د لوی غر د ادارې خبرتیا!!! د لوی غر ویبپاڼه د پر مختللو کمپیوټري پروګرامونو پر مټ تاسې ته د نورو خبري سرچینو څخه شېبه په شېبه تازه خبرونه په خپلکاره )اوتوماتیک) ډول چمتو کوي. د خبر سموالی او کره والی د خبر سرچینې پورې تړاو لري ، د لوی غر ویبپاڼه یې هیڅ ډول مسؤولیت په غاړه نه اخلي
شنبه, 13 آبان 1396 22:39

اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله

Rate this item
(1 Vote)

د افغانستان د حرب اسلامي ګوند د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته یوه طرح وسپارله.

 

د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له کمیشنرانو سره یوځای یوې خبري غونډې ته وویل، دا طرحه له قوانینو سره په ټکر کې نه ده او له مخې به یې د رأیې ورکونې په شرایطو برابر هیڅوک له خپله حقه محروم نه شي.

 

ښاغلی حکمتیار وايي، دوی له اوسني جوړښت سره د انتخاباتو تر سره کېدل غواړي.

 

ښاغلي حکمتیار زیاته کړه:

"انتخابات باید په خپل ټاکلي وخت تر سره شي، د انتخاباتو د ځنډ لپاره باید بهانې ونه لټول شي، د هر هغه اقدام څخه باید مخنیوی وشي چې د انتخاباتو د ځنډ لامل ګرځي، دا انتخابات باید د اوسني حکومت او اوسنیو کمیشنرانو له خوا تر سره شي."

 

دا په داسې حال کې ده چې د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیوي رئیس او د بلخ والي عطا محمد نور تېره اوونۍ له حکومته وغوښتل چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون منحل کړي.

د افغانستان د سیاسي ګوندونو د تفاهم شورا په نوم خوځښت هم له دې وړاندې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د اوسنیو کمیشنرانو د بدلېدو غوښتنه کړې ده.

 

خو ښاغلی حکمتیار وايي:  ځيني ځکه د انتخاباتي کمیشنرانو بدلول او په ځنډ سره د انتخاباتو تر سره کول غواړي چې د خلکو ملاتړ یې بایللی دی.

په شرایطو د برابرو کسانو د لېست په برابرولو د سیاسي ګوندونو موافقه، ټولو سیاسي ګوندونو ته د نظارتي زمینې برابرول، د سیاسي ګوندونو د استازو په وړاندې د رأیو شمېرل، د شمېر د لېست په پای کې د سیاسي ګوندونو د څارونکو لاسلیکونه، د ولسوالیو شوراګانو او د ولسي جرګې د غړو په شمېر د حوزو د مساوي شمیر ویش، د انتخاباتو د نتیجو ژر اعلان او کډوالو ته د انتخاباتو حق ورکول د راتلونکو انتخاباتو لپاره د حزب اسلامي د طرحې مهم ټکي دي.

 

دغه شان ښاغلي حکمتیار په بهرنیانو غږ وکړ چې د افغانستان په انتخاباتو کې لاسوهنه ونه کړي، بلکې یوازې د څارونکو په ډول رول ولوبوي.

د حزب اسلامي مشر له حکومته هم وغوښتل چې د انتخاباتو بودجه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په واک کې ورکړي او په چارو کې یې لاسوهنه ونه کړي.

ښاغلی حکمتیار وايي، که سیاسي ګوندونه د انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په سر موافقه وکړي، په دې برخه کې به هېڅ ستونزه رامنځته نه شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس نجیب الله احمدزي ګډې خبري غونډې ته د حزب اسلامي د طرحې د هر کلي تر څنګ، له نورو سیاسي ګوندونو هم وغوښتل چې د انتخاباتو د شفافیت او ښه تر سره کېدو لپاره خپلې طرحې له کمېسیون سره شریکې کړي.

 

دی وايي چې په دې برخه کې اندېښنې له وخته مخکې دي او ټينګار کوي چې راتلونکي انتخابات باید په شفاف ډول ترسره شي.

نوموړي وویل:

"سیاسي ګوندونه باید د شفافو انتخاباتو د تر سره کېدو لپاره د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره مرسته وکړي او موږ خلکو ته ژمنه ورکوو چې راتلونکي انتخابات به سرتاسري، شفاف، عادلانه او له تېر څخه ښه تر سره شي."

 

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د ټاکنو د خپلواک کميسيون له مشر او کمشنرانو سره تر غونډې وروسته په ګډه خبري غونډه کې وويل (  مهمی ټکې ) :

 _ موږ د ټاکنو له اوسني کميسيون څخه ملاتړ کوو،...

