د لوی غر د ادارې خبرتیا!!! د لوی غر ویبپاڼه د پر مختللو کمپیوټري پروګرامونو پر مټ تاسې ته د نورو خبري سرچینو څخه شېبه په شېبه تازه خبرونه په خپلکاره )اوتوماتیک) ډول چمتو کوي. د خبر سموالی او کره والی د خبر سرچینې پورې تړاو لري ، د لوی غر ویبپاڼه یې هیڅ ډول مسؤولیت په غاړه نه اخلي
دوشنبه, 30 فروردين 1395 21:20

دمجاهدصیب په اعلامیه یوڅوکرښې

Rate this item
(1 Vote)
دروان میلادي کال ددریمې میاشتې په نهه ویشتمه نيټه ، دنوموتي مجاهد محترم خالص بابا رحمه الله ځوی ښاغلي مولوي انوارالحق مجاهد یوه اعلامیه خپره کړه ،چې اساسپ اودپام وړټکپ یې په دوه موضوع ګانو راڅرخیدل . یوه داچې دمجاهدینوترمینځ نزاع اوجګړې څخه ټولې خواوې ځان وژغوري اوبله داچې دمذاکراتوپه تمه باید جهادي بهیرسست نه شي، خوداچې مونږ په انقلابي شرایطوکې ژوند کوواوپه دغسې شرایطوکې اکثره احساسات ډیرغالبه وي اودهوش پرځای دجوش خاوندان مخکې اومطرح وي ، دا که له یوې خوا دانقلاب دپرمختګ لامل ګرځي ،خوله بله پلوه بیا ډیرځل دانقلابونوپرمختګ ته خنډونه هم راولاړوي ، ځکه دغه احساساتي خلک داحساساتوپه څپوکې دومره وړاندې لاړشي چې دعقل اوخپلې عقیدې اوفکرغوښتنې ترینه هیرې شي، نوځکه په خلکوبیا دخپلواحساساتوپه رڼا کې حکم اوفیصله کوي ، مونږ ددغسې واقعیتونوشاهدان یو. دروسانواوکمیونزم په خلاف دجهادپه دوران کې به ډیرومجاهدینوحتی قوماندانانودافکردرلودچې څوک په ښاریوکې اودکابل حکومت په واکمنه سیمه کې اوسیږي له یومخه یې وژل جایزدي ، په همدی استدلال به یې په ړندومزایلواوتوپونودښارونواوعامه استوګن ځایونوویشتل هم ځان لپاره جایز ګڼل . کله کله به په غیرله تحقیق څخه په محض اشتباه هم خلک وژل کیدل بیا به یې ویل چې که مسلمان یې جنت ته به لاړ شي اوکه کافر یې نوبیاخویې دوزخ ځای دی ، خودابه بیا دځینوله خوا دمجاهدینوپه ناپوهۍ تعبیریدل خوپه واقعیت کې دا بې هوشه جوش وو چې ډیروداسلامي نظام راوستونکومدعیانوپه دې اړه اسلامي لارښودنوته چندان ارزښت نه ورکولواونه یې دغه کارپه اسلامي موازینوعرض کولوچې اسلام دا روا کووکه ناروا ؟همدغه راز دطالبانو داسلامي تحریک په لیکوکې ډیرو بې هوشه جوشیانودتیرجهادمخلص مجاهدین په غیرله تحقیق اوسپیناوي دتوپکي اوپاټکي په نامه سپک کړل ،چې هغوي نه پاټکیان وه نه ټوپکیان، دامربالمعروف اونهې عن المنکرپه نامه یې ډیرځل اسلامي شعایرتوهین کړل، په خلکویې بې اودسه او یا هم تکراري لمونځونه کول اودډیروانسانانوانساني کرامت یې ترپښولاندې کړ،خودغه کار ته دغواحساساتي طالبانوله شرعي اواسلامي لورې څخه نه کتل، چې رواکوی که ناروا ؟ همدغه رازدغه احساساتي ځوانان ډیرځله هغه خلک چې ددوی دغه ناوړه اوغیراسلامي حرکت تنقیدوي او دحرکت له روح اوادعاء سره یې منافي بولي کافر،دجهادمخالفین، داسلامي امارت دښمنان اوتخریبکاران بولي، ډیرځلې دهغوي سالم نظرونه یې تحریف کړي اودهغوي خبرې یې غلطې توجیه کړي یاخوپوهیږی نه یا یې احساساتو په پوهه غلبه موندلې . له دې کبله چې مجاهدصیب یوله هغه خلکوڅخه دی چې امارت ته ډیرمخلص اوخواخوږی اودامارت له سقوط څخه وروسته یوله هغه خلکوڅخه وو ، چې د امارت په بیا احیاء کې یې په سختوشرایطوکې په تش لاس خو فعاله برخه درلوده ، دجهادله پایله یې بیا تر نن پورې دامارت کلمه له خلې نه ده غورځولې ، داچې په امارت کې دننه له چاسره مخالفت یا دچا لخوا داهڅې چې نوموړی په امارت کې منزوي کړي ، دا په امارت کې دننه طبیعې خبرې دي خودا، چې نوموړی دامارت مخالف وګڼل شي دانو دهغه له قربانیواووفاداریوسره ستره جفا ده . البته په ځینومسایلوکې دشرعي استدلال غوښتنه اودامارت په ځینوغیر شرعي کارونوانتقاد ، یا دقناعت غوښتنه ، به دا معنا ونه