د لوی غر د ادارې خبرتیا!!! د لوی غر ویبپاڼه د پر مختللو کمپیوټري پروګرامونو پر مټ تاسې ته د نورو خبري سرچینو څخه شېبه په شېبه تازه خبرونه په خپلکاره )اوتوماتیک) ډول چمتو کوي. د خبر سموالی او کره والی د خبر سرچینې پورې تړاو لري ، د لوی غر ویبپاڼه یې هیڅ ډول مسؤولیت په غاړه نه اخلي
چهارشنبه, 01 اسفند 1397 18:31

د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه

Rate this item
(0 votes)

د پاکستان د وګړو شمېر ۲۰۴ میلیونه ۹۲۴ زره دی، د هندوستان د وګړو شمېر ۱ میلیارد ۲۸۱ میلیونه ۹۳۵ زره دی،

د پاکستان بشري ځواک ۹۵ میلیونه دی، د هندوستان ۶۱۶ میلیونه دی،

د پاکستان ۷۵ میلیونه ۳۲۵ زره کسان خدمت ته برابر دي، د هندوستان ۴۸۹ میلیونه او ۶۰۰ زره کسان خدمت ته برابر دي،

د پاکستان ۴ میلیونه ۳۴۵ زره کسان د پوځي خدمت عمر ته په رسېدلو دي، د هندوستان ۲۲ میلیونه او ۹۰۰ زره کسان دغه عمر ته په رسېدلو دي،‌

د پاکستان د فعال پوځي پرسونل شمېر ۶۳۷ زره تنه دی، د هندوستان هغه ۱ میلیون ۳۶۲ زره او ۵۰۰ تنه دی،

د پاکستان د احتیاطي پرسونل شمېر ۲۸۲ زره دی، د هندوستان ۲ میلیونه ۸۴۴ زره او۷۵۰ تنه دی،

د پاکستان د پوځي ځواک ټول شمېر ۹۱۹ زره تنه دی، د هندوستان ۴ میلیونه ۲۰۷ زره او ۲۵۰ تنه دی،

پاکستان ۱۴۰ – ۱۵۰ اتومي سرګلولې/کوپړۍ لري چې صفر شمېر یې وارولو ته تیارې دي، هندوستان ۱۳۰ – ۱۴۰ اتومي کوپړۍ/سرګلولې لري چې ۱۲ یې وارولو ته چمتو دي،

د پاکستان دفاعي بودجه ۷ میلیارده ډالر ده، د هندوستان دفاعي بودجه ۴۷ میلیارده ډالر ده،

په پاکستان د بهرني پور اندازه ۷۵ میلیارده او ۲۰ میلیونه ډالر ده (په وروستیو کې دا اندازه ۹۶ میلیارده ډالر ښودل شوې ده)، په هندوستان د بهرني پور اندازه ۴۸۳ میلیارده او ۴۰۰ میلیونه ډالر ده،

د پاکستان د بهرنیو اسعارو اندازه ۲۰ میلیارده او ۲۰ میلیونه ډالر ده، د هندوستان د بهرنیو اسعارو اندازه ۴۰۷ میلیارده او ۲۰۰ میلیونه ډالر ده،

پاکستان ټولې ۱۲۸۱ الوتکې لري، هندوستان ۲۱۸۵ الوتکې لري،

پاکستان ۳۲۰ جنګي الوتکې لري،‌ هندوستان ۵۹۰ جنګي الوتکې لري،

پاکستان ۴۱۰ بریدګرې الوتکې لري، هندوستان ۸۰۴ بریدګرې الوتکې لري،‌

پاکستان ۲۹۶ ټرانسپورټي الوتکې لري، هندوستان ۷۰۸ لري،

پاکستان ۴۸۶ د روزنې الوتکې لري، هندوستان ۲۵۱ لري،

پاکستان ۳۲۸ څرخکې لري، هندوستان ۷۲۰ څرخکې لري،‌

پاکستان ۴۹ بریدګرې څرخکې لري، هندوستان ۱۵ لري،

پاکستان ۱۵۱ خدمت وړاندې کوونکي هوایي ډګرونه لري، هندوستان ۳۴۶ لري،

پاکستان ۲۱۸۲ ټانکونه لري، هندوستان ۴۴۲۶ ټانکونه لري،

پاکستان ۲۶۰۴ زغره وال جنګي ګاډي لري، هندوستان ۳۱۴۷ لري،

پاکستان ۳۰۷ متحرک توپونه لري، هندوستان ۱۹۰ لري،

پاکستان ۱۲۴۰ ځای پرځای کېدونکي توپونه لري، هندوستان ۴۱۵۸ لري،

پاکستان ټول ۱۹۷ سمندري پوځي وسیلې لري، هندوستان ۲۹۵ لري،

پاکستان الوتکه وړونکې بېړۍ نه لري، هندوستان ۱ لري،

پاکستان ۵ تحت البحري بېړۍ لري، هندوستان ۱۶ لري،

پاکستان ۱۰ محافظې بېړۍ لري، هندوستان ۱۴ لري،

پاکستان ویجاړوونکې بېړۍ نه لري، هندوستان ۱۱ لري،

پاکستان کوچنۍ جنګي بېړۍ نه لري، هندوستان ۲۲ لري،

پاکستان ۱۱ د ګزمې بېړۍ لري، هندوستان ۱۳۹ لري،

پاکستان په سمندر کې د ځای پرځای شویو ماینونو او ناچاودو توکو ۳ ویجاړونکې وسیلې لري، هندوستان ۴ لري،

