د لوی غر د ادارې خبرتیا!!! د لوی غر ویبپاڼه د پر مختللو کمپیوټري پروګرامونو پر مټ تاسې ته د نورو خبري سرچینو څخه شېبه په شېبه تازه خبرونه په خپلکاره )اوتوماتیک) ډول چمتو کوي. د خبر سموالی او کره والی د خبر سرچینې پورې تړاو لري ، د لوی غر ویبپاڼه یې هیڅ ډول مسؤولیت په غاړه نه اخلي
دوشنبه, 06 مهر 1394 10:17

دپنجاب له ستمه د نجات اسانه لار

Rate this item
(0 votes)
محمد صادق رحمانی، کابل - پاکستان له جوړیدو بیا تر ننه د خپلې پیدایښتی ناروغۍ له کبله نړیوالو ،ګاونډیانو او هر افغان ته وښوول چې سیاست یې تل دکرکي او دښمنۍ سره همغاړی وو او دی، لا د پاکستاني واکدارانو سر په سر درواغو هر افغان پدی پوه کړ: چي د پاکستان ددښمنۍ اصلی موخه د ډیورنډ کرښه نه ځینی نوری نا ویلی هم لری. دخبری دښه پخلي لپاره یو ځلی دپاکستان له جوړونکي پوښتو چې تا پاکستان دنړی دکمی اړتیا لپاره نقشه او جوړکړ ؟ دا زوړ استعمارګر به هرو مرو درواغ ووایې ، ځکه د دوی له نظره په سیاست کی درواغ روا وي. خو تاریخ ګواه دی چی دا ملک په (۱۹۴۶ ) ز کال مانا یو کال دمخه د پاکستان تر رسمي اعلانیدو په انګلستان کې د هغه وخت دبرتانوي واکدار په نوښت دجنډې او فارسی ملي ترانې ،له خوښوني وروسته د نړۍ او د هندوستان دټولو اوسیدونکو له خوښي اوغوښتنی پرته یوازې د استعماری کرغیړنو پلانو په سرکی د افغانستان او هندوستان څخه دغچ اخستو اوپه اوږد مهاله کی بیا د لوټمار دمنګلو د ټنګیدو لپاره اوسنی چټلستان، دکاغذ پرمخ پاکستان، خو په اصل کی د انګریزي جاسوسانو پټن ځای جوړ او په (۱۹۴۷ ) ز کال یې دنیا ته ور وپیژانده. دا نوی ملک له تنه دومره ناروغه وو چې په لومړی سر کې ټولو ملکونو نړیدلی باله خو انګریز د خپلي اړتیا له کبله دا د فساد کور تر ننه په سیاسی تعویزو او خیراتو ژوندی او د ورانکاریو لپاره یې په نړیواله کچه تر ځان هم ظالم او په درواغو ګړندی جوړ وساته . په بدل کی پاکستاني سیاستوالو نمک حرامي ونه کړه . د انګریز په خوښه یې څو ځلی پر هندوستان حملې وکړې چی په دې ډول یې خپل بادار ته د ښه نوکرۍ ثبوت ، ځانته د ماتي پیغور اوپاکستاني بی ګناه وړونو ته د سر او مال لوی زیان واړاوه . لا د دې جنګو له تاوه پاکستان تقسیم او بنګله دیش جوړ شو. خو بادار د خپلې کرکي نه موړ او نه سوړ شو. دا ځلې یې دنړۍ سره دلویې خطا په کولو پاکستاني واکدارو ته وویل :د هندوستان د ورانیدو لپاره کور دننه مذهبي ډلي جوړې او په اسلحې سمبالي کړئ .نوکر تر دې هم ګام غټ کړ. پرخپلو مذهبی ډلو یې برسیره د نړۍ دګوټ کوټ څخه ترورستان را ټو ل، چین او افغانستان ته نژدې د پښتنو اوبلوڅو په سیمو کی کوربه کړل . چی نن په افغانستان ،هند ،چین او ټولی سیمی کې دهغو ترورستی ډلو د ناورین له کبله کوم چې دپاکستان په بلنه را غونډ شوي ،روزل شوي سمبال او لیږل شوي اسلامی او غیر اسلامی ملکونه په ویر ناست دی. د دې پیژنګلوي وروسته که بیا هم وایو چی دپاکستان دښمني زموږ سره د ډیورنډ پر کرښي ده دا به هرو مرو د پاکستان په ګټه د خبرو کوږ والی وي. ښه داده چی ووایو: که چیري افغانستان د ډیورن کرښه اوهندوستان دکشمیر مسله نه درلودای، نو نن به موږ بیا هم تر اوسنی ګاونډی ښه ګاونډی او نړۍ به تر اوسنی چټلستان ښه پاکستان نه درلودای دا هرڅه موږ او نړیوالوته په ډاګه شو ی چی پاکستان په کړو وړو کی خپلواک نه دی. اوس چی خبره سپینه ده نو د دې پنجاپي جعلی وروره دخلاصون اسانه ، او بی شره لار څه ده ؟ زما له نظره په اوسنی شرایطو کی چی زموږ ملک د نړۍ له ټولو هیوادو سره نیکی اړیکي او پخې تجارتي لارې لري و پاکستاني وړو،غټو، خوږو، ترخو سپینو او رنګه ټولو شیانو ته د (نو ) ځواب ویل لا په کلکه د ملت او دولت له اړخه د دې ملی غوښتنې ملتیا او په عمل کی د ملک او هیواد والو د ژغورنی لپاره پاکستانی هر څه له بندره زموږ تر لیری کیږدی په کلکه بندول او دا د جنګی ملک زهر لرونکی هر څه بیله ځنډه د موندلو پر وخت ځای پر ځای د دولت او ملت له خوا سیزل به هرومرو دا ترنګلی حال ته بدلون ورکړي . ځکه پاکستان هغه ملک دی چی هرڅه دنړیوالو معیارو