د لوی غر د ادارې خبرتیا!!! د لوی غر ویبپاڼه د پر مختللو کمپیوټري پروګرامونو پر مټ تاسې ته د نورو خبري سرچینو څخه شېبه په شېبه تازه خبرونه په خپلکاره )اوتوماتیک) ډول چمتو کوي. د خبر سموالی او کره والی د خبر سرچینې پورې تړاو لري ، د لوی غر ویبپاڼه یې هیڅ ډول مسؤولیت په غاړه نه اخلي
چهارشنبه, 20 ارديبهشت 1396 15:13

له تکړه او با احساسه وکیلې آغلې آرين يون سره د ژمن مرکه

Rate this item
(0 votes)

ژمن : د ملي وحدت حکومت څه کم يو کلن سير څنګه ارزوئ؟

يون: زه فکر کوم دا د افغانستان لپاره يو پلان شوی کار وو، کله چې د کرزي دوره ختمه شوه او بالاخره انتخابات ترسره شول او ټولې نړۍ ته معلومه شوه چې دوی ادعاوې وکړې چې انتخاباتو کې مشکلات دي او تقلب شوی دی، نو ناظرين راغلل ټولې رايې يې بيا وکتلې،خو نړيوالې ټولنې دا هم کولی شول چې له افغانانو سره مرسته وکړي او دلته يو قوي نظام او ښه حکومت رامنځته کړي،مګر بدبختانه دوی يو دوه سری حکومت جوړ کړ چې اوس يې يو يوې خواته کش کوي او بل بلې خواته کش کوي او نتيجه يې هم هماغه صفر شي ، خپلو کې د چوکيو د ويش پر سر نښتي دي سياسي وضعه، اقتصادي وضعه او امنيتي وضعه ورځ په ورځ خرابيږي يعنې دا يو پلان شوی کار وو د ملي وحدت په نوم حکومت چې د اساسي قانون خلاف دی جوړ شو چې په اساسي قانون کې داسې څه هيڅ نشته او داسې هرج او مرج يې جوړ کړو چې نتيجه يې اوس مونږ ټول ولس ګورو په ځای ددې چې افغانستان مخ پر وړاندې ولاړ شي مخ په شا روان دی.

ژمن : اوسني ولسمشر چې له ولس سره کومې ژمنې کړې وې څومره يې عملي کړي دي او ولس ته يې څه ورکړي دي؟

يون : له ولس سره ژمنې هغه وخت عملي کيدی شوې چې واقعاً يو سم حکومت رامنځته شوی وو،يو ولسمشر وی او د انتخاباتو نتيجه سمه اعلان شوی وی خو اوس حکومت دوه سری دی هر يو خپله خوښه کوي ژمنې نه دي پوره شوي مثلاً ولسمشر ويلي وو چې هيڅکله به سهامي شرکت جوړ نه کړي خو برخلاف اوس سهامي شرکت شو هر چاته يې خپل سهم ورکړ هر يو خپل د خوښې کس راولي او چوکۍ ورکوي هغه که تخصص ولري او که نه ولسمشر ويلي وو چې زه به مسلکي کسان راولم خو داسې ونشوه،ده ويلي وو زه به د فساد مخه ونيسم خو داسې هم ونشول ده چې کومې ژمنې له ولس سره کړې وې او اوس ګورو نو دده د ژمنو برعکس کړنې دده په حکومت کې روانې دې،پر ځای دده چې خپلې ژمنې تطبيق کړي برعکس کارونه يې کوي.