پاکستان ۵۲ ملکي سمندري بېړۍ لري، هندوستان ۱۶۷۴ ملکي سمندري بېړۍ لري،

پاکستان ۲ لوی سمندري بندرونه او ترمینلونه لري، هندوستان ۷ لري،

د پاکستان د مزدورکارۍ د بشري ځواک شمېر ۶۳ میلیونه ۸۹۰ زره کسان دی د هندوستان ۵۲۱ میلیونه او ۹ لکه کسان دی،

پاکستان د ورځې ۸۵۵۰۰ بیرله تېل تولیدوي، هندوستان د ورځې ۷۳۴۵۰۰ بیرله تېل تولیدوي،

پاکستان د ورځې ۴۴۰ زره بیرله تېل مصرفوي، هندوستان د ورځې ۳ میلیونه ۵۱۰ زره بیرله تېل مصرفوي،

د پاکستان د تېلو د تثبیت شویو ذخیرو اندازه ۳۵۰ میلیونه او ۶۰۰ زره بیرله ده، د هندوستان ۴ میلیارده ۶۲۱ میلیونه بیرله ده،‌

په پاکستان کې ۲۶۰ زره ۷۶۰ کیلومتره سرکونه جوړ دي، په هندوستان کې ۳ میلیونه ۳۲۰ زره ۴۱۰ کیلومتره سرکونه جوړ دي،

د پاکستان د رېللارې اندازه ۷۷۹۱ کیلومتره ده، د هندوستان هغه ۶۳ زره ۹۷۴ کیلومتره ده،

د پاکستان پراخوالی ۷۹۶ زره ۹۵ مربع کیلومتره یعنې له افغانستان نه یو نیم لک مربع کیلومتره لوی دی، د هندوستان پراخوالی ۳ میلیونه ۲۸۷ زره او ۲۶۳ مربع کیلومتره یعنې د پاکستان څلور برابره پراخ دی،

په لنډه؛

پاکستان د نړۍ د ۱۳۶ ځواکمنو هېوادونو په ډله کې ۱۷م ځای لري، هندوستان په دغه لست کې په متحده ایالاتو، روسیې او چین پسې څلورم ځای لري.

خان محمد ستانکزی – انټرنیټی سرچینې

Read 594 times

Leave a comment

Make sure you enter all the required information, indicated by an asterisk (*). HTML code is not allowed.

مجله

  • معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي!
    معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي! په افغانستان کې پر تنظیمونو د واک او څوکیو د ويش دود به کله پای ته رسيږي؟! هر وزارت کې چې نوی وزير وټاکل شي لومړی کار يې دا دی، چې د خپل تنظیم او قوم خلک ځای پر ځای کړي. راځم اصل مطلب ته او هغه د هېواد د…
  • د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه
    د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه – د پاکستان د وګړو شمېر ۲۰۴ میلیونه ۹۲۴ زره دی، د هندوستان د وګړو شمېر ۱ میلیارد ۲۸۱ میلیونه ۹۳۵ زره دی، – د پاکستان بشري ځواک ۹۵ میلیونه دی، د هندوستان ۶۱۶ میلیونه دی، – د پاکستان ۷۵ میلیونه ۳۲۵ زره کسان خدمت ته برابر دي، د هندوستان…
  • افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې
    افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ درېیمه ناسته کابو دوې مياشتې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې وشوه. له دغې ناستې وروسته د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر سر د اختلاف له امله د لنډ مهال لپاره خبرې وځنډېدې. که څه هم دغه ځنډ له…
  • شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند
    شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند اشتراک کننده گان يک نشست، کميسيون مستقل حقوق بشر افغانستان را به انحصار و قوم گرايى متهم مى کنند و مى گويند که حدود ٧٠ درصد افراد شامل فهرست واجدين شرايط عضويت اين کميسيون، مربوط به يک قوم مى باشند. آنها خواستار لغو کميته اى مى باشند که اين فهرست…
  • ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن
    ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن د روسیې په پلازمینه مسکو کې د افغان سولې په تړاو نړیواله غونډه ترسره شو؛ په غونډه کې د طالبانو د استازو او د سولې عالي شورا د نمایندګانو په ګډون د ۱۱ هیوادونو چارواکو ګډون درلوده. له اټکل سره سم، طالبانو له دې غونډې ابزاري استفاده وکړه او د…
  • اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله
    اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله د افغانستان د حرب اسلامي ګوند د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته یوه طرح وسپارله. د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له کمیشنرانو سره یوځای یوې خبري غونډې ته وویل، دا طرحه…
  • خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي
    خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي د يادو ټولو بريدونو مسوليت ترهګرو پر خپله غاړه اخيستی، دا حملات په کورنۍ او نړيواله کچه وغندل شول. پاکستان، ترکيه، سعودي او اروپايې ټولنه هغه مراجع دي چې په دغو بريدونو کې ځان له افغانانو سره په غم کې شريک بللی، خو ايران بيا پرته له دې چې د…

بـیـې او نرخـونه