د لوی غر د ادارې خبرتیا!!! د لوی غر ویبپاڼه د پر مختللو کمپیوټري پروګرامونو پر مټ تاسې ته د نورو خبري سرچینو څخه شېبه په شېبه تازه خبرونه په خپلکاره )اوتوماتیک) ډول چمتو کوي. د خبر سموالی او کره والی د خبر سرچینې پورې تړاو لري ، د لوی غر ویبپاڼه یې هیڅ ډول مسؤولیت په غاړه نه اخلي
شنبه, 22 آبان 1395 16:47

د حكمتيار له لوري د امريكا نوي منتخب جمهور رئيس ته پرانيستى ليك

Rate this item
(1 Vote)

ښاغلى ډونالډ ټرمپ د امريكا نوى منتخب جمهور رئيس!

 

د افغان ولس په استازيتوب د افغانستان د وضعيت په اړە ځيني دردوونكي حقائق ستاسو په وړاندي ږدم، په دې هيله چي د امريكا د تاريخ تر ټولو اوږدې، خونړۍ او بدمرغي جگړي په اړە د داسي پرېكړي او اقدام پر كولو بريالى شئ چي ستا دوه مخكني سيالان؛ جورج بوش او باراك اوباما ونه توانېدل دا افتخار ترلاسه كړي. دوى تاسو او د امريكا ولس ته داسي بدمرغه جگړە په ميراث پرېښوده چي تر 15 كاله زيات ئې دوام وكړ، په ترڅ كي ئې نږدې درې لكه مظلوم افغانان په شهادت رسېدلي، تر دوه مليونه زيات افغانان هجرت او خپل كور كلي پرېښودو ته اړ شوي، تر پنځوس زره زياتو ناټو سرتېرو ته مرگ ژوبله اوښتې، تر يو نيم ټريليون زيات لگښت پرې راغلى!! او لا معلومه نه ده چي تر كله به دوام كوي!! په دې اړە څو عرائض لرم:

 

افغانان دا هيله لري چي په سپيني ماڼۍ كي د اوباما او بش پر ځاى تاسو د يوه داسي جمهور رئيس په توگه وگوري چي هم افغانان او هم امريكايان له دې بد مرغي او خونړۍ جگړي وژغوري.

 

د افغانستان د جگړي له دوام امريكا ته هيڅ گټه نه رسېږي، له خپلو جنرالانو وپوښتئ چي په تېرو 15 كلونو كي ئې له دې اوږدې جگړي لاسته راوړنه څه وه؟! آيا له مالي او ځاني تلفاتو پرته ئې كوم څه ترلاسه كړي؟!! هيڅ هوښيار سياستوال او هيڅ پوه جنرال په داسي تگلاري اصرار او ټينگار نه كوي چي په پنځلسو كلونو كي هيڅ مثبته نتيجه ترلاسه نه كړي، له مرگ، ژوبلي، ورانيو، تابوتونو، نه جبرانېدونكو مالي او ځاني تلفاتو او لگښتونو پرته بله نتيجه ونه لري. حقيقت دا دئ چي بهرني ځواكونه افغانان وژلى شي خو ايل كولى ئې نشي، جنگ اوږدولى شي خو گټلى ئې نشي، يو وړوكى منفور او د ملت له لورى رټل شوى ټولگى د لنډي مودې لپاره د قدرت پر گدۍ كښېنولى شي خو د تل لپاره ئې هيڅكله په قدرت كي نشي ساتلى. روانه پنځلس كلنه جگړە او تر دې وړاندي د شوروي ځواكونو يرغل همدا حقائق زموږ مخي ته ږدي.

 

خپل فوځونه له افغانستان وباسئ، افغانان پرېږدئ خپلي ستونزي په خپله حل كړي او خپل برخليك په خپله وټاكي، پرېږدئ افغانان هم د انتخاباتو له لاري د پرديو له مداخلت او لاسوهني پرته؛ د خپلي خوښي مشران غوره كړي او د خپلي عقيدې په رڼا كي خپل نظام او حكومت ولري.

 

دا جنگ گټونكى نه لري، بايلونكي او قربانيان ئې يا مظلوم افغانان دي او يا هغه امريكايان چي بچيان ئې په دې تحميلي، بې گټي او بې حاصلي جگړي كي مري.