ژمن : د سولې روانو خبرو ته څومره هيله من ياست، آيا په دواړو خواوو کې رښتونې اراده وينئ،افغان حکومت امريکايان او طالبان سولې ته ژمن بولئ؟

يون : تر اوسه پورې چې د سولې پروسه د کرزي د وخت نه راروانه وه فکر کوم نتيجه يې سمه نه وه،ځکه چې د ولسمشر کرزي په وخت کې د سولې د عالي شورا رهبري له هغو خلکو سره وه چې يو وخت له طالبانو سره په جنګ کې وو، د هغوی په وجود کې هيڅکله سوله نه شوه راتلی،ولسمشر کرزي هغه کسان د سولې لپاره مخکې کړي وو چې د طالبانو لپاره د منلو وړ نه وو،سوله هغه وخت راتلی شي چې داسې کسان منځکړيتوب وکړي چې بې طرفه اوسي او يا هم د دواړو خواوو لپاره د منلو وړ اوسي، او اوس چې د سولې کومه پروسه روانه ده نو ولس هم غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي ځکه چې خلک له جګړې نه ستړي شوي دي سولې ته ډير ليواله دي خو بايد ووايو چې پاکستان په دې پروسه کې ډير مهم رول لوبولی شي خو که چيرې د پخوا غوندې دوه مخی سياست ولوبوي او په واقعي ډول د سولې په پروسه کې د افغانانو سره صادقانه رول ونه لوبوي نو دا پروسه به هيڅ نتيجه ورنکړي،خو که اوس وګورو نسبت تيرو کلونو ته پروسه اوس جدي شوې ده فکر کوم چې په پاکستان به هم فشار زيات وي او امريکايآن هم په ظاهره وايي چې مونږ ددې خبرو نظارت کوو او طرفدار يې يو غواړو چې افغانستان کې سوله راشي خو بيا هم که د دواړو خواوو ترمنځ صداقت موجود نه وي نو دا خبرې به هم نتيجه ورنکړي مونږ بيا هم غواړو چې واقعي استازي هم د حکومت چې صلاحيت ولري او هم د طالبانو واقعي استازي سره کښيني او دې ستونزو ته د پای ټکی کيږدي او افغانستان کې نوره سوله راشي ځکه خلک نور له جنګونو ستړي دي او د ولس يواځنۍ غوښتنه هم له حکومت نه همدا ده چې افغانستان ته سوله راولي او جنګونه ختم شي.

ژمن : طالبان وايي چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته له افغان حکومت سره خبرې کوي،او راتلونکي حکومت کې د هيڅ اړخ محرومول نه غواړي پداسې حال کې چې د افغان حکومت او امريکا ترمنځ امنيتي تړون امضا شوی، او ښايي امريکايان او نور بهرني وسلوال له افغانستان څخه ژر ونه ووځي پداسې حال کې تاسو د جوړ جاړي کومه طرحه وينئ او که نه جګړه به دوام لري؟

يون : طالبان چې وايي بهرنيان دې ووځي بيا سوله کوو خو اوس داسې نه ده فکر کوم اوس ددوی په نظر کې هم نرمښت راغلی دی،ځکه چې اوس خو هم امريکايان په افغانستان کې موجود دي مګر دوی مذاکراتو ته غاړه کښيښوده،او بله دا چې امريکايان به هم تر ډيره په افغانستان کې نه وي بلکې تر يوې ټاکلې مودې به دوی دلته اوسي،امريکايان وايي په افغانستان کې به زمونږ دومره عسکر پاتې شي چې يواځې زمونږ دسفارت ساتنه وکړي،خو بيا هم زمونږ له طالبانو ورونو نه دا غوښتنه ده چې دوی هم بايد په سياست کې دخيل شي ځکه په افغان حکومت او هم د هيواده بهر ډيری داسې کسان او کړۍ شته چې نه غواړي سوله راشي، کله چې د سولې خبرې شروع شي نو انتحار، انفجار،قتلونه او تښتول هم زښت ډير شي او ددې ټولو پړه بيا په طالبانو اچول کيږي نو فکر کوم ډيرې داسې کړۍ شته چې د سولې د هڅو د ناکامولو کوشش کوي،زه وايم که چيرې طالبان راشي او په حکومت کې ګډون وکړي او د سولې پروسه کاميابه شي نو ډيرې هغه مغرضې کړۍ چې غواړي افغانستان تجزيه او ټوټې ټوټې کړي او غواړي افغانستان له مينځه يوسي او يا هم د افغانستان ملي ګټو ته ژمن نه دي نو هغوی به هم مخ تورن پاتې شي او بالاخره به افغانستان د سولې هيواد شي ،هغه وړې وړې ستونزې چې د طالبانو په مخ کې پرتې دي او دوی په هغې ټينګار کوي بايد هغه پريږدي او د افغانستان لويو مسايلو ته فکر وکړي او ټول بايد فکر وکړي چې په سوله کې د افغانستان خير دی او که په دغه روان حالت کې نو که چيرته دغو مسايلو ته توجه وشي او شته ستونزې هوارې شي د دواړو طرفونو پيشنهادونه قبول شي د اساسي قانون د تغيرولو مسئلې به هم وي خو هر څه په قراره حل کيږي خو چې افغانستان کې سوله راشي.

