د لوی غر د ادارې خبرتیا!!! د لوی غر ویبپاڼه د پر مختللو کمپیوټري پروګرامونو پر مټ تاسې ته د نورو خبري سرچینو څخه شېبه په شېبه تازه خبرونه په خپلکاره )اوتوماتیک) ډول چمتو کوي. د خبر سموالی او کره والی د خبر سرچینې پورې تړاو لري ، د لوی غر ویبپاڼه یې هیڅ ډول مسؤولیت په غاړه نه اخلي
یکشنبه, 01 مرداد 1396 10:37

د ولسي جرګې څېړونکی پلاوی: په بګرام زندان کې سخت ظلم او وحشت روان دی

Rate this item
(0 votes)

کابل – د ولسي جرګې غړي وايي، د بګرام په زندان کې پر افغان بندیانو سخت ظلمونه روان دي او ۱۷۰ داسې کسان هم پکې شته چې د بند موده یې پوره شوې، خو لا هم په زندان کې ایسار کړل شوي دي. د ولسي جرګې غړي الله ګل مجاهد د یادې جرګې د پرونۍ غونډې په امتیازي ساعت کې وویل، څو ورځې مخکې بګرام زندان ته تللی و او هلته یې ولیدل چې پر افغان زندانیانو سخت ظلمونه روان دي. نوموړي پر ولسي جرګې غږ وکړ چې د دغو زندانیانو پر برخلیک دې هرومرو کار وکړي، ځکه داسې کسان پکې دي چې درې څلور کاله یې د بند تر مودې ډېر وخت په زندان کې تېر کړی دی. هغه وویل چې په یاد زندان کې بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي او آن ښايي هغه کسان چې له دغه زندانه خوشې کېږي، په تشدد او جګړو لاس پورې کړي. د نوموړي په وینا، هلته یو وحشت روان دی، خو حکومت باید دغه وحشت پای ته ورسوي. الله ګل مجاهد زیاته کړه، په دغه زندان کې یو شمېر فاسد چارواکي کار کوي چې زندانیان ترې شکایت کوي او حکومت باید دغه کسان له دندې ګوښه کړي. د هغه په خبره، د بګرام زندانیان نه سمو خوړو ته لاسرسی لري، نه روغتیايي خدماتو ته او نه هم حکومت د دوی غږ اوري.

ه یاد زندان کې بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي او آن ښايي هغه کسان چې له دغه زندانه خوشې کېږي، په تشدد او جګړو لاس پورې کړي

 

د حقوقي چارو كارپوه عبدالشكور دادرس وايي، په بند كې د هغو كسانو ساتل چې د بند موده يې تېره كړې وي، د ټولو ملي او نړيوالو قوانينو خلاف دي. نوموړي ويسا ته وويل، كابو دوه كاله مخكې ولسمشر د ضميمه نمبر يك په نوم يو فرمان صادر كړ چې له مخې يې د بګرام زندان چارواكو ته واك وركړى و، ترڅو هغه كسان چې امنيت ته ګواښ پېښوي، كه د بند موده يې هم پوره كړې وي، په بند كې وساتي.

۱۷۰ داسې کسان هم پکې شته چې د بند موده یې پوره شوې، خو لا هم په زندان کې ایسار کړل شوي دي. په بند كې د هغو كسانو ساتل چې د بند موده يې تېره كړې وي، د ټولو ملي او نړيوالو قوانينو خلاف دي(عبدالشكور دادرس)

 

 

د ده په خبره، دغه فرمان د اساسي قانون خلاف دى، ځكه هغه كس چې د بند موده يې پوره شي، هېڅوك حق نه لري آن د يو ساعت لپاره يې په بند كې وساتي.

Read 553 times

Leave a comment

Make sure you enter all the required information, indicated by an asterisk (*). HTML code is not allowed.

مجله

  • معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي!
    معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي! په افغانستان کې پر تنظیمونو د واک او څوکیو د ويش دود به کله پای ته رسيږي؟! هر وزارت کې چې نوی وزير وټاکل شي لومړی کار يې دا دی، چې د خپل تنظیم او قوم خلک ځای پر ځای کړي. راځم اصل مطلب ته او هغه د هېواد د…
  • د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه
    د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه – د پاکستان د وګړو شمېر ۲۰۴ میلیونه ۹۲۴ زره دی، د هندوستان د وګړو شمېر ۱ میلیارد ۲۸۱ میلیونه ۹۳۵ زره دی، – د پاکستان بشري ځواک ۹۵ میلیونه دی، د هندوستان ۶۱۶ میلیونه دی، – د پاکستان ۷۵ میلیونه ۳۲۵ زره کسان خدمت ته برابر دي، د هندوستان…
  • افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې
    افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ درېیمه ناسته کابو دوې مياشتې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې وشوه. له دغې ناستې وروسته د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر سر د اختلاف له امله د لنډ مهال لپاره خبرې وځنډېدې. که څه هم دغه ځنډ له…
  • شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند
    شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند اشتراک کننده گان يک نشست، کميسيون مستقل حقوق بشر افغانستان را به انحصار و قوم گرايى متهم مى کنند و مى گويند که حدود ٧٠ درصد افراد شامل فهرست واجدين شرايط عضويت اين کميسيون، مربوط به يک قوم مى باشند. آنها خواستار لغو کميته اى مى باشند که اين فهرست…
  • ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن
    ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن د روسیې په پلازمینه مسکو کې د افغان سولې په تړاو نړیواله غونډه ترسره شو؛ په غونډه کې د طالبانو د استازو او د سولې عالي شورا د نمایندګانو په ګډون د ۱۱ هیوادونو چارواکو ګډون درلوده. له اټکل سره سم، طالبانو له دې غونډې ابزاري استفاده وکړه او د…
  • اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله
    اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله د افغانستان د حرب اسلامي ګوند د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته یوه طرح وسپارله. د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له کمیشنرانو سره یوځای یوې خبري غونډې ته وویل، دا طرحه…
  • خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي
    خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي د يادو ټولو بريدونو مسوليت ترهګرو پر خپله غاړه اخيستی، دا حملات په کورنۍ او نړيواله کچه وغندل شول. پاکستان، ترکيه، سعودي او اروپايې ټولنه هغه مراجع دي چې په دغو بريدونو کې ځان له افغانانو سره په غم کې شريک بللی، خو ايران بيا پرته له دې چې د…

بـیـې او نرخـونه