پرته جوړوي . خو بیله افغانستانه په بل ملک کی پاکستاني خوراکي او نور ډیر جوړ شوي شیان رانوونکي هیڅکله نه لری ، ټول زاړه دي که وراسته له کیفیت ضرر رسونکي دي او که یو مخ وژونکی دا هر څه هره ورځ لږ تر لږه په دوه زره لارۍ موټرانو کی څه دپاسه لس زره قلمه له خالو تر کالو، له اوړو تر چوشکی او پوکانو پاکستانی مالونه بیله معیاري کنټروله زموږ پاکی خاوری ته داخلیږي ، خرڅیږي ،مطلب دا چی زموږ دمارکیټه او زموږ د پیسو له برکته په پاکستان کی په زرهاو کارخانې چلیږي او په ملینو کارګر ژوند کوی. د پاکستان نظامي او ملکي واکداران په دې ښه پوهیږي که چیری افغانستان ارام او جوړیدو ته مجال پیدا کړي په ډیر لږ وخت کی به هرو مرو پاکستان دخپل ژوندي پاته کیدو مارکیټ له لاسه ورکړي. د دی ویري له څنګه بل لوی غم پنجاب ته دافغانستان سیاسی ثبات دی، چی اغیزه یئ دکرښی هغه خواته لس ځلی ډیریږی ، نو ځکه د طالبانو او ترورستانو دلیږلو سره سره په افغانستان کی دځینو وړو پرمختګونو لیدل هم ورته ګران دي ،او زموږ په لږ سمیدو کی خپل د مرګ نخښی ګوري . نو ځکه اوس د پنجاب خواران د وچی مجبورۍ خپله توپو ته ناست دی زموږ خاوره ولی خو موږ په ورته چلند د خپلو مسلمانو وړونو له کبله چی د کرښي هغه خواته پراته دي لاس پوری کولای نه سو. نو په داسی حالاتو کې چی پاکستاني سیاستوال هره ورځ په خپلو راکټو او توپونو زموږ کورونه چپه کوي ، په ترورستانو مو وژنی مکتبونه مو سیزي ،مسجدونه مو ورانوي په دومره لویه دښمنۍ کی څه تظمین سته چی دا پیدایښتی استعماري آفت به په لوی لاس په خپلو صادراتي خوراکي ،روغتیایې او تعمیراتي توکو کی زموږ د حتمی مرګ او یا د دایمی معیوبیت زهر ونه شندي .اویا به یې تر اوسه زر جنایته نه وي کړي .کله چی بلا یا دښمن داسی نژدی لاس په ماشه وینو نو د دې وطن هر بچی چی څومره د دښمن د پستۍ او دهغه د بی کیفیت شسیانو په هکله پوهیږی په شرعی لحاظ دنده لری چی د خپل ملت دپوهاوي لپاره ، په تبلیغ اوعمل کی نه ستړي کیدونکي تلاښ و کړي څو په ټول افغانستان کی دا ملی جهاد مانا د پاکستانی توکو د نه رانولو غوښتنه بریالی او ورځ تر بلې قوي شي خو له اوسه هیر نکړئ څه چی رانیسئ او له هر ځایه چی رانیسئ، که پاکستانی رانه نیسی بیشکه تاسو خپله دینی او افغانی دنده تر سره کړی خو بیا هم آرام و نه کړی هری خور او ورور ته ووایاست چی ستا په څیر خپل ته خپل او دښمن ته دښمن ووایې. تاسو ته د الله(ج) له کرمه بری غواړم . د لیکوال لنډه پیژندنه: ښاغلی محمد صادق رحمانی د عبدالرحمن زوی په (۱۳۳۲) کال دفراه ولایت دګلستان ولسوالی په یوی بزګره کورنی کی زیږیدلی . لومړنی او منځنی زده کړی یې دګلستان د ولسوالی دملامحمد فراهی په منځنی ښونځی کی خو دلیسی دری کلنه دوره یې د اقتصادی بی وسی له کبله دفراه ،کندهار او زابل په ولایتو کی پای ته رسولی . دوه کاله وروسته دکابل د سید جمالدین افغان له عالی مؤسسی د(۱۴) ټولګی فارغ شوی . ددی پر ځای چی ښوونکی سی د مشرانو په امر دخپلی غو ښتنی په عکس د پولیسو اکاډمی ته شامل او په (۱۳۵۸) کال دفارغیدو سره سم دکورنیو چارو په وزارت کی په افسری منلی او په دندی وګمارل سو . پوره (۲۹)کاله یې د یاد وزارت په اړوندو ادا روکی په پاک لاس دنده اجرا کړی . خو څه دپاسه شپږ کاله کیږی چی دستر ی محکمی په رسمی بلنه په یادی محکمی کی دنده تر سره کوی د نوموړی وینا ده : « ما په هری بیکاری لا په هرستونزمن حال کی ځان په لوستلو یا لیکلو خوشحاله ساتلی . نو ځکه هر څوک راته وایې : ترخپلو حمزولو څه ناڅه لس کاله ځوان ښکاری . تر دی هم ډیر دکتاب او قلم له عزته (۳۰) کاله سوه چی زه د هیواد دقلم په کلی کی خورا خواږه درانه دوستان لرم ، چی ددی قدرمنو له لار ښوونو زه هم وتوانیدم په لسګونو لنډی اواوږدی کیسی ډیری مقالی چاپ او هیواد والو ته ډالی کړم.لا غواړم دا عادت می دعبادت په څیر تر مرګه په زده کولواو لیکلو ژوندی ،غښتلی او ویاړلی وپالم .» نوموړی دپنځه دیرش کاله رسمی دندی سره سره اوس دکابل ښارپه یوه کرایې کورکی دخپلی کورنی سره خوشحاله او ارام ژوند لری.
Read 2025 times

