د لوی غر د ادارې خبرتیا!!! د لوی غر ویبپاڼه د پر مختللو کمپیوټري پروګرامونو پر مټ تاسې ته د نورو خبري سرچینو څخه شېبه په شېبه تازه خبرونه په خپلکاره )اوتوماتیک) ډول چمتو کوي. د خبر سموالی او کره والی د خبر سرچینې پورې تړاو لري ، د لوی غر ویبپاڼه یې هیڅ ډول مسؤولیت په غاړه نه اخلي
چهارشنبه, 11 مرداد 1396 11:28

د بلخ او ننګرهار ائتلافونه د شخصي او تنظيمي ګټو لپاره جوړ

Rate this item
(0 votes)

ه ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې آرین یون وایي، چې په بلخ او ننګرهار ولایتونو کې تازه رامنځته شوي ایتلافونه د شخصي او تنظیمي ګټو لپاره جوړ شوي دي.

 

مېرمن یون ویلي،‌ چې دا مهال هېواد له سخت امنیتي بحران سره مخامخ دی، په داسې حال کې چې ایران او پاکستان غواړي چې له ټولو شومو لارو چارو څخه په استفادې سره په افغانستان کې بې ثباتي رامنځته کړي.

 

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې مېرمن آرین یون وایي، یاد هېوادونه نه غواړي چې افغانستان د یوه ملي او مقتر نظام خاوند شي او د اوبو په شمول له خپلو پرېمانو طبیعي زېرمو څخه د خپلو خلکو د سوکالۍ لپاره کار واخلي.‌

 

نوموړې د یو شمېر جنګسالارانو له خوا په بلخ، ننګرهار او یو شمېر نورو سیمو کې تازه رامنځته شوي ایتلافونه مغرضانه وګڼل او ویې ویل چې دا هڅې د شخصي او تنظیمي ګټو د ترلاسه کولو لپاره کیږي او دغه څېرې ملي ارزښتونه په پام کې نه نیسي.

 

آرین یون وایي، په بلخ کې راپورته شوی حرکت د جبل السراج د منحوس ایتلاف دوام دی، او د مشرقي شورا په نامه رامنځته شوی ایتلاف هم په یو نه یو شکل له شمال ټلوالې څخه الهام اخلي.

 

ویل کیږي چې د جبل السراج ایتلاف د ۱۳۷۱ کال په لومړیو کې د نظار شورا د وژل شوي قوماندان احمدشاه مسعود او یو شمېر پرچمي جنرالانو تر منځ وشو چې د ملګرو ملتونو د سولې پلان یې شنډ کړ او په هېواد کې یې کورنیو جګړو ته لاره هواره کړه.‌

 

 

یو شمېر نه تایید شوي راپورونه وایي، چې د ننګرهار دوه وتلي جنګسالاران حضرت علي او ظاهر قدیرهم د بلخ د زورواکي والي عطامحمد نور په څېر له ایراني مقاماتو سره نژدې اړیکې او په هغه هېواد کې کورونه او پانګونې لري، او داسې ښکاري چې د هغوی وروستي حرکتونه دې د ایران د هغه احتجاج دوام وي چې د هغه هېواد ولسمشر د افغانستان له خوا د خپلو اوبو د مهارولو پر ضد کړی وو.

 

< انعکاس راډیو>

Read 439 times Last modified on چهارشنبه, 11 مرداد 1396 12:02

Leave a comment

Make sure you enter all the required information, indicated by an asterisk (*). HTML code is not allowed.

مجله

  • معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي!
    معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي! په افغانستان کې پر تنظیمونو د واک او څوکیو د ويش دود به کله پای ته رسيږي؟! هر وزارت کې چې نوی وزير وټاکل شي لومړی کار يې دا دی، چې د خپل تنظیم او قوم خلک ځای پر ځای کړي. راځم اصل مطلب ته او هغه د هېواد د…
  • د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه
    د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه – د پاکستان د وګړو شمېر ۲۰۴ میلیونه ۹۲۴ زره دی، د هندوستان د وګړو شمېر ۱ میلیارد ۲۸۱ میلیونه ۹۳۵ زره دی، – د پاکستان بشري ځواک ۹۵ میلیونه دی، د هندوستان ۶۱۶ میلیونه دی، – د پاکستان ۷۵ میلیونه ۳۲۵ زره کسان خدمت ته برابر دي، د هندوستان…
  • افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې
    افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ درېیمه ناسته کابو دوې مياشتې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې وشوه. له دغې ناستې وروسته د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر سر د اختلاف له امله د لنډ مهال لپاره خبرې وځنډېدې. که څه هم دغه ځنډ له…
  • شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند
    شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند اشتراک کننده گان يک نشست، کميسيون مستقل حقوق بشر افغانستان را به انحصار و قوم گرايى متهم مى کنند و مى گويند که حدود ٧٠ درصد افراد شامل فهرست واجدين شرايط عضويت اين کميسيون، مربوط به يک قوم مى باشند. آنها خواستار لغو کميته اى مى باشند که اين فهرست…
  • ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن
    ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن د روسیې په پلازمینه مسکو کې د افغان سولې په تړاو نړیواله غونډه ترسره شو؛ په غونډه کې د طالبانو د استازو او د سولې عالي شورا د نمایندګانو په ګډون د ۱۱ هیوادونو چارواکو ګډون درلوده. له اټکل سره سم، طالبانو له دې غونډې ابزاري استفاده وکړه او د…
  • اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله
    اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله د افغانستان د حرب اسلامي ګوند د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته یوه طرح وسپارله. د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له کمیشنرانو سره یوځای یوې خبري غونډې ته وویل، دا طرحه…
  • خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي
    خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي د يادو ټولو بريدونو مسوليت ترهګرو پر خپله غاړه اخيستی، دا حملات په کورنۍ او نړيواله کچه وغندل شول. پاکستان، ترکيه، سعودي او اروپايې ټولنه هغه مراجع دي چې په دغو بريدونو کې ځان له افغانانو سره په غم کې شريک بللی، خو ايران بيا پرته له دې چې د…

بـیـې او نرخـونه