د لوی غر د ادارې خبرتیا!!! د لوی غر ویبپاڼه د پر مختللو کمپیوټري پروګرامونو پر مټ تاسې ته د نورو خبري سرچینو څخه شېبه په شېبه تازه خبرونه په خپلکاره )اوتوماتیک) ډول چمتو کوي. د خبر سموالی او کره والی د خبر سرچینې پورې تړاو لري ، د لوی غر ویبپاڼه یې هیڅ ډول مسؤولیت په غاړه نه اخلي
چهارشنبه, 11 مرداد 1396 11:38

جان مکین طرحه جوړه کړه؛ افغان حکومت بايد څه وکړي؟

Rate this item
(0 votes)

د امریکا د سنا جرګې د دفاعي کمېټې مشر مخکښ سناتور جان مکین یووار بیا د افغانستان د لانجې د حل لپاره پر پاکستان د فشار غوښتنه کړې. مکین، د امریکا سنا جرګې ته د یوې طرحې د وړاندې کولو په ترڅ کې ویلي «که پاکستان د افغانستان پر خلاف د سختدریځو او تروریستي ډلو ملاتړ ته دوام ورکړي، باید په تدریجي ډول پر پاکستان دیپلوماتیک، پوځي او اقتصادي فشارونه زیات شي.» بل لور ته متقاعد جنرال توماس مک اینرني هم ويلي چې پاکستان د افغانستان د ناامنۍ مسوول دی او ترڅو چې پر پاکستان فشار ډېر نه شي افغانستان ته د نورو ځواکونو په لېږلو هم د دغه هیواد ستونزه نه حل کېږي. نوموړي زياته كړه، د پاکستان د بلوچستان ایالت په نهو مهمو ښارونو کې د تروریستي ډلو مالي او پوځي ملاتړ کېږي او په ښکاره کسان ورته جلبېږي.

 

دا لومړی ځل نه دی چې مخکښ امریکايې چارواکي او سياستمداران د پاکستان پر ضد څرګندونې کوي؛ بلکې له دې کابو مياشت وړاندې د امريکا د پوځ متقاعد جنرال لاورنس سلين ويلي و تر هغو چې پاکستان د حقاني شبکې او وسله والو طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي، امريکا به د افغانستان په جګړه کې بريالۍ نه شي. نوموړي ویلي و، قومي بېلتونپالي د پاکستان د کمزورۍ لوی ټکی دی چې امريکا ترې ښه ګټه اخيستلی شي. لاورنس د ډيورنډ کرښې هاغاړې پښتنو ته په اشارې ويلي و له افغانستان سره د ټولو پښتنو يو ځای کول د جګړې په ختمولو کې ګټور دي.

 

د امريکايې سياستمدارانو تر څنګ پخپله ځينو پاکستاني چارواکو هم د افغانستان د مسلې د حل لپاره پر پاکستان د فشار غوښتنه کړې ده. کابو يوه مياشت وړاندې، د امریکا متحدو ایالتونو لپاره د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني ويلي و، که امریکا په افغانستان كې ثبات او بريا غواړي پر پاكستان دې فشار زيات كړي. نوموړي زياته کړې وه د طالبانو مشران اوس هم په پاکستان کې دي او له هغه ځایه د افغانستان پر خلاف عملیات رهبري کوي. حقاني ويلي و له پاکستان سره د امریکا تشویقي مرستو نتیجه نه ده ورکړې او اوس هغه وخت راغلی چې امریکا د افغانستان په اړه په خپلې نوې تګلاره کې پر پاکستان فشار وارد وکړي.

 

دغو څرګندونو ته ورته څرګندونې د افغان سياسيونو تر څنګ افغان حکومت هم له وړاندې په بار بار کړي دي خو په عمل کې تر ننه نه کوم بهرني لوري او نه افغان حکومت داسې اقدام کړی دی چې پاکستان په واقعي توګه تر فشار لاندې ونيول شي او اصلاح شي. دا سمه ده چې په افغانستان کې په هر بحث او غونډه  کې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کيږي، ولسمشر په نړيوالو سټيجونو کې د پاکستان مساله راپورته کړې ده خو په حقيقت کې تر اوسه د ولسمشر غني چيغو تر اوسه نړيوال او حتی خپل څو خواخوږې په دې نه دي قانع کړي چې پاکستان د افغانستان د ټولو بدبختيو لامل دی او بايد د دغې سرطاني دانې د لمنځه وړلو لپاره لاس په کار شي. دا چې په کور دننه حکومتي دستګاه ضعيفوالی يې لامل دی او که حکومت سالمه بهرنۍ تګلاره نه لري؛ په دې نه غږيږو. خو اصلي خبره دا ده چې اوس بايد څه وشي؟

