د لوی غر د ادارې خبرتیا!!! د لوی غر ویبپاڼه د پر مختللو کمپیوټري پروګرامونو پر مټ تاسې ته د نورو خبري سرچینو څخه شېبه په شېبه تازه خبرونه په خپلکاره )اوتوماتیک) ډول چمتو کوي. د خبر سموالی او کره والی د خبر سرچینې پورې تړاو لري ، د لوی غر ویبپاڼه یې هیڅ ډول مسؤولیت په غاړه نه اخلي
سه شنبه, 02 آبان 1396 15:53

خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي

Rate this item
(1 Vote)

د يادو ټولو بريدونو مسوليت ترهګرو پر خپله غاړه اخيستی، دا حملات په کورنۍ او نړيواله کچه وغندل شول. پاکستان، ترکيه، سعودي او اروپايې ټولنه هغه مراجع دي چې په دغو بريدونو کې ځان له افغانانو سره په غم کې شريک بللی، خو ايران بيا پرته له دې چې د ګردېز، غزني او کندهار تروریستي حملو ته اشاره وکړي د کابل د جمعې د ورځې حمله په کلکه غندلې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی د کابل د دشت برچې له حملې لږ وروسته وویل چې هیواد یې د افغانستان له خلکو او حکومت سره خواخوږي څرګندوي او زياته يې کړه چې «تکفيري» تروریستانو، چې له دین او مذهب سره ارتباط نه لري، یو ځل بیا بېګناه افغانان ووژل. ایران د داعش تروریستي او سختدریځې ډلې ته تکفیري وايي. دا هیواد په خپلو رسنیو کې د طالبانو بریدونه تروریستي نه بولي.

پوښتنه دا ده چې افغانان خو ټول د يو هيواد اوسيدونکي دي او ټول يو رنګ وينه لري، خو ايران ولې د کندهار، پکتيا او غزني خونړي بريدونه پريږدي او د کابل دشت برچي امام زمان مسجد بريد او د غور په دولینه ولسوالۍ کې پر مسجد بريدونه غندي او له خلکو سره خواخوږي کوي؟

دوه دليلونه لري:

۱ــ لومړی دليل يې دا دی چې د پکتيا، کندهار ، فراه، ميدان وردګ او غزني خونړيو بريدونو او امام زمان او غور دولينه ولسوالۍ بريدونو ترسره کوونکي توپير لري. د پکتيا، کندهار ، فراه، ميدان وردګ او غزني بريدونو مسولیت طالب ترهګرو په غاړه اخيستی او د کابل او غور بريدونو څخه داسې ښکاري چې ممکن داعش ډلې ترسره کړي وي. داعش تر ډيره شيعه افغانان په نښه کوي او په مسجدونو کې بريدونه کوي خو طالب بيا ټول افغانان له تېغه تيروي. دا چې ایران له طالبانو سره موافقې ته رسېدلی چې په افغانستان کې به د دغه هیواد پر پلوي ډلو بریدونه نه کوي، او په مقابل کې به یې طالبانو ته وسلې او پیسې ورکوي؛ نو ځکه يې د طالب لخوا ترسره شوي بريدونه هير کړي او يواځې هغه بريدونه يې غندلي چې د ايران په باور ممکن داعش ترسره کړي وي.

ځکه پر ايران د امريکا له بنديزونو وروسته ايران ويلي چې د امريکا په پوځي اډو به بريدونه وکړي. د ايران له دې ګواښ وروسته باور دا دی چې ايران د طالبانو پراخ ملاتړ شروع کړی او د خپلو موخو لپاره ترې ګټه پورته کوي. پر ايران له وړاندې داسې تورونه شته چې د وسله والو طالبانو مالي او پوځي ملاتړ کوي او آن دغې ډلې ته يې په ايران کې کورنه ورکړي دي. داسې هم ويل کيږي چې په ايران کې د وسله والو طالبانو دفترونه شتون لري او مستقيما له هماغه ځايه د افغانستان جګړه رهبري کوي.

۲ــ دويم دليل يې دا دی چې ايران دلته له وړاندې فرهنګي او مذهبي يرغل کړی دی او اوس هم دې لړۍ ته دوام ورکوي. ايران دلته له يوې ځانګړې ډلې ملاتړ کوي او د يو ځانګړي مذهب په پراخولو پيسې لګوي. دلته يواې د يو چا درد احساسولی شي او يواځې د يوې خاصې کړۍ په تړاو غبرګون ښيې. ايران د همدغو ډلې پر مټ په هيواد کې د ميشو مذهبونو تر منځ نفاق ته لمن وهي. دا چې ايران شيعه مذهبه هيواد دی نو ډيره هڅه يې دا ده چې په خپلو ګاونډيو هيوادونو لکه افغانستان کې هم د همدې ډلې غږ پورته کړي.

