د لوی غر د ادارې خبرتیا!!! د لوی غر ویبپاڼه د پر مختللو کمپیوټري پروګرامونو پر مټ تاسې ته د نورو خبري سرچینو څخه شېبه په شېبه تازه خبرونه په خپلکاره )اوتوماتیک) ډول چمتو کوي. د خبر سموالی او کره والی د خبر سرچینې پورې تړاو لري ، د لوی غر ویبپاڼه یې هیڅ ډول مسؤولیت په غاړه نه اخلي
شنبه, 21 مرداد 1396 12:14

د طالبانو غوښنه برخه سولې ته لېواله ده

Rate this item
(0 votes)

ريښتيا ووايم زه د هېواد د يوه لوستي كس په توګه چې پوره څلويښت كاله د مخه مې خپلې لوړې زده كړې په كابل پوهنتون كې سرته رسولي او دا څلور لسيزې د هېواد په مطبوعاتو كې مات ګوډ قلم چلوم او د سياست په ډګر كې هم كه خپله د سياستوالۍ ادعا نه شم كولاى او نه يې كوم، خو نور چې څه كوي څه نا څه پرې پوهېږم، تراوسه نه پوهېږم چې زموږ حكومت څه كوي او كومې خوا ته روان دى، ما ته د دې دوه عامله تر ټولو بارز ښكاري:

 

يو په حكومتي دستګاه كې چې كوم اختلاف روان دى. د تېرې دوشنبې (۱۶-۵-۱۳۹۶) په ورځ خو د بلخ امپراتور والي ښاغلي عطا نور يو ځل بيا ولسمشر ته سره كرښه راكاږله چې كه مو غوښتنې ونه مني د حكومت د فلجولو لپاره به اقدام وكړو. هغه دا ځلې ډېرې سپينې خبرې وكړې او هغه دا چې: «دا سمه نه وه چې امريكا دې  موږ د اړتيا پر مهال وكاروي او وروسته مو دې د پيپسي د تشو بوتلونو په څېر ايسته وغورځوي»

 

د دې خبرې معنا په ډېرو ساده الفاظو دا كېداى شي چې موږ د طالبانو په نسكورولو كې د امريكا د ځمكني پوځ رول ولوباوه چې په نتيجه كې طالبان رانسكور شول؛ نو پر دې اساس ښاغلى نور «مادام العمر» امتيازات غواړي، هم بايد په واك كې وي او هم يې هغه شتمني خوندي وي چې په سلو كې سل يې له نامشروعو لارو راټوله كړې او دا غوښتنه يواځې نور نه؛ بلكې ټول زورواكي يې لري چې پر دې اساس زه يواځې نور پړ نه بولم.

 

متأسفانه دا سيئه سنت اوس هم روان دى. هغه د اكمل ليوني خبره:

 

كله يو وزير اعظم، كله بل وزير اعظم

 

خدايه ما خو مه كړې د كابل وزير اعظم

 

امريكا كه هر څوك ده خو بېګانه ده، لكه څرنګه چې پرون د روس په چوپړ كې ځغلېدل شرم و، نن د امريكا په چوپړ كې ځغلېدل شرم دى؛ نو ښاغلي عطا هم په حقيقت كې پر ځان عريضه كړې ده او د بل په چوپړ كې په ځغاسته يې اعتراف كړى دى. پر طالب هم همدا اعتراض دى چې پرون د پاكستان په چوپړ كې ځغلېده؛ خو نن پر هغې سربېره د ايران او روسيې په چوپړ كې هم ځغلي. د عطا په ځواب كې «ارګ» وايي: «خبره د واك د انحصار نه ده؛ بلكې د حكومت له خوا د اداري فساد او زورواكۍ پر ضد جدي دريځ د عطا نور او جنرال دوستم په څېر كسان اندېښمن كړي دي

 

ښاغلى عطا دا هم بايد هېر نه كړي چې استعمار د ټول عمر لپاره پر چا پانګونه، نه كوي. امريكا در باندې پانګونه وكړه اوس يې ضرورت پوره شو؛ نو اوس يې وخت دى چې پړى درباندې واچوي، تاسې پخپله د كرايي كښو جنګسالارانو رول خپل كړ، كار مو وكړ او  مزد مو واخست، نور نو څه غواړئ، يوه نيمه لسيزه خپلواك ولايت چلول دا لږ مزد ګڼئ؟

 