 

افغانان تروريستان نه دي، نه ئې د يولسم ستمبر په پېښو كي لاس وو او نه له افغانستان بهر په بلي داسي پېښي كي. دلته ستاسو وسله والو ځواكونو تروريستان نه دي وژلي، بې وزلي او مظلوم افغانان ئې وژلي، د دوى د وژنو يوه بېلگه د كندز خونړۍ پېښه وه، ستا د انتخاباتي كمپاين په ورځو كي او د نومبر مياشتي په درېيمي شپې، د ناټو او افغان دولت گډو ځواكونو د كندز ښار په يوې سيمي كي د دې لپاره عمليات وكړل چي دلته څو وسله وال ننوتي، پر يوه كور ئې بريد وكړ، د كور له منځه كلك مقاومت وشو، جگړہ ونښته، په ترڅ كي ئې څلورو امريكايانو ته مرگ ژوبله واوښته، گډ ځواكونه په شا شول، خپل مړي او ژوبل ئې له سيمي وايستل، ورپسې امريكايي جهازونه راغلل او پر كلي ئې دومره بمونه او راكټونه وورول چي تر پنځوس زيات كورونه ونړېدل، دري دېرش بې وزلي او مظلوم كليوال چي ډېرى ئې ښځي او ماشومان ول په شهادت ورسېدل او په لسگونو نور ژوبل او تر ورانو دېوالونو او چتونو لاندي شول. همدا د افغانستان د رواني جگړي د ټولو پېښو يوه بېلگه ده او د دې جگړي حقيقي انځور وړاندي كوي، په هري پېښي كي اصلي قربانيان عام وگړي دي.

 

موږ نه غواړو هېواد مو د نيابتي جگړو ډگر او د تروريستي ډلو پناه ځى وي، نه په خپل هېواد كي جگړە غواړو او نه د سيمي په نورو هېوادو كي، جگړە پر موږ تحميل شوې، لومړى د شوروي ځواكونو له لوري او بيا د ناټو او د ناټو د سيمه ييزو ملگرو له لوري. موږ بهر ته جنگيالي نه دي لېږلي، نور زموږ هېواد ته راغلي او له موږ سره جنگېدلي، كه چا افغانان بهر ته د جنگونو لپاره لېږلي هغو دا كار كړى چي تاسو هغوى ته د همكارانو او ملگرو په سترگه گورئ، د افغانستان، عراق او سوريې په جنگ كي ئې خپل ملگري گڼئ!!

 

د بش او اوباما غلطو سياستونو ايران ته دا موقع وركړە چي د افغانستان، عراق، سوريې، لبنان او يمن په كورنيو چارو كي پراخي لاسوهني وكړي، افغان مهاجرين او د ايران پلوه افغاني ډلو جنگيالي عراق او سوريې ته د جنگ لپاره ولېږي، په حقيقت كي جورج بش افغانستان او عراق د ايران لپاره فتح كړي، نن د كابل په حكومت كي د ايران پلو ډلو نفوذ دومره پراخ دئ چي كه تهران افغانستان د خپل فوځ په زور اشغال كړى وى نو دومره واك او نفوذ به ئې نه وو په برخه شوى!! عراق اوس د ايراني فوځ د جگړو ډگر دئ او بغداد د ايران يوه اډە.

 

د امريكا په څېر له يوه ستر نظامي او اقتصادي ځواك سره دا نه ښايي چي د افغانانو په څېر مظلوم، جنگ ځپلي او بې وزلي ولس سره خپل زور وآزمويي. كه هرومرو د خپل زور آزمويلو شوق پوره كوي نو له خپل سيال سره دې وآزمويي.

 

هغه نه ستاسو دوستان دي او نه د افغانانو چي له تاسو غواړي د جگړي د مزيد دوام لپاره ستاسو ځواكونه لانور هم په افغانستان كي پاته شي او لانور زيات افغانان په خپلو وينو كي ورغړي، دوى نه خپل ملت ته ژمن دي او نه ستاسو دوستان، د خپل هوس بنده گان او د اقتدار وږي دي، له هر يرغلگر سره د ملگرتيا توره سابقه لري. دوى هغه دي چي د جنگ له كبله د پرېمانه شتمنيو خاوندان شوي، جنگ مجلل قصرونه وركړي، اشرافي ژوند، زمكي، باغونه، ښار گوټي، آخرين ماډل موټري، په بهرنيو بانكونو كي بې شمېره پانگي ئې په برخه شوي، جنگ د اقتدار پر كرسۍ كښېنولي او د پرديو د مټو په زور پر افغانانو د تل لپاره د حكومت كولو خوبونه گوري. كومي مرستي چي متحده ايالاتو له افغانستان سره كړې دي %85 سلنه ئې يا د امريكايي جنرالانو او يا د دوى د همدغو افغانی غلو ملگرو په جيبونو كي پرېوتې دي.