ژمن : د هغو اشخاصو هدف څه شی دی چې د سولې خبرو کې خنډونه پيدا کوي؟

يون : دوی په تيرو ديارلسو کالو کې چور کړی د نامشروع لارو يې پيسې او جايدادونه پيدا کړي دي،قتلونه يې کړي د مخدره موادو قاچاق يې کړی،دوی هيڅکله نه غواړي چې افغانستان کې قانون حاکم شي او له دوی نه د ددوی د ناروا کړنو پوښتنه وشي،دوی په خارج کې په ملياردونه ډالره سرمايه ګزاري کړې ده که چيرته په افغانستان کې سوله راشي او قانون حاکم شي نو طبعاً به له دوی پوښتنه کيږي،ځکه دوی نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي او قانون حاکم شي.

ژمن : څه فکر کوئ چې د بشر د حقونو او ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو په نظر کې څه بدلون راغلی دی؟

يون : دا مطبوعاتي خبرې دي که په اوسني حکومت کې وګورو ډير داسې خلک شته چې د ښځو په پت او ابرو يې تيری کړی دی، ښه مثال يې په مکروريانو کې د ناهيد شهيد دی چې د شوری نظار ډلې له امله يې له پنځم منزل نه ځان وغورځاوه،همداسې د محقق ډلې او نورو په سلهاوو داسې فجايع رامنځته کړل چې هيڅ کله د يوې افغانې ښځې لپاره د منلو وړنه وو او نه به يې هير شي،نن همدا خلک د ښځو او بشر حقونو په برخه کې پړه پر طالبانو اچوي ما په سلهاوو ځله دا خبره کړې ده چې که طالبانو له ښوونځي منع کړو په کور يې کينولو خو پت او عزت خو مو خوندي وو، اما ددې اويايمه لسيزه کې چې دا غله په افغانستان حاکمان وو د هيڅ افغانې ښځې عزت او پت خوندي نه وو مګر نن په غټو څوکيو ناست دي او ځان د ښځو د حقونو مدافعين ګڼي،له طالبانو مې همدا غوښتنه ده چې راشي په حکومت کې ګډون وکړي، بله دا چې اوس د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو په نظر کې نرموالی راغلی دی پخوانی مفکوره نشته چې ويل کيدل به ښځه يا د کور ده يا د ګور، خو د اسلامي اصولو په چوکاټ کې افغانه ښځه کولی شي چې په هره برخه کې کار وکړي لکه سياسي برخه. اجتماعي برخه، اقتصادي برخه کې کولی شي چې کار وکړي، خو زه چې فکر کوم مطبوعات چې څومره دا خبره ښکته پورته کوي چې طالبان د بشر حقونو او ښځو د حقونو ناقضين ګڼي له دوی نه مخکې ډيرې داسې ډلې تيرې شوي چې ياد حقونه په سلګونه ځله تر پښو لاندې کړي دي او افغانان به يې هيڅ کله هم هير نکړي،د طالبانو له لوري د ښځو د حقونو د بشر د حقونو ستونزې حل دي افغان ښځې خپله له طالبانو غوښتنه کوي چې راشي او په حکومت کې ګډون وکړي نور بايد د چا اولاد يتيم نه شي، نور بايد ښځه کونډه نشي، دا حالت بايد نور په افغانستان کې ونه اوسي.