Leave a comment

Make sure you enter all the required information, indicated by an asterisk (*). HTML code is not allowed.

مجله

  • معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي!
    معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي! په افغانستان کې پر تنظیمونو د واک او څوکیو د ويش دود به کله پای ته رسيږي؟! هر وزارت کې چې نوی وزير وټاکل شي لومړی کار يې دا دی، چې د خپل تنظیم او قوم خلک ځای پر ځای کړي. راځم اصل مطلب ته او هغه د هېواد د…
  • د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه
    د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه – د پاکستان د وګړو شمېر ۲۰۴ میلیونه ۹۲۴ زره دی، د هندوستان د وګړو شمېر ۱ میلیارد ۲۸۱ میلیونه ۹۳۵ زره دی، – د پاکستان بشري ځواک ۹۵ میلیونه دی، د هندوستان ۶۱۶ میلیونه دی، – د پاکستان ۷۵ میلیونه ۳۲۵ زره کسان خدمت ته برابر دي، د هندوستان…
  • افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې
    افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ درېیمه ناسته کابو دوې مياشتې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې وشوه. له دغې ناستې وروسته د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر سر د اختلاف له امله د لنډ مهال لپاره خبرې وځنډېدې. که څه هم دغه ځنډ له…
  • شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند
    شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند اشتراک کننده گان يک نشست، کميسيون مستقل حقوق بشر افغانستان را به انحصار و قوم گرايى متهم مى کنند و مى گويند که حدود ٧٠ درصد افراد شامل فهرست واجدين شرايط عضويت اين کميسيون، مربوط به يک قوم مى باشند. آنها خواستار لغو کميته اى مى باشند که اين فهرست…
  • ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن
    ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن د روسیې په پلازمینه مسکو کې د افغان سولې په تړاو نړیواله غونډه ترسره شو؛ په غونډه کې د طالبانو د استازو او د سولې عالي شورا د نمایندګانو په ګډون د ۱۱ هیوادونو چارواکو ګډون درلوده. له اټکل سره سم، طالبانو له دې غونډې ابزاري استفاده وکړه او د…
  • اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله
    اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله د افغانستان د حرب اسلامي ګوند د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته یوه طرح وسپارله. د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له کمیشنرانو سره یوځای یوې خبري غونډې ته وویل، دا طرحه…
  • خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي
    خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي د يادو ټولو بريدونو مسوليت ترهګرو پر خپله غاړه اخيستی، دا حملات په کورنۍ او نړيواله کچه وغندل شول. پاکستان، ترکيه، سعودي او اروپايې ټولنه هغه مراجع دي چې په دغو بريدونو کې ځان له افغانانو سره په غم کې شريک بللی، خو ايران بيا پرته له دې چې د…

بـیـې او نرخـونه