لري چې څوک دې داحساساتوپه رڼا کې په نوموړي دامارت دمخالف نوم کیږدي، البته هغه څوک چې ددوي په مقابل کې عقده لري له داسې مواقعوڅخه دامارت په خاطرنه خو دخپلوعقدواوحسد ونوپربنیادبه ددوي پرخلاف منفي استفاده وکړي . دنوموړي دبیان متن اومعنا دمحترم منصور صاحب حفظه الله سره دبیعت پرخلاف نه ښکاري ، بلکې داسې ښکاري چې غواړي مجاهدین بایددیوه امیر ترقیادت لاندې جهادوکړي اودنایبینوکوم توصیف چې هغوي کړی پرته له دې چې دمنصورصاحب نوم واخلي خپله دهغوي سره ملګرتیا ته بلنه ده ، ځکه اوس خونه ملا برادر صاحب اونه خوملا عبیدالله صاحب مرحوم شتون لري ، چې دامیرپه توګه جاهدین اعتمادپرې وکړي ، یواځینې نایب که بلل کیږي نوهمدامنصورصاحب به یې ، خوددې سره سره هغه خپلمنځي جګړې هم نه شي تاییدولای کومې چې په زابل اوهرات کې رامینځ ته شوي اوپه سلګونومجاهدین په کې ضایع شول ، دغه جګړې غیرشرعي بولي اوددغوجګړودحرمت لپاره نه احساساتي دی ، نه له خیټې لګیا دی ، نه به کومه سیاسي موخه اوهدف و لري ، نوځکه په فتوا استدلال کوي او وایي مونږ دمسلمانانوپه حیث روا اوناروا ددین په رڼاکې پیژنواودین دعلماوو په لارښودنه پیژندلای شو، که فکر وکړو دغه فتوا چې څلورمیاشتې مخکې ورکول شوې خوتراوسه یې دوي دتایید په اړه څه نه ویل ،خوکله چې اوس شاوخوا پنځه سوه مجاهدین ووژل شول اودنورودوژل کیدوخطر دی ، نواوس یې ممکن په دې اړه دمسؤليت احساس كړی یې اوچپ پاتې کیدل به هم ورته ګناه ښکاره شوي یې ، له دی امله یې تاییدوی، ځکه چې اصلا مقصودیې دمنصورصاحب دامارت دغیر شرعیت ثابتول نه دي ، بلکې هدف یې ددغوحراموجنګونو اودمجاهدینودوینودبیځایه تویدلومخنیوی دی ، دغه فتوا چې مستنده اومستدله ده په خصوصي مجالسوکې شیخ هبة الله اوشیخ عبدالحکیم صاحب هم منلې ده ، نوځکه دامارت لخوا سره ددې چې ډیرعلماء هم ورسره دي په شرعي استدلال نه ده ماته شوې ، نودښاغلي مجاهدصیب غرض به دا وي ، چې ښه داده چې ټول مجاهدین دمنصورصیب ترقیادت لاندې جهادوکړي ، ځکه خپله یې هم په کنړاوننګرهارکې خپلوټولومجاهدینوته ویلي ، چې دصلیبي یرغلګرواودکابل ادارې په خلاف د منصورصاحب په قیادت اوامارت کې جهادکوۍ ، زما په اندمجاهدصیب دمنصورصیب په قیادت راټولیدل غوره اوجایزبولي ترڅودمجاهدینو صف موحدپاتې شي، خودبیعت په وجوب یې قانع نه دی ، ځکه دعلماووفتواپه ډیرصراحت سره دا موضوع څیړلې، چې بیعت یې واجب نه دی ، نوبیا په نه بیعت دیونفروژل هم ورته شرعا جواز نه لري . نوبیا ددغه پنځه سوه مجاهدینودوینومسؤل به څوک یي ؟ څوک به یې ځواب وایي ؟ که دا کارجایز شوې یې ، ددین یوعالم دی ددغه کاردجواز دفتواورکولوجرات وکړي ، که نه مونږ کوم اسلامي نظام راولوچې دخلکوپه وژلو او وینوکې اسلام مدنظر ونه نیسو، نوبیا به کومه معضله وي چې په اسلامي اساساتوبه یې حل کوو ؟ دا یواځې دمجاهدصاحب نه بلکې دهرمسلمان اوخصوصا دعلماوو وجیبه اودنده ده ، چې حرام ته حرام اوحلال ته حلال ووایي اودا یې حق دی. نه بایداحساساتي خلک دا دامارت مخالفت وبولي اونه یې مجاهدین بابیزه وګڼي اوممکن دهمدغسې مسایلوموجودیت دمنصورصاحب سره دبیعت په لاره کې دمجاهدصاحب اودنوروډیرومخې ته خنډ وي اوددې ازاله دامارت دمشرانومسؤليت دی ، په اسلامي شریعت کې جواز او وجوب دوه جدا حکمونه دي ، هغه څوک چې منصورصاحب سره نه بیعت کوونکي مباح الدم بولي معنا داچې دمنصورصاحب بیعت واجب دی ،خوددې لپاره تراوسه هیڅ کومه شرعي مستدله فتوا مخې ته نه ده راغلې، غالباً دمجاهد صاحب نظر به دا یې چې ددنیا پنځه ورځې ژونددی ، مجاهدین باید په دې اړه له ډیر احتیاط څخه کارواخلي . لیکنه (نصیرالدین کامل)
Read 1941 times Last modified on دوشنبه, 06 ارديبهشت 1395 22:13