 _ موږ د موقت حکومت له جوړېدو سره مخالف يو، اوسنى حکومت بايد خپله موده بشپړه کړي.

 _ موږ له ټاکنو ويره نه لرو، موږ به انشاء الله ګټونکي يو

_ بهرنيان په ټاکنو کې لاسوهنې نه شي کولى، يواځې نظارت کولى شي

_ هر واجد شرايط لرونکي افغان ته بايد په ټاکنو کې د ګډون او رايه ورکولو چانس ورکړل شي، که د نا امنو سيمو هم وي.

 _ له هېواده بهر ميشتو افغانانو ته هم بايد په ټاکنو کې برخه ورکړل شي.

 _ که ټول سياسي ګوندونه د ټاکنو په اړه يوې پرېکړې ته ورسيږي، نو هيڅ ستونزه به رامنځته نه شي.

 _ ټول لوى سياسي ګوندونه بايد له ټاکنو نظارت وکړي.

 

 _ حکومت مکلف دى، چې د ټاکنو کميسيون ته ټول امکانات برابر کړي.

Read 702 times

Leave a comment

Make sure you enter all the required information, indicated by an asterisk (*). HTML code is not allowed.

مجله

  • اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله
    اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله د افغانستان د حرب اسلامي ګوند د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته یوه طرح وسپارله. د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له کمیشنرانو سره یوځای یوې خبري غونډې ته وویل، دا طرحه…
  • خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي
    خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي د يادو ټولو بريدونو مسوليت ترهګرو پر خپله غاړه اخيستی، دا حملات په کورنۍ او نړيواله کچه وغندل شول. پاکستان، ترکيه، سعودي او اروپايې ټولنه هغه مراجع دي چې په دغو بريدونو کې ځان له افغانانو سره په غم کې شريک بللی، خو ايران بيا پرته له دې چې د…
  • چرا طفل چنین می کند؟
    چرا طفل چنین می کند؟ تهیه و دیزاین: انجنیر محمد نذیر تنویر، هالند - دکتور طارق الحبیب (16 اکتوبر 1966)، داکتر و جراح مرکز طبی ملک سعود، متولد ولایت عنيزة در منطقه القصیم سعودی می باشد. وی که دارای مدارک لیسانس «طب جراحی» از پوهنتون ملک سعود بود، مطالعات پایانی اش را در زمینه «طب…
  • اسرار تکان دهنده و وحشتناکی از زندان های امریکایی
    اسرار تکان دهنده و وحشتناکی از زندان های امریکایی نابرابری و بی عدالتی حاکم بر زندان های امریکا معضلی است که علیرغم تمام تلاش های انجام گرفته از سوی دولت واشنگتن از چشم نهادهای حقوق بشر پنهان نمی ماند به ویژه آنکه در این کشور بیشتر از ۲میلیون و ۳۰۰هزار نفر زندانی که پشت میله ها به سر می…
  • محمد اصف مومند څوک او د بلخ له والي سره یې اختلافونه څه دي؟
    محمد اصف مومند څوک او د بلخ له والي سره یې اختلافونه څه دي؟ د بلخ د ولایتي شورا غړي محمد اصف مومند اونۍ وړاندې ادعا وکړه چې لویې څارنوالۍ ته د بلخ د والي عطا محمد نور د یو لړ اسنادو او شواهدو سپارلو لپاره کابل ته تللی دی. تر میاشتو لفظي شخړو وروسته روانه اونۍ د بلخ په هوايي ډګر کې د…
  • د بابړې قتل عام
    د بابړې قتل عام د ارواښاد عبدلولی خان په قلم: چونکې زموږ ملګري به روزانه جېل ته راوستی شو، نو خبر ولګېد(راغی) چې د حکومت د دې ناروا، بې قانونه زور زیاتي او ګرفتاریو برخلاف بهر ملګري، په چارسده کې یوه احتجاجي جلسه کوي، خو اختر ته بنده( ځنډ) ده. چنانچه وروسته خبر راغی…
  • د طالبانو غوښنه برخه سولې ته لېواله ده
    د طالبانو غوښنه برخه سولې ته لېواله ده ريښتيا ووايم زه د هېواد د يوه لوستي كس په توګه چې پوره څلويښت كاله د مخه مې خپلې لوړې زده كړې په كابل پوهنتون كې سرته رسولي او دا څلور لسيزې د هېواد په مطبوعاتو كې مات ګوډ قلم چلوم او د سياست په ډګر كې هم كه خپله…

بـیـې او نرخـونه