ژمن : په وروستيو کې په شمال کې د وسلو ويشل او د شخصي مليشو جوړول پيل شوي دي تاسو يې په اړه څه نظر لرئ؟

يون : د مليشو جوړولو نه مونږ ډيرې بدې خاطرې لرو، هغه درې سري چې دا پروسه يې شروع کړې محقق چې افغانانو ته دده څهره معلومه ده چې دی څومره لوی جنايتکار دی همداسې دوستم او عطامحمد نور داد افغانانوقاتلين دي،اوس خو واک د بل چا په لاس کې دی چې دوی داسې ګرځي دوی د خلکو په وينو ملياردونه ډالر پيدا کړل، دا درې هغه منفورې څهرې دي چې اوس يې په شمال کې ائتلاف کړی او دا صرف ددې په خاطر چې کله مونږ د شمال له خلکو پوښتنه کوو ددوی همدا جوړې شوې مليشې د خلکو په کورونو اوړي قتلونه کوي مخصوصاً د پښتانه په شمال کې دير ځوروي ، له نړيوالې ټولنې او افغان حکومت نه غواړو چې دداسې مليشو د جوړولو مخه ونيسي،ځکه دا د شخصي ګټو په خاطر جوړې شوي نه د ملي ګټو په خاطر، افغانان بيا د اويايمې لسيزې تکرار نه غواړي.

ژمن : دوستم، محقق او استاد عطا (د شمال څخه د دفاع) په نوم جبهه جوړه کړې ددوی دا کار څومره قانوني بولئ په داسې حال کې نا امني په ټول هيواد کې له تيرو ديارلسو کالو څخه شته جنوبي ولايتونه ختيځ ولايتونه له پخوا څخه ډير نا امنه دي خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي ؟

يون: ما هميشه دا خبره کړې ده عطا د حکومت والي دی محقق د اجراييوي رييس دوهم مرستيال دی او دوستم د جمهور رييس اول مرستيال دی دوی چې په کومو پوسټونو دي دا يوې منطقې لپاره نه دي بلکې د ټول افغانستان دي دوی بايد د ټول افغانستان نماينده ګي وکړي نه د يوې خاصې سيمې دوی هيڅکله د کنړ پوښتنه ونه کړه چې هلته جنګ شته يا نه،په برمل کې پاکستان بريدونه وکړل څو کيلو متره د افغانستان خاورې ته راننوتي وو مګر دې دريو قاتلينو هيڅکله هم ونه ويل چې د افغانستان خاوره په خطر کې ده مونږ بايد هلته لاړ شو مبارزه وکړو د پاکستان مقابل کې ودريږو او د خپلې خاورې دفاع وکړو،دوی درې سره په قوم بازۍ پسې دي ، په دې کار سره د افغانستان د قومونو ترمنځ بيلتون رامنځته کوي، او دا د قانون له مخې غير قانوني کار دی، دوی د حکومت کليدي اشخاص دي دوی بايد ددې پر ځای اردو تقويه کړي، دوی بايد د ټول افغانستان استازيتوب وکړي که د افغانستان په هر ځای کې جنګ وي دوی يې بايد استازيتوب وکړي نه داسې چې يواځې شمال مهم دی بلکې د ټول افغانستان په اړه فکر وکړي. د دوی داسې چټل ائتلافونه جوړول د افغانستان د ولس په خير نه دي،او افغان ولس نه غواړي چې بيا هغه تيرې ترخې تجربې تکرار شي او نه هم اوس خلک ددوی په څهرو غوليږي ځکه ولسونه پوه شوي دي.