Leave a comment

Make sure you enter all the required information, indicated by an asterisk (*). HTML code is not allowed.

مجله

  • معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي!
    معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي! په افغانستان کې پر تنظیمونو د واک او څوکیو د ويش دود به کله پای ته رسيږي؟! هر وزارت کې چې نوی وزير وټاکل شي لومړی کار يې دا دی، چې د خپل تنظیم او قوم خلک ځای پر ځای کړي. راځم اصل مطلب ته او هغه د هېواد د…
  • د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه
    د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه – د پاکستان د وګړو شمېر ۲۰۴ میلیونه ۹۲۴ زره دی، د هندوستان د وګړو شمېر ۱ میلیارد ۲۸۱ میلیونه ۹۳۵ زره دی، – د پاکستان بشري ځواک ۹۵ میلیونه دی، د هندوستان ۶۱۶ میلیونه دی، – د پاکستان ۷۵ میلیونه ۳۲۵ زره کسان خدمت ته برابر دي، د هندوستان…
  • افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې
    افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ درېیمه ناسته کابو دوې مياشتې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې وشوه. له دغې ناستې وروسته د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر سر د اختلاف له امله د لنډ مهال لپاره خبرې وځنډېدې. که څه هم دغه ځنډ له…
  • شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند
    شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند اشتراک کننده گان يک نشست، کميسيون مستقل حقوق بشر افغانستان را به انحصار و قوم گرايى متهم مى کنند و مى گويند که حدود ٧٠ درصد افراد شامل فهرست واجدين شرايط عضويت اين کميسيون، مربوط به يک قوم مى باشند. آنها خواستار لغو کميته اى مى باشند که اين فهرست…
  • ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن
    ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن د روسیې په پلازمینه مسکو کې د افغان سولې په تړاو نړیواله غونډه ترسره شو؛ په غونډه کې د طالبانو د استازو او د سولې عالي شورا د نمایندګانو په ګډون د ۱۱ هیوادونو چارواکو ګډون درلوده. له اټکل سره سم، طالبانو له دې غونډې ابزاري استفاده وکړه او د…
  • اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله
    اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله د افغانستان د حرب اسلامي ګوند د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته یوه طرح وسپارله. د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له کمیشنرانو سره یوځای یوې خبري غونډې ته وویل، دا طرحه…
  • خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي
    خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي د يادو ټولو بريدونو مسوليت ترهګرو پر خپله غاړه اخيستی، دا حملات په کورنۍ او نړيواله کچه وغندل شول. پاکستان، ترکيه، سعودي او اروپايې ټولنه هغه مراجع دي چې په دغو بريدونو کې ځان له افغانانو سره په غم کې شريک بللی، خو ايران بيا پرته له دې چې د…

بـیـې او نرخـونه