هر افغان او د افغانستان هر بچي ته دا حقيقت په ډاګه شوی دی چې زمونږ د بدبختۍ، کمزورۍ، بربادۍ او ناکامۍ لامل يواځې او يواځې پاکستان دی، فرد فرد مو په دې پوهيږي چې په افغانستان کې د هرې ورانکارۍ، د هر بريد، د هرې غميزې او د هر درد تر شاه د پاکستان لاس دی. حتی اوس تر يوې کچې نړيوالو او آن په خپله پاکستانيانو دا حقيقت درک کړی دی چې پاکستان د افغانستان لپاره د دوست په جامه کې زهريله  دښمن دی. خو دا تشې چيغې او نارې وهل نور ګټه نه کوي او بايد د عمل په ډګر کې د پاکستان د اصلاح لپاره لاس په کار شو.

 

اوس مو له نيکه مرغه تر ډيره بهرني او نړيوال همفکره او همنظره پيدا کړي دي چې افغان حکومت يې د غږ په غبرګولو سره کولی شي د مسالې تر اصلي حل ځان ورسوي. اوس چې په امریکا کې د پاکستان پر ضد دريځونه ورځ تر بلې ډيريدونکي دي نو د افغان حکومت لپاره طلايې چانس دی څو د پاکستان پر ضد لابي ګيري وکړي. اوس د افغانستان د ټيکاو اړوند د جان مکين طرحه يوه زرينه نسخه ده چې بايد زمونږ حکومت ورته لابې ګيږي وکړي. افغان حکومت بايد په امریکا کې له افغان سفارته په استفادې په امریکا کې د پاکستان ضد دريځ پياوړی کړي. داسې چې هلته افغان سفارت دې له بيلابيلو امريکايې چارواکو، د سنا غړو او د امريکا په سياست کې له مخورو سره دې کينې او د جان مکين طرحې ته دې لابي ګيږي څو دغه طرحه له سنا پاس شي او په عمل کې پر پاکستان فشار راوړل شي.

لیکنه : خوشحال آصفي

 

 

Read 632 times

Leave a comment

Make sure you enter all the required information, indicated by an asterisk (*). HTML code is not allowed.

مجله

  • معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي!
    معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي! په افغانستان کې پر تنظیمونو د واک او څوکیو د ويش دود به کله پای ته رسيږي؟! هر وزارت کې چې نوی وزير وټاکل شي لومړی کار يې دا دی، چې د خپل تنظیم او قوم خلک ځای پر ځای کړي. راځم اصل مطلب ته او هغه د هېواد د…
  • د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه
    د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه – د پاکستان د وګړو شمېر ۲۰۴ میلیونه ۹۲۴ زره دی، د هندوستان د وګړو شمېر ۱ میلیارد ۲۸۱ میلیونه ۹۳۵ زره دی، – د پاکستان بشري ځواک ۹۵ میلیونه دی، د هندوستان ۶۱۶ میلیونه دی، – د پاکستان ۷۵ میلیونه ۳۲۵ زره کسان خدمت ته برابر دي، د هندوستان…
  • افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې
    افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ درېیمه ناسته کابو دوې مياشتې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې وشوه. له دغې ناستې وروسته د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر سر د اختلاف له امله د لنډ مهال لپاره خبرې وځنډېدې. که څه هم دغه ځنډ له…
  • شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند
    شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند اشتراک کننده گان يک نشست، کميسيون مستقل حقوق بشر افغانستان را به انحصار و قوم گرايى متهم مى کنند و مى گويند که حدود ٧٠ درصد افراد شامل فهرست واجدين شرايط عضويت اين کميسيون، مربوط به يک قوم مى باشند. آنها خواستار لغو کميته اى مى باشند که اين فهرست…
  • ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن
    ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن د روسیې په پلازمینه مسکو کې د افغان سولې په تړاو نړیواله غونډه ترسره شو؛ په غونډه کې د طالبانو د استازو او د سولې عالي شورا د نمایندګانو په ګډون د ۱۱ هیوادونو چارواکو ګډون درلوده. له اټکل سره سم، طالبانو له دې غونډې ابزاري استفاده وکړه او د…
  • اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله
    اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله د افغانستان د حرب اسلامي ګوند د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته یوه طرح وسپارله. د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له کمیشنرانو سره یوځای یوې خبري غونډې ته وویل، دا طرحه…
  • خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي
    خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي د يادو ټولو بريدونو مسوليت ترهګرو پر خپله غاړه اخيستی، دا حملات په کورنۍ او نړيواله کچه وغندل شول. پاکستان، ترکيه، سعودي او اروپايې ټولنه هغه مراجع دي چې په دغو بريدونو کې ځان له افغانانو سره په غم کې شريک بللی، خو ايران بيا پرته له دې چې د…

بـیـې او نرخـونه