه, 15 فروردين 1395 16:20

د پاکستان مستقیم یرغل، د حکومت دریځ او د ولس غبرګون

Rate this item
(0 votes)
فغانستان د پاکستان له مستقیم یرغل سره مخ دی. اوس یوازې وسله وال مخالفین، بمونه او ځانمرګي نه را لیږي، بلکې توغندويي بریدونه کوي، ځانګړي ځواکونه یې په افغانستان کې عملیات کوي، پوځ یې په افغان خاوره کې را ننوتلی او تاسیسات جوړوي او الوتکې یې پر افغان خاوره بمبارۍ کوي. وسله وال، ځانمرګي، بمونه او وسلې خو یې کلونه کلونه افغانستان ته را روان دي، خو په دې وروستیو کې یې مستقیم یرغل پیل کړی دی. د کونړ پر دانګام نه یوازې توغندي وري، بلکې پاکستانیو الوتکو پکې بمبارۍ هم کړې دي. په ګوشته کې پاکستاني ځواکونو مخامخ برید کړی دی. په پکتیکا کې یې سیمه لاندې کړې او تاسیسات یې جوړ کړي دي. په هلمند کې یې سیمې نیولي دي او په شینډنډ کې یې ځانګړي ځواکونه د طالبانو په خپلمنځي جګړه کې بوخت دي. د پاکستان ددغه مستقیم یرغل پر وړاندې د افغان چارواکو دریځ د پوښتنې، شک او اندېښنې وړ دی. حکومت د پاکستان د ځینو مداخلو او مستقیمو بریدونو د پټولو هڅه کوي او یو مخ ترې انکار کوي، خو ځینې یې چې پټولی نه شي، پر وړاندې یې یا مرګونی سکوت کوي او یا هم له شرمه ډک دریځ لري. د افغانستان د ملي امنیت شورا په دانګام کې د پاکستان پر بمبارۍ او توغندیو اندېښنه ښودلې او د څېړنو خبره کوي. دفاع وزارت په تشریفاتي بڼه ویلي چې قوماندانو ته یې امر کړی چې که دا کار بیا تکرار شي، غبرګون وښيي او ځواب ووايي. خو د پاکستان پر ډیری مداخلو، بریدونو او د افغانستان د ځمکې پر لاندې کولو حکومت غلی دی. د حکومت دغه دریځ د خلکو پوښتنې او اندېښنې را پورته کړي دي. ځینې کسان وايي چې حکومتي چارواکي له پاکستان سره پټې معاملې لري او د پاکستان وروستۍ مداخلې او یرغلونه هم ددغو معاملو او پټو توافقاتو برخه دي. ځینې کسان بیا حکومت تورنوي چې بې کفایته دی او وړ غبرګون نه ښيي. ځیني خلک بیا وايي چې حکومت د امریکا له خوښې او اجازې پرته کوم غبرګون نه شي ښودلی او تر اوسه امریکایانو اجازه نه ده ورکړې. که په دې دریو نظرونو کې یو هم سم وي، د حکومت دریځ د منلو نه دی او افغان حکومت نه بښل کېدونکې ګناه کوي. د افغانستان حکومت ته په کار ده چې د پاکستان ددغه ښکاره تیري پر وړاندې جدي دریځ ونیسي. حکومت باید په واضحو ټکو دغه بریدونه وغندي او د مخنیوي لپاره یې ډیپلوماتیکې هڅې وکړي. که خبره تر نظامي غبرګون پورې هم ځي، افغان دولت باید غلی پاتې نه شي. د ملي وحدت حکومت له امریکا سره امنیتي تړون هم لاسلیک کړی چې له مخې یې د بهرني یرغل پر وړاندې امریکا ته ځیني مسوولیتونه راجع کیږي. اوس افغان دولت باید له امریکا وغواړي چې پاکستاني یرغل ته ځواب ووایي او یا هم مخه یې ونیسي. که امریکا ځواب نه وايي او حکومت همداسې غلی وي، نو دا بیا د افغانانو لپاره د زغم وړ نه ده. افغانان به نه یوازې له حکومت سره حساب کتاب کوي، بلکې امریکايي نظامي حضور ته به هم ځواب وايي او امنیتي تړون به لغوه کوي. که حکومت او امریکایان چټک او اساسي ګامونه وانه خلي، نو افغان ولس به اړ شي چې د حکومت، پاکستان او امریکا دریو واړو پر وړاندې ودریږي او خپله خاوره خوندي کړي.
Read 1163 times Last modified on یکشنبه, 15 فروردين 1395 16:46

Leave a comment

Make sure you enter all the required information, indicated by an asterisk (*). HTML code is not allowed.

مجله

  • معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي!
    معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي! په افغانستان کې پر تنظیمونو د واک او څوکیو د ويش دود به کله پای ته رسيږي؟! هر وزارت کې چې نوی وزير وټاکل شي لومړی کار يې دا دی، چې د خپل تنظیم او قوم خلک ځای پر ځای کړي. راځم اصل مطلب ته او هغه د هېواد د…
  • د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه
    د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه – د پاکستان د وګړو شمېر ۲۰۴ میلیونه ۹۲۴ زره دی، د هندوستان د وګړو شمېر ۱ میلیارد ۲۸۱ میلیونه ۹۳۵ زره دی، – د پاکستان بشري ځواک ۹۵ میلیونه دی، د هندوستان ۶۱۶ میلیونه دی، – د پاکستان ۷۵ میلیونه ۳۲۵ زره کسان خدمت ته برابر دي، د هندوستان…
  • افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې
    افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ درېیمه ناسته کابو دوې مياشتې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې وشوه. له دغې ناستې وروسته د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر سر د اختلاف له امله د لنډ مهال لپاره خبرې وځنډېدې. که څه هم دغه ځنډ له…
  • شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند
    شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند اشتراک کننده گان يک نشست، کميسيون مستقل حقوق بشر افغانستان را به انحصار و قوم گرايى متهم مى کنند و مى گويند که حدود ٧٠ درصد افراد شامل فهرست واجدين شرايط عضويت اين کميسيون، مربوط به يک قوم مى باشند. آنها خواستار لغو کميته اى مى باشند که اين فهرست…
  • ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن
    ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن د روسیې په پلازمینه مسکو کې د افغان سولې په تړاو نړیواله غونډه ترسره شو؛ په غونډه کې د طالبانو د استازو او د سولې عالي شورا د نمایندګانو په ګډون د ۱۱ هیوادونو چارواکو ګډون درلوده. له اټکل سره سم، طالبانو له دې غونډې ابزاري استفاده وکړه او د…
  • اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله
    اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله د افغانستان د حرب اسلامي ګوند د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته یوه طرح وسپارله. د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له کمیشنرانو سره یوځای یوې خبري غونډې ته وویل، دا طرحه…
  • خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي
    خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي د يادو ټولو بريدونو مسوليت ترهګرو پر خپله غاړه اخيستی، دا حملات په کورنۍ او نړيواله کچه وغندل شول. پاکستان، ترکيه، سعودي او اروپايې ټولنه هغه مراجع دي چې په دغو بريدونو کې ځان له افغانانو سره په غم کې شريک بللی، خو ايران بيا پرته له دې چې د…

بـیـې او نرخـونه