د لوی غر د ادارې خبرتیا!!! د لوی غر ویبپاڼه د پر مختللو کمپیوټري پروګرامونو پر مټ تاسې ته د نورو خبري سرچینو څخه شېبه په شېبه تازه خبرونه په خپلکاره )اوتوماتیک) ډول چمتو کوي. د خبر سموالی او کره والی د خبر سرچینې پورې تړاو لري ، د لوی غر ویبپاڼه یې هیڅ ډول مسؤولیت په غاړه نه اخلي
پنج شنبه, 30 ارديبهشت 1395 12:28

!د پاکستان د ملي امنيت د مشاور په ځواب کې

Rate this item
(1 Vote)
راپورونه وايې تيره ورځ په اسلام آباد کې د افغان سولې اړوند د پنځمې څلور اړخيزې ناستې يوه ورځ وړاندې د پاکستان د ملي امنيت مشاور ناصر جنجوعه ويلي چې؛ دهغوي زړونه دافغانستان لپاره درزيږي، او افغان وروڼو سره خواخوږي لري. جنجوعه ويلي ځينې خلک ګڼي چې مونږ دوه مخه لوبه کوؤ خو د نوموړي په وينا داسې نه ده بلکې پاکستان سوله خوښى دى او افغانستان کې دامنيت ټينګښت ته ليواله دى. نوموړي همداراز ويلي هغوي د افغانانو سره خپل کور او دسترخوان ويشلى او د افغان کډوالو له امله يې اقتصاد ته د اربونو روپو زيان رسيدلى. غواړم دلته د پاکستان د ملي امنيت مشاور ناصر جنجوعه ته يې د وروستيو څرګندونو ځواب ووايم. جنجوعه ويلي چې دهغوي زړونه دافغانستان لپاره درزيږي، او افغان وروڼو سره خواخوږي لري. په دې کې خو شک نشته چې د جنجوعه په شمول د ټولو پاکستاني چارواکو زړونه د افغانستان لپاره درزيږی خو دا درزيدل داسې نه دي چې ګويا د افغانستان لپاره د پاکستاني چارواکو د ښه نيت استازولي وکړي؛ بلکې د هغوی زړونه د افغانستان د بربادۍ، د افغانانو د وژنې او د افغان حکومت د تخريب لپاره درزيږي. د دوی زړونه د دې لپاره درزيږي چې افغانستان بايد پرينږدي چې په ځان بسيا شي، دوی بايد افغان پرينږدي چې آرامه ساه واخلي او د دوی زړونه د دې لپاره درزيږي چې څنګه وکولای شي افغانستان لا هم د بدبختيو کندې ته ټيله کړي. د افغانستان او پاکستان تيرې اړيکې که مطالعه کړئ نو زما د دې ادعا ثبوت به حتماً ووينئ. جنجوعه همداراز ويلي چې ځينې خلک ګڼي چې مونږ دوه مخه لوبه کوؤ خو د نوموړي په وينا داسې نه ده بلکې پاکستان سوله خوښى دى او افغانستان کې دامنيت ټينګښت ته ليواله دى. نه پوهيږم ښاغلي جنجوعه ته د حکومت په شمول ټول افغانان او د تاريخ پاڼې ړندې ښکاري او که په خپله ړوند دی؟ ناصر جنجوعه ته به په ياد نه وي چې د پخوانيو افغان حکومتونو تر څنګ د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال پر پاکستان څومره باور وشو، جنجوعه به پاکستان ته د حامد کرزي له شلو زيات سفرونه له ياده باسلي وي چې افغان حکومت پرې باور کولو او پاکستان به ورته ژمنې ورکولې خو پايله به يې يوازې د وخت ضايع وه. جنجوعه ته به نه وي معلوم چې اوسني افغان ولسمش اشرف غني پاکستان ته څومره امتيازات ورکړل آن تر دې چې د استخباراتي معلوماتو پټ سند يې هم ورسره لاسليک کړ خو په مقابل کې يې پاکستان تشې وعدې کولې او بس. او آيا جنجوعه به د چين، امريکا، افغانستان او پاکستان تر منځ د افغان سولې په څلور اړخيز ناستو کې د پاکستانيو چارواکو ژمنې هيرې کړي وي چې د مذاکرې ميز ته د وسله والو طالبانو د راوستلو لپاره يې کړې وې او اوس ترې په شا شوی دی؟ دا ټول د پاکستان په رضالت او دوه مخي توب دلالت نه کوي؟ او همداشان د پاکستان د ملي امنيت مشاور ناصر جنجوعه دا هم ويلي چې هغوي د افغانانو سره خپل کور او دسترخوان ويشلى او د افغان کډوالو له امله يې اقتصاد ته د اربونو روپو زيان رسيدلى. دلته هم بايد د ناصر جنجوعه په شمول د پاکستان هر يو چارواکی افغانانو ته دا پيغور ورنکړي چې ګويا پاکستان افغانانو ته پناه ورکړې او د افغان کډوالو پر سر پاکستان زيان ليدلی دی. اصلاً پاکستان خو په افغان کډوالو خپلې دښتې آبادې کړې، پاکستان خو د افغان کډوالو ته د پناه ورکولو په نوم له نړيوالو په اربونو ډالر مرستې ترلاسه کړې، دوی خو زمونږ له کډوالو منفي ګټه واخيستله، په پاکستان کې له ميشتو افغان کډوالو يې د افغانستان د خوګې ګوتې په توګه ګټه واخيستله، پاکستان خو تل له افغان کډوالو په افغان دولت د فشار د آلې په توګه ګټه پورته کړې ده، زمونږ له همدغو کډوالو يې د خپلو استخباراتي ګټو په ترلاسه کولو کې استفاده وکړله. نو بيا په کومو سترګو ښاغلی جنجوعه وايې چې افغان کډوالو د پاکستان اقتصاد ته په اربونو روپو زيان اړولی دی؟ که جنجوعه په حقيقت سترګې پټې نه کړي او په خپل ګريوان کې سر ښکته کړي نو ور په یاد به شي چې همدغه افغانان و چې پاکستان يې اوسني حد ته راورسولو او همدغه افغان کډوال دي چې تاسې يې پر سر اوس هم له نړيوالې ټولنې د کډوالو ته د پناه ورکولو په نامه په ميلونو ډالر ترلاسه کوئ. لیکنه : خوشحال آصفي
Read 1368 times