زموږ د حكومت دويم مشكل په امريكا پورې له حده زيات تړاو دى. بايد ولسمشر او اجرائيه رياست هم پوه شي، لكه څرنګه چې عطا او دوستم او نور ملګري يې د «اكسپاير» كېدو پر پوله ولاړ دي او فقط يوه وروستنى لغته غواړي، دغسې حالت ولسمشر او اجرائيه رياست ته هم شېبې شمېري؛ نو د كاروان صيب خبره چې:

 

وخت به راځي چې غاښ د زهرو به ښامار نه لري

 

متأسفانه حكومت تر ډېره پورې په همداسې كورنيو كشمكشونو كې ښكېل شوى او هغه ډېره مهمه مسأله ترېنه پاتې شوې چې هغه د سولې د بهير تعقيبول دي. له حزب اسلامي سره سوله وشوه په دې اړه د ولسمشر او د حزب اسلامي د مشر ښاغلي حكمتيار ترمنځ لوزنامه لاسليك شوه چې د هغې يوه كاپي له حكومت او بله له حزب اسلامي سره ده، خو دا لوزنامه نه عملي كېږي، د حزب اسلامي له ادرسه څو ځلي په دې اړه شكايتونه وشول. كه چېرې حكومت د حزب پنځه كسه بنديان خوشي كوي او يو سلو پنځوس لكه څرنګه چې ښاغلي حكمتيار ادعا وكړه نيول كېږي، زه خو فكر كوم چې له دې وړيو نه د شړۍ جوړولو په لار كې ډېرې موانع پرتې دي وګورو چې د سولې دا ستړى ستومان كاروان خپل سر منزل ته رسېداى شي او كه نه، داسې نه شي چې حزب اسلامي پر خپل اخستى ګام پښېمانه شي او بېرته غرونو ته وخېژي چې په هغې صورت كې به ملامتي ټوله د ارګ مېشتو پر غاړه وي.

 

ډېره تمه وه چې له حزب اسلامي سره د سولې لوزنامه ژر عملي شي، حزب اسلامي د سولې په لوزنامه كې هم پر دې خبره ټينګار نه دى كړى چې د حزب هغه زنداني وګړي دې هم خوشي كړاى شي چې د جرايمو مرتكب شوي؛ بلكې هغه افراد بايد خوشي كړاى شي چې حزب اسلامي ته د انتساب په تور نيول شوي. په هر حال لكه چې وايي: كوږ بار تر منزله نه رسېږي، كه چېرې حكومت كاږه ګامونه اخلي، دا به د يوه لوري په ګټه هم تمام نه شي او په نهايت كې به د سولې د بهير په ګټه هم تمام نه شي.

 

كه چېرې له حزب اسلامي سره د سولې لوزنامه په صداقت پلې شوې واى، دې به لږ تر لږه د طالبانو يوې عمده برخې ته د سولې له بهير سره د ملګرتيا لپاره لار پرانستې واى. په دې وروستيو كې د طالبانو له ليكو نه بهر ته راوتلې خبرې په لاندې ډول دي چې ارګ بايد ورته پاملرنه وكړي.

 

۱- ملا هبة ا… د طالبانو تش په نامه مشر دى چې سړى ورته د بالقوه مشر اصطلاح كارولى شي او اصلي واك د طالبانو د تحريك له مرستيال سراج الدين حقاني سره دى او د دې دليل دا دى چې حقاني شبكه چې اوس يې مشري همدا سراج الدين حقاني كوي، په پاكستان پورې دومره تړلې ده چې ملا هبة ا… لا هغې مرحلې ته نه دى رسېدلى او ښايي وهم نه رسېږي.

 

۲- د طالبانو يوه غوښنه برخه غواړي د سولې له بهير سره ملګرې شي، ځكه هغوى اوس پر دې باور شوى، چې كه څومره هم وجنګېږي، بيا هم په نهايت كې نه شي كاميابېداى او ماته به خوري.

 

۳- پر طالبانو د پاكستان مطلق حاكميت هغوى اندېښمن كړي دي؛ ځكه پاكستان هغوى ته په ډېرو واضحو ټكيو ويلي دي چې د دوى بهرنى سياست به په هر حال كې د هغه هېواد په لاس كې وي، چې په دې صورت كې طالبان پرته له دې چې د يوه نيابتي جنګ خصوصاً د پاكستان د ګټو او اهدافو په لار كې وكارول شي په مستقله توګه د دوى په ګټه كومه نتيجه پرې نه ده مرتب.