 

په افغانستان او سيمي كي د سولي د تأمين يوازينۍ لار دا ده چي هم تاسو خپل ځواكونه له افغانستان وباسئ او هم د افغانستان هغه گاونډيان له لاسوهنو منع كړئ چي په دې جنگ كي لوى لاس لري او پر دوام ئې پانگوني كوي؛ افغانانو ته موقع وركړئ چي د بين الافغاني تفاهم له لاري بحران ته مناسب او عملي حل ولټوي، د هغوى د توافق ملاتړ وكړئ. كه بهرني ځواكونه د افغانانو له مزيد ځورولو او وژلو او د افغانستان له ورانولو لاس واخلي، خپلي گټي د افغانستان د جنگ له دوام سره غوټه نه كړي، له وران او جنگ ځپلي افغانستان د خپلو سياسي، نظامي او اقتصادي رقابتونو دائمي ډگر جوړ نه كړي، خپلي جگړي افغانستان ته راانتقال نه كړي، د افغانانو له فقر او د افغانستان په ماركيټ كي د جنگياليو له وړيا بيعي په استفادې سره اجير جنگيالي د خپلو گټو لپاره او د افغانانو په خلاف ونه جنگوي، سوريې، عراق او نورو هېوادو ته ئې د جنگ لپاره ونه لېږي... نو يقيناً چي هم به د افغانستان روانه جگړە پاى ته ورسېږي او هم به په سيمي كي امنيت تأمين شي.

 

حكمتيار

 

 

11/11/2016

Read 1004 times

Leave a comment

Make sure you enter all the required information, indicated by an asterisk (*). HTML code is not allowed.

مجله

  • معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي!
    معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي! په افغانستان کې پر تنظیمونو د واک او څوکیو د ويش دود به کله پای ته رسيږي؟! هر وزارت کې چې نوی وزير وټاکل شي لومړی کار يې دا دی، چې د خپل تنظیم او قوم خلک ځای پر ځای کړي. راځم اصل مطلب ته او هغه د هېواد د…
  • د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه
    د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه – د پاکستان د وګړو شمېر ۲۰۴ میلیونه ۹۲۴ زره دی، د هندوستان د وګړو شمېر ۱ میلیارد ۲۸۱ میلیونه ۹۳۵ زره دی، – د پاکستان بشري ځواک ۹۵ میلیونه دی، د هندوستان ۶۱۶ میلیونه دی، – د پاکستان ۷۵ میلیونه ۳۲۵ زره کسان خدمت ته برابر دي، د هندوستان…
  • افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې
    افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ درېیمه ناسته کابو دوې مياشتې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې وشوه. له دغې ناستې وروسته د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر سر د اختلاف له امله د لنډ مهال لپاره خبرې وځنډېدې. که څه هم دغه ځنډ له…
  • شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند
    شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند اشتراک کننده گان يک نشست، کميسيون مستقل حقوق بشر افغانستان را به انحصار و قوم گرايى متهم مى کنند و مى گويند که حدود ٧٠ درصد افراد شامل فهرست واجدين شرايط عضويت اين کميسيون، مربوط به يک قوم مى باشند. آنها خواستار لغو کميته اى مى باشند که اين فهرست…
  • ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن
    ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن د روسیې په پلازمینه مسکو کې د افغان سولې په تړاو نړیواله غونډه ترسره شو؛ په غونډه کې د طالبانو د استازو او د سولې عالي شورا د نمایندګانو په ګډون د ۱۱ هیوادونو چارواکو ګډون درلوده. له اټکل سره سم، طالبانو له دې غونډې ابزاري استفاده وکړه او د…
  • اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله
    اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله د افغانستان د حرب اسلامي ګوند د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته یوه طرح وسپارله. د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له کمیشنرانو سره یوځای یوې خبري غونډې ته وویل، دا طرحه…
  • خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي
    خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي د يادو ټولو بريدونو مسوليت ترهګرو پر خپله غاړه اخيستی، دا حملات په کورنۍ او نړيواله کچه وغندل شول. پاکستان، ترکيه، سعودي او اروپايې ټولنه هغه مراجع دي چې په دغو بريدونو کې ځان له افغانانو سره په غم کې شريک بللی، خو ايران بيا پرته له دې چې د…

بـیـې او نرخـونه