Leave a comment

Make sure you enter all the required information, indicated by an asterisk (*). HTML code is not allowed.

مجله

  • معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي!
    معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي! په افغانستان کې پر تنظیمونو د واک او څوکیو د ويش دود به کله پای ته رسيږي؟! هر وزارت کې چې نوی وزير وټاکل شي لومړی کار يې دا دی، چې د خپل تنظیم او قوم خلک ځای پر ځای کړي. راځم اصل مطلب ته او هغه د هېواد د…
  • د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه
    د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه – د پاکستان د وګړو شمېر ۲۰۴ میلیونه ۹۲۴ زره دی، د هندوستان د وګړو شمېر ۱ میلیارد ۲۸۱ میلیونه ۹۳۵ زره دی، – د پاکستان بشري ځواک ۹۵ میلیونه دی، د هندوستان ۶۱۶ میلیونه دی، – د پاکستان ۷۵ میلیونه ۳۲۵ زره کسان خدمت ته برابر دي، د هندوستان…
  • افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې
    افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ درېیمه ناسته کابو دوې مياشتې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې وشوه. له دغې ناستې وروسته د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر سر د اختلاف له امله د لنډ مهال لپاره خبرې وځنډېدې. که څه هم دغه ځنډ له…
  • شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند
    شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند اشتراک کننده گان يک نشست، کميسيون مستقل حقوق بشر افغانستان را به انحصار و قوم گرايى متهم مى کنند و مى گويند که حدود ٧٠ درصد افراد شامل فهرست واجدين شرايط عضويت اين کميسيون، مربوط به يک قوم مى باشند. آنها خواستار لغو کميته اى مى باشند که اين فهرست…
  • ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن
    ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن د روسیې په پلازمینه مسکو کې د افغان سولې په تړاو نړیواله غونډه ترسره شو؛ په غونډه کې د طالبانو د استازو او د سولې عالي شورا د نمایندګانو په ګډون د ۱۱ هیوادونو چارواکو ګډون درلوده. له اټکل سره سم، طالبانو له دې غونډې ابزاري استفاده وکړه او د…
  • اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله
    اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله د افغانستان د حرب اسلامي ګوند د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته یوه طرح وسپارله. د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له کمیشنرانو سره یوځای یوې خبري غونډې ته وویل، دا طرحه…
  • خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي
    خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي د يادو ټولو بريدونو مسوليت ترهګرو پر خپله غاړه اخيستی، دا حملات په کورنۍ او نړيواله کچه وغندل شول. پاکستان، ترکيه، سعودي او اروپايې ټولنه هغه مراجع دي چې په دغو بريدونو کې ځان له افغانانو سره په غم کې شريک بللی، خو ايران بيا پرته له دې چې د…

بـیـې او نرخـونه