د لوی غر د ادارې خبرتیا!!! د لوی غر ویبپاڼه د پر مختللو کمپیوټري پروګرامونو پر مټ تاسې ته د نورو خبري سرچینو څخه شېبه په شېبه تازه خبرونه په خپلکاره )اوتوماتیک) ډول چمتو کوي. د خبر سموالی او کره والی د خبر سرچینې پورې تړاو لري ، د لوی غر ویبپاڼه یې هیڅ ډول مسؤولیت په غاړه نه اخلي
چهارشنبه, 08 دی 1395 19:17

ولسمشر له پکتياوالو سره کړې ژمنې ، نه دي عملي کړي

Rate this item
(0 votes)

اسدالله غيرت -  د ولسمشريزو ټاکنو پر وخت هر نوماند کوښښ کاوه چې ، له ولسونو سره د امنيت په ټينګښت ، بيارغونه ، بډايه اقتصاد ، د فساد د لامينځه وړلو ، ښې حکومتوالۍ او يو شمير نورو برخو کې ژمنې ترسره کړي ، چې همداسې وشول ، هر نوماند په خپلو کمپاينونو کې له خلکو سره په درجنو وعدې وکړې ، چې له ډلې يې يو هم د هېواد ولسمشر اشرف غني و .

ولسمشر محمداشرف غني د هېواد د نورو ولايتونو له وګړو سره د کړو ژمنو تر څنګ ، د لويې پکتيا ، په ځانګړي ډول د پکتيا له ولسونو سره د يوې لويې غونډې پر مهال په لسګونو ژمنې تکرار او د کاغذ پر مخ ولېکلې ، خو له بده مرغه چې ، واک ته له رسيدو څخه تر نن ورځې پورې يې د کړو وعدو له ډلې يوه هم پوره نه کړای شوه .

د ژمنو سره سم ، د ټاکنو په ورځ د لويې پکتيا هر بچي په سختو امنيتي شرايطو کې ، خپلو هيلو ته د رسيدو په موخه او د ولسمشر محمداشرف غني د بريا په ارمان رايې وکارولې ، چې بلاخره غني يې تر ارګه ورساوه ، خو په ډير افسوس سره بايد ووايو چې ولسمشر غني د لويې پکتيا پر وګړو هغه متل پلی کړ چې ( يار تر کوڅې تېر که ، مخ يې هير که ) بلې ، همداسې وشول ، غني په ارګ کې مصروف شو ، خو د پکتيا ولسونه يې هماغسې د ناهيليو او دربدريو په کنده کې پريښول .

ولسمشر غني واک ته له رسيدو تر نن ورځې پورې د هېواد په بېلا بيلو ولايتونو کې د لويو او وړو پروژو پرانستې وکړې ، خو د پکتيا د مچلغو بند يې هماغسې په دربدرۍ کې پريښود ، نه خو يې د ياد بند په اړه تراوسه کوم اقدام وکړ او نه يې ددې بند د جوړولو ژمنه بيا تکرار کړه . د څمکنيو او جانې خيلو ، زرمت او اريوب ځاځيو هغه سرکونه چې ، ژمنې يې ترسره شوې وې ، اوس يې هم ولسونه د بد وضعيت له امله ځوريږي ، خو بدبختانه چې د ولسونه دغه هيله تراوسه هم پوره نشوه .

ولسمشر غني د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال له پکتيا والو سره ژمنه کړې وه چې ، په پکتيا کې به د ښې حکومتوالۍ بنسټ جوړوي ، د اداري فساد مخه به ډب کوي او کار به اهل کار ته سپاري ، خو له بده مرغه چې اوسمهال په پکتيا کې په لسګونو رياستونه ، يو شمير ولسوالۍ او نورې ادارې د سرپرستانو لخوا اداره کيږي ، چې دې کار د ولسونو او حکومت تر منځ د فاصلې زياتوالې ته لاره هواره کړې ده .

تر ټولو د افسوس وړ خبره خو لا دا چې ، ولسمشر غني د پکتيا په استازيتوب هغه يو څو کسان چې په غله او فساد کې تر ستونې غرق دي ، له ځانه چاپير کړي دي ، نوموړي کسان سيوا له دې چې په رياستونو او نورو ادارو کې د فساد په موخه خپل کسان وګماري ، د هيڅ پکتياوال درد نه دی پرې دوا شوی .

په پای کې ولسمشر بايد له پکتياوالو سره ترسره شوو ژمنو ته د عمل جامه ورکړي ، تر څو د پکتيا په ولسونو کې له لاسه ورکړی باور بيرته لاس ته راوړي او او په خپل چاپيريال کې د هغو پکتياوالو مخه ډب کړي ، کوم چې له ولسمشر څخه د پکتياوالو په نوم حقوق ترلاسه کوي او په خپله يې خوري .

 

پای

Read 554 times

Leave a comment

Make sure you enter all the required information, indicated by an asterisk (*). HTML code is not allowed.

مجله

  • معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي!
    معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي! په افغانستان کې پر تنظیمونو د واک او څوکیو د ويش دود به کله پای ته رسيږي؟! هر وزارت کې چې نوی وزير وټاکل شي لومړی کار يې دا دی، چې د خپل تنظیم او قوم خلک ځای پر ځای کړي. راځم اصل مطلب ته او هغه د هېواد د…
  • د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه
    د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه – د پاکستان د وګړو شمېر ۲۰۴ میلیونه ۹۲۴ زره دی، د هندوستان د وګړو شمېر ۱ میلیارد ۲۸۱ میلیونه ۹۳۵ زره دی، – د پاکستان بشري ځواک ۹۵ میلیونه دی، د هندوستان ۶۱۶ میلیونه دی، – د پاکستان ۷۵ میلیونه ۳۲۵ زره کسان خدمت ته برابر دي، د هندوستان…
  • افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې
    افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ درېیمه ناسته کابو دوې مياشتې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې وشوه. له دغې ناستې وروسته د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر سر د اختلاف له امله د لنډ مهال لپاره خبرې وځنډېدې. که څه هم دغه ځنډ له…
  • شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند
    شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند اشتراک کننده گان يک نشست، کميسيون مستقل حقوق بشر افغانستان را به انحصار و قوم گرايى متهم مى کنند و مى گويند که حدود ٧٠ درصد افراد شامل فهرست واجدين شرايط عضويت اين کميسيون، مربوط به يک قوم مى باشند. آنها خواستار لغو کميته اى مى باشند که اين فهرست…
  • ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن
    ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن د روسیې په پلازمینه مسکو کې د افغان سولې په تړاو نړیواله غونډه ترسره شو؛ په غونډه کې د طالبانو د استازو او د سولې عالي شورا د نمایندګانو په ګډون د ۱۱ هیوادونو چارواکو ګډون درلوده. له اټکل سره سم، طالبانو له دې غونډې ابزاري استفاده وکړه او د…
  • اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله
    اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله د افغانستان د حرب اسلامي ګوند د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته یوه طرح وسپارله. د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له کمیشنرانو سره یوځای یوې خبري غونډې ته وویل، دا طرحه…
  • خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي
    خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي د يادو ټولو بريدونو مسوليت ترهګرو پر خپله غاړه اخيستی، دا حملات په کورنۍ او نړيواله کچه وغندل شول. پاکستان، ترکيه، سعودي او اروپايې ټولنه هغه مراجع دي چې په دغو بريدونو کې ځان له افغانانو سره په غم کې شريک بللی، خو ايران بيا پرته له دې چې د…

بـیـې او نرخـونه