د لوی غر د ادارې خبرتیا!!! د لوی غر ویبپاڼه د پر مختللو کمپیوټري پروګرامونو پر مټ تاسې ته د نورو خبري سرچینو څخه شېبه په شېبه تازه خبرونه په خپلکاره )اوتوماتیک) ډول چمتو کوي. د خبر سموالی او کره والی د خبر سرچینې پورې تړاو لري ، د لوی غر ویبپاڼه یې هیڅ ډول مسؤولیت په غاړه نه اخلي
چهارشنبه, 28 مرداد 1394 21:33

Copy of ویکی لیکس ۶۰ زره نور سندونه هم افشا کړل

Rate this item
(1 Vote)

د ويكي ليكس انټرنيټي سايټ چې په ۲۰۱۰ كال كې د امريكا د متحدو ايالتونو د ډيپلوماټيكي مكتوبونو او نورو معلوماتو په خپرولو سره يې د نړۍ د اجندا په سر كې ځاى نيولى وو دا دى يو ځل بيا يې ۶۰ زره پټ اسناد خپاره كړل.


ويل كيږي چې ددې اسنادو ډېرى برخه د سعودي عربستان د هېواد پورې اړه لري چې د امريكا په ګډون د سيمې او نړۍ د مشرانو ته ډيپلوماټيك مكتوبونو ليږلي دي.


پدې اسناندو كې داسې ډېر جزييات شته دى چې كېداى شي د سعودي عربستان هېواد ته سرخوږى رامنځته كړي.


په يو زيات شمېر اسنادو كې، په منځني ختيځ كې دايران د پراختيا په حال كې د رول له امله د سعودي عربستان اندېښنې انعكاس شوي دي. د رياض چارواكو د امريكا د سفارت سره په ډپيلوماټيكو ليكنو كې په يمن، لبنان، سوريې او حتى غزه كې د ايران د دولت د رول له امله ناراحتي ښودل كيږي.


د بېلګې په ډول په ايران كې د سعودي عربستان ډيپلوماټيك كار كوونكي د نوموړي هېواد د دولت پر وړاندې په ټولنيزو شبكو كې عصيان ته د لمن وهلو نه بحث كوي. په يو بل سند كې په خرطوم كې د سعودي عربستان سفارت د يو راپور له مخې ليكلي دي چې ايران د سوډان هېواد سره د وسلې مرسته كوي. همداراز يو شمېر سعودي ډيپلوماټان رياض ته توصيه كوي چې د ايران د دولت مخالفينو ته پېسې، رشوت او ډالۍ وركړل شي تر څو تقويه شي.


د ويكي ليكس د سايټ كار كوونكو څرګنده كړه چې ددې اسنادو د خپرولو موخه په سيمه كې د يو سلطنتي ديكتاتورۍ د كړنو نه د پردې پورته كول دي. د ويكي ليكس سايټ ددې اسنادو د سرچينې په اړه څه نه دي ويلي خو په يو راپور كې يې ليكلي دي چې دا اسناد د `` يمن د سايبري اوردو`` لخوا د سايبري عملياتو په ترڅ كې ترلاسه شوي دي.


د سعودي عربستان د بهرنيو چارو د وزارت سرچينو دا اسناد رد كړي نه دي. ددې سره يې د خپلو هېوادوالو نه غوښتنه كړې ده چې كيداى پكې ځينې جعلي اسناد هم شامل وي. ددې امله دې په ټولنيزو شبكو كې د خپرولو نه ډډه وكړي.
د بله پلوه د ايران حكومت تر اوسه پورې په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي كړي.

Read 6419 times

Leave a comment

Make sure you enter all the required information, indicated by an asterisk (*). HTML code is not allowed.

مجله

  • معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي!
    معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي! په افغانستان کې پر تنظیمونو د واک او څوکیو د ويش دود به کله پای ته رسيږي؟! هر وزارت کې چې نوی وزير وټاکل شي لومړی کار يې دا دی، چې د خپل تنظیم او قوم خلک ځای پر ځای کړي. راځم اصل مطلب ته او هغه د هېواد د…
  • د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه
    د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه – د پاکستان د وګړو شمېر ۲۰۴ میلیونه ۹۲۴ زره دی، د هندوستان د وګړو شمېر ۱ میلیارد ۲۸۱ میلیونه ۹۳۵ زره دی، – د پاکستان بشري ځواک ۹۵ میلیونه دی، د هندوستان ۶۱۶ میلیونه دی، – د پاکستان ۷۵ میلیونه ۳۲۵ زره کسان خدمت ته برابر دي، د هندوستان…
  • افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې
    افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ درېیمه ناسته کابو دوې مياشتې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې وشوه. له دغې ناستې وروسته د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر سر د اختلاف له امله د لنډ مهال لپاره خبرې وځنډېدې. که څه هم دغه ځنډ له…
  • شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند
    شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند اشتراک کننده گان يک نشست، کميسيون مستقل حقوق بشر افغانستان را به انحصار و قوم گرايى متهم مى کنند و مى گويند که حدود ٧٠ درصد افراد شامل فهرست واجدين شرايط عضويت اين کميسيون، مربوط به يک قوم مى باشند. آنها خواستار لغو کميته اى مى باشند که اين فهرست…
  • ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن
    ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن د روسیې په پلازمینه مسکو کې د افغان سولې په تړاو نړیواله غونډه ترسره شو؛ په غونډه کې د طالبانو د استازو او د سولې عالي شورا د نمایندګانو په ګډون د ۱۱ هیوادونو چارواکو ګډون درلوده. له اټکل سره سم، طالبانو له دې غونډې ابزاري استفاده وکړه او د…
  • اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله
    اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله د افغانستان د حرب اسلامي ګوند د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته یوه طرح وسپارله. د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له کمیشنرانو سره یوځای یوې خبري غونډې ته وویل، دا طرحه…
  • خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي
    خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي د يادو ټولو بريدونو مسوليت ترهګرو پر خپله غاړه اخيستی، دا حملات په کورنۍ او نړيواله کچه وغندل شول. پاکستان، ترکيه، سعودي او اروپايې ټولنه هغه مراجع دي چې په دغو بريدونو کې ځان له افغانانو سره په غم کې شريک بللی، خو ايران بيا پرته له دې چې د…

بـیـې او نرخـونه