ژمن: څه موده مخکې جان مککين ويلي وو چې امريکايان به په ۲۰۱۶ کال د خپلو پوځيانو په وتلو تجديد نظر وکړي،له دې خبرو يې مقصد څه کيدی شي؟ آيا امريکايان په رښتيا افغانستان کې پاتې کيږي ؟ او که پاتې شي افغانستان ته يې ګټه ډيره ده که تاوان؟

يون : له څه مودې نه په افغانستان کې جګړه ديره تيزه شوې ده د طالبانو او داعش دواړه سره جګړه ده نو جان مککين به ځکه دا خبره کړې وي چې مونږ په دې تيرو ديارلسو کالو کې دلته ډيرې قربانۍ ورکړي ،مړه شو تاوانونه مو وشول او که اوس له افغانستانه ووځو نو کيدی شي مخالفين بيرته په افغانستان حاکم شي او زمونږ د ديارلسو کالو هڅې به بې ځايه ولاړې شي،مونږ له طالبانو غوښتنه کوو چې له جګړې لاس واخلي ترڅو د جان مککين دا نظريه تطبيق نشي او له ۲۰۱۶ کال وروسته له افغانستانه ټول بهرنيان ووځي او دومره پاتې شي چې صرف ددوی د سفارتونو ساتنه وکړي حالات به نورمال شي .

ژمن : خو په امنيتي تړون کې ويل شوي چې د امريکا شاوخوا لس زره عسکر به په افغانستان کې پاتې کيږي؟

يون : د امنيتي تړون خو تر اوسه پورې يوه برخه هم نه ده تطبيق شوې په امنيتي تړون کې دا هم ويل شوي چې که په افغانستان بريد کيږي نو امريکايان به د افغانستان تر څنګ ودريږي حال دا چې په افغانستان همدا اوس د پاکستان لخوا راکټي حملې کيږي،په امنيتي تړون کې چې کومې ژمنې شوې وې يوه هم نه ده تطبيق شوې، دا د افغان دولت کمزوري ده چې تر اوسه پورې ونه توانېده چې په تړون کې شوي ژمنې بايد د دواړو خوا څخه تطبيق شوې وې،خو بيا هم دا مشکل دی چې افغانستان اوس په هغه حالت کې نه دی ډير احتياج دی همدا اوس که وګورو که چيرې له افغانستان سره ددوی کومکونه نه واوسي نو مونږ خپلو امنيتي ځواکونو ته حتی ددوی معاش نه شو ورکولی همدا راز افغانستان نشي کولی خپل د ضرورت وړ بوديجه په خپله لاس ته راوړي، په داسې شرايطو کې مونږ ددوی کومکونو ته ډيره اړتيا لرو مخصوصاً اقتصادي کومکونو ته،خو بيا هم دا ويلی شو چې په امنيتي تړون کې لاره خلاصه پاتې ده که په عين جريان کې کوم لوری وغواړي چې دغه تړون فسخه کړي او ونه غواړي چې دغه تړون ته دوام ورکړي نو کولی شي تړون فسخه کړي،افغان حکومت هم بايد امريکا ته نيټه وټاکي که تر ټاکلي مودې د تړون ژمنې عملي نه کړي نو تړون فسخه کيږي؟

ژمن : تاسو په افغان حکومت کې دومره وړتيا وينئ چې تړون فسخه کړي؟

يون : اوس وخت کې خو يې نه وينمه او فکر نه کوم چې اوسنی حکومت دې دومره فشار راوړلی شي، خو زمونږ مشران بايد له ډير تدبير نه کار واخلي او له امريکا نه خپلې ګټې ترلاسه کړي.