له دې ورهاخوا ايران دلته په افغانستان کې د مدنې فعال، سياسي شنونکي، دپوهنتون استاد، د ګوند رهبر، ديني عالم او په بېلابېلو نومونو خپل ځري ګمارلي دي چې هر يو د ايران ګټې پالي. که په رسينو د شنونکي په نوم څه وايې، که په ښارونو کې د مدني فعال په نوم لاريون کوي او که په ممبر د ديني عالم په توګه وعظ کوي؛ يوازې دايران ګټې پالي او يواځې دايران په ګټه او د حکومت او ملي ګټو پر ضد تبليغ کوي. همداراز ايران دلته داسې ډلې روزلي دي چې آن د ايراني مشرانو د زوکړې او د ځينو د مرګ ورځې دلته په کابل کې لمانځي او ځانګړي مراسم ورته نيسي.

 

لیکنه : خوشحال آصفي 

Read 645 times

Leave a comment

Make sure you enter all the required information, indicated by an asterisk (*). HTML code is not allowed.

مجله

  • اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله
    اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله د افغانستان د حرب اسلامي ګوند د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته یوه طرح وسپارله. د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له کمیشنرانو سره یوځای یوې خبري غونډې ته وویل، دا طرحه…
  • خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي
    خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي د يادو ټولو بريدونو مسوليت ترهګرو پر خپله غاړه اخيستی، دا حملات په کورنۍ او نړيواله کچه وغندل شول. پاکستان، ترکيه، سعودي او اروپايې ټولنه هغه مراجع دي چې په دغو بريدونو کې ځان له افغانانو سره په غم کې شريک بللی، خو ايران بيا پرته له دې چې د…
  • چرا طفل چنین می کند؟
    چرا طفل چنین می کند؟ تهیه و دیزاین: انجنیر محمد نذیر تنویر، هالند - دکتور طارق الحبیب (16 اکتوبر 1966)، داکتر و جراح مرکز طبی ملک سعود، متولد ولایت عنيزة در منطقه القصیم سعودی می باشد. وی که دارای مدارک لیسانس «طب جراحی» از پوهنتون ملک سعود بود، مطالعات پایانی اش را در زمینه «طب…
  • اسرار تکان دهنده و وحشتناکی از زندان های امریکایی
    اسرار تکان دهنده و وحشتناکی از زندان های امریکایی نابرابری و بی عدالتی حاکم بر زندان های امریکا معضلی است که علیرغم تمام تلاش های انجام گرفته از سوی دولت واشنگتن از چشم نهادهای حقوق بشر پنهان نمی ماند به ویژه آنکه در این کشور بیشتر از ۲میلیون و ۳۰۰هزار نفر زندانی که پشت میله ها به سر می…
  • محمد اصف مومند څوک او د بلخ له والي سره یې اختلافونه څه دي؟
    محمد اصف مومند څوک او د بلخ له والي سره یې اختلافونه څه دي؟ د بلخ د ولایتي شورا غړي محمد اصف مومند اونۍ وړاندې ادعا وکړه چې لویې څارنوالۍ ته د بلخ د والي عطا محمد نور د یو لړ اسنادو او شواهدو سپارلو لپاره کابل ته تللی دی. تر میاشتو لفظي شخړو وروسته روانه اونۍ د بلخ په هوايي ډګر کې د…
  • د بابړې قتل عام
    د بابړې قتل عام د ارواښاد عبدلولی خان په قلم: چونکې زموږ ملګري به روزانه جېل ته راوستی شو، نو خبر ولګېد(راغی) چې د حکومت د دې ناروا، بې قانونه زور زیاتي او ګرفتاریو برخلاف بهر ملګري، په چارسده کې یوه احتجاجي جلسه کوي، خو اختر ته بنده( ځنډ) ده. چنانچه وروسته خبر راغی…
  • د طالبانو غوښنه برخه سولې ته لېواله ده
    د طالبانو غوښنه برخه سولې ته لېواله ده ريښتيا ووايم زه د هېواد د يوه لوستي كس په توګه چې پوره څلويښت كاله د مخه مې خپلې لوړې زده كړې په كابل پوهنتون كې سرته رسولي او دا څلور لسيزې د هېواد په مطبوعاتو كې مات ګوډ قلم چلوم او د سياست په ډګر كې هم كه خپله…

بـیـې او نرخـونه