 

۴- پاكستاني استخباراتو طالبانو ته ډاډ وركړى چې دوى يې د پاكستان له خاورې نه باسي؛ نو ځكه دوى بايد له پاكستانه خپل كورونه ونه باسي. پاكستان د انګريزانو له تجاربو نه په ګټې اخستنې غواړي يو ريزرف قوت د هر وخت لپاره وباسي.

 

دا اوس په افغان حكومت پورې اړه لري چې د سولې د بهير په اړه څومره څه كولاى شي؛ ځكه په دې باب هم قاطع اراده په كار ده او هم د عمل استقلال كه چېرې طالبان پر دې متهم دي چې په نورو پورې تړلي دي او د نورو نيابتي جنګ پر مخ بيايي، دغسې حكومت هم كاملاً لكه يو حكومت چې بايد مستقل وي، مستقل نه دى، خصوصاً (CIA) او (MI6) د خپل پراخ او فعال حضور او مرستو له لامله پر حكومت نافذ دي ان د وزيرانو، واليانو، معينانو او قوماندانانو په ټاكنه كې د هغوى تاييد حتمي دى.

 

عزيز چوپان - ویسا

Read 847 times

Leave a comment

Make sure you enter all the required information, indicated by an asterisk (*). HTML code is not allowed.

مجله

  • اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله
    اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله د افغانستان د حرب اسلامي ګوند د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته یوه طرح وسپارله. د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له کمیشنرانو سره یوځای یوې خبري غونډې ته وویل، دا طرحه…
  • خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي
    خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي د يادو ټولو بريدونو مسوليت ترهګرو پر خپله غاړه اخيستی، دا حملات په کورنۍ او نړيواله کچه وغندل شول. پاکستان، ترکيه، سعودي او اروپايې ټولنه هغه مراجع دي چې په دغو بريدونو کې ځان له افغانانو سره په غم کې شريک بللی، خو ايران بيا پرته له دې چې د…
  • چرا طفل چنین می کند؟
    چرا طفل چنین می کند؟ تهیه و دیزاین: انجنیر محمد نذیر تنویر، هالند - دکتور طارق الحبیب (16 اکتوبر 1966)، داکتر و جراح مرکز طبی ملک سعود، متولد ولایت عنيزة در منطقه القصیم سعودی می باشد. وی که دارای مدارک لیسانس «طب جراحی» از پوهنتون ملک سعود بود، مطالعات پایانی اش را در زمینه «طب…
  • اسرار تکان دهنده و وحشتناکی از زندان های امریکایی
    اسرار تکان دهنده و وحشتناکی از زندان های امریکایی نابرابری و بی عدالتی حاکم بر زندان های امریکا معضلی است که علیرغم تمام تلاش های انجام گرفته از سوی دولت واشنگتن از چشم نهادهای حقوق بشر پنهان نمی ماند به ویژه آنکه در این کشور بیشتر از ۲میلیون و ۳۰۰هزار نفر زندانی که پشت میله ها به سر می…
  • محمد اصف مومند څوک او د بلخ له والي سره یې اختلافونه څه دي؟
    محمد اصف مومند څوک او د بلخ له والي سره یې اختلافونه څه دي؟ د بلخ د ولایتي شورا غړي محمد اصف مومند اونۍ وړاندې ادعا وکړه چې لویې څارنوالۍ ته د بلخ د والي عطا محمد نور د یو لړ اسنادو او شواهدو سپارلو لپاره کابل ته تللی دی. تر میاشتو لفظي شخړو وروسته روانه اونۍ د بلخ په هوايي ډګر کې د…
  • د بابړې قتل عام
    د بابړې قتل عام د ارواښاد عبدلولی خان په قلم: چونکې زموږ ملګري به روزانه جېل ته راوستی شو، نو خبر ولګېد(راغی) چې د حکومت د دې ناروا، بې قانونه زور زیاتي او ګرفتاریو برخلاف بهر ملګري، په چارسده کې یوه احتجاجي جلسه کوي، خو اختر ته بنده( ځنډ) ده. چنانچه وروسته خبر راغی…
  • د طالبانو غوښنه برخه سولې ته لېواله ده
    د طالبانو غوښنه برخه سولې ته لېواله ده ريښتيا ووايم زه د هېواد د يوه لوستي كس په توګه چې پوره څلويښت كاله د مخه مې خپلې لوړې زده كړې په كابل پوهنتون كې سرته رسولي او دا څلور لسيزې د هېواد په مطبوعاتو كې مات ګوډ قلم چلوم او د سياست په ډګر كې هم كه خپله…

بـیـې او نرخـونه