ژمن : رسنۍ داسې خبرونه خپروي چې ننګرهار ولايت کې د داعش او طالبانو تر منځ نښتې رامنځته شوي ګڼې وژنې رامنځته شوي دي،تاسو څه فکر کوئ چې داعش ته دا زمينه چا برابره کړېده؟

يون : دا د ټول ولس لپاره سوال دی چې دفعتاً يو ګروپ پيدا کيږي چې ډير قوي وي ډير پرمختللي وسايل لري،حتی داسې هم ويل کيږي چې دوی هر نفر د زرو ډالرو مياشتني معاش په بدل کې جذبوي، افغان ولس په دې پوهيږي چې دا ددوی د وژلو لپاره يوه زمينه سازي شوې ده زه به دا ووايم چې دا د افغانستان د جګړې د ګرمولو لپاره يو نوی ګروپ دی چې د بهرنيانو لخوا تجهيز کيږي او دوی ته پلانونه ورکول کيږي.

ژمن : آغلې ارين يون له تاسو څخه ډيره مننه کوو چې مونږ ته د مرکې لپاره وخت راکړ.

 

يون : له تاسو هم مننه

Read 618 times Last modified on چهارشنبه, 20 ارديبهشت 1396 15:34

Leave a comment

Make sure you enter all the required information, indicated by an asterisk (*). HTML code is not allowed.

مجله

  • معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي!
    معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي! په افغانستان کې پر تنظیمونو د واک او څوکیو د ويش دود به کله پای ته رسيږي؟! هر وزارت کې چې نوی وزير وټاکل شي لومړی کار يې دا دی، چې د خپل تنظیم او قوم خلک ځای پر ځای کړي. راځم اصل مطلب ته او هغه د هېواد د…
  • د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه
    د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه – د پاکستان د وګړو شمېر ۲۰۴ میلیونه ۹۲۴ زره دی، د هندوستان د وګړو شمېر ۱ میلیارد ۲۸۱ میلیونه ۹۳۵ زره دی، – د پاکستان بشري ځواک ۹۵ میلیونه دی، د هندوستان ۶۱۶ میلیونه دی، – د پاکستان ۷۵ میلیونه ۳۲۵ زره کسان خدمت ته برابر دي، د هندوستان…
  • افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې
    افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ درېیمه ناسته کابو دوې مياشتې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې وشوه. له دغې ناستې وروسته د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر سر د اختلاف له امله د لنډ مهال لپاره خبرې وځنډېدې. که څه هم دغه ځنډ له…
  • شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند
    شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند اشتراک کننده گان يک نشست، کميسيون مستقل حقوق بشر افغانستان را به انحصار و قوم گرايى متهم مى کنند و مى گويند که حدود ٧٠ درصد افراد شامل فهرست واجدين شرايط عضويت اين کميسيون، مربوط به يک قوم مى باشند. آنها خواستار لغو کميته اى مى باشند که اين فهرست…
  • ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن
    ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن د روسیې په پلازمینه مسکو کې د افغان سولې په تړاو نړیواله غونډه ترسره شو؛ په غونډه کې د طالبانو د استازو او د سولې عالي شورا د نمایندګانو په ګډون د ۱۱ هیوادونو چارواکو ګډون درلوده. له اټکل سره سم، طالبانو له دې غونډې ابزاري استفاده وکړه او د…
  • اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله
    اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله د افغانستان د حرب اسلامي ګوند د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته یوه طرح وسپارله. د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له کمیشنرانو سره یوځای یوې خبري غونډې ته وویل، دا طرحه…
  • خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي
    خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي د يادو ټولو بريدونو مسوليت ترهګرو پر خپله غاړه اخيستی، دا حملات په کورنۍ او نړيواله کچه وغندل شول. پاکستان، ترکيه، سعودي او اروپايې ټولنه هغه مراجع دي چې په دغو بريدونو کې ځان له افغانانو سره په غم کې شريک بللی، خو ايران بيا پرته له دې چې د…

بـیـې او نرخـونه