د لوی غر د ادارې خبرتیا!!! د لوی غر ویبپاڼه د پر مختللو کمپیوټري پروګرامونو پر مټ تاسې ته د نورو خبري سرچینو څخه شېبه په شېبه تازه خبرونه په خپلکاره )اوتوماتیک) ډول چمتو کوي. د خبر سموالی او کره والی د خبر سرچینې پورې تړاو لري ، د لوی غر ویبپاڼه یې هیڅ ډول مسؤولیت په غاړه نه اخلي
پنج شنبه, 16 مهر 1394 10:21

د روسیی د ولسمشر د ولادیمیر پوتین لنډه پیژندنه

Rate this item
(1 Vote)
د اکتوبر د میاشتی په ۷ مه نیټه د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین ۶۳ کلن شو. د روسیی د ولسمشر ولادیمیر پوتین په هکله د نورو معلوماتو تر لاسه کولو لپاره د هغه په هکله پیژند پاڼی ولولی. ولادیمیر پوتین د ۱۹۵۲ ز- ل کال د اکتوبر د میاشتی په ۷ مه نیټه د لینینګراد په ښار کی چی اوسمهال د سانکت پیطر بورګ په نامه یادیږی، زیږیدلی دی. په ۱۹۷۵ ز- ل کال کی ولادیمیر پوتین د لینینګراد د دولتی پوهنتون د حقوقو د پوهنځی څخه چی اوسمهال د ساکت پیطر بورګ د دولتی پوهنتون په نوم یادیږی، خپل د لوړو زده کړو دیپلوم تر لاسه کړ. پوتین د ملی امنیت په ارګانونو کی په دنده وګمارل شو. د ۱۹۸۵ ز- ل کال څخه تر ۱۹۹۰ ز- ل کال پوری د آلمان په دموکراتیک جمهوریت کی خپله دنده تر سره کړی ده. په ۱۹۹۰ ز- ل کال کی په نړیوالو چارو کی د لینینګراد د دولتی پوهنتون د ریس د سلاکار په توګه او بیا د سانکت پیطر بورګ د ښاری شورا د ریس د لومړی مرستیال په توګه هغه خپله دنده تر سره کړی ده. د ۱۹۹۱ ز- ل کال د جون د میاشتی څخه د سانکت پیطر بورګ د ښاروالی د بهرنیو اړیکو د کمیټی مشر او ورسره د ۱۹۹۴ ز- ل کال څخه د سانکت پیطر بورک د حکومت د مشر، لومړی مرستیال پاتی شوی دی. د ۱۹۹۶ ز- ل کال د اګست د میاشتی څخه د روسیی د ولسمشری د چارو د مشر مرستیال په توګه ټاکل شوی دی. د ۱۹۹۷ ز- ل کال د مارچ د میاشتی څخه د روسیی د ولسمشر د اداری چارو د مشر د مرستیال په توګه او د ولسمشر د کنترول د چارو د عمومی کمیټی ریس په توګه نوموړی خپله دنده تر سره کړی ده. د ۱۹۹۸ ز- ل کال د مای د میاشتی څخه د روسیی د ولسمشر د چارو د اداری د لومړی مرستیال په توګه په دنده وګمارل شو. د ۱۹۹۸ ز- ل کال د جولای په میاشت کی د روسیی د ملی امنیت د مشر او ورسره د ۱۹۹۹ ز- ل کال د مارچ د میاشتی څخه د روسیی د ملی امنیت د شورا د سکرټر مقام ته ورسید. د ۱۹۹۹ ز- ل کال د اګست په میاشت کی د روسیی لومړی وزیر په توګه وټاکل شو. د ۱۹۹۹ ز- ل کال د یسامبر د میاشتی د ۳۱ می نیټی څخه پوتین د روسیی د ولسمشر د ځای ناستی په توګه په کار پیل وکړ. د ۲۰۰۰ ز- ل کال د مارچ د میاشتی په ۲۶ مه نیټه په ټاکنو کی د روسیی د ولسمشر په توګه وټاکل شو. او د ۲۰۰۰ ز- ل کال د مای د میاشتی په ۷ مه نیټه د روسیی د ولسمشر په توګه پوتین په خپل کار پیل وکړ. د ۲۰۰۴ ز- ل کال د مارچ د میاشتی په ۱۴ مه نیټه د دوهم ځل لپاره د روسیی د ولسمشر په توګه وتاکل شو. د ۲۰۰۸ ز- ل کال د مای د میاشتی د ۸ می نیټی څخه ولادیمیر پوتین د روسیی د لومړی وزیر په توګه خپله دنده تر سره کړی ده. د ۲۰۱۲ ز- ل کال د مارچ د میاشتی په ۴ مه نیټه د ټاکنو په پایله کی د روسیی ولسمشر په توګه بریالی وپیژندل شو او د همدی کال د مای د میاشتی په ۷ مه نیټه د روسیی د ولسمشر په توګه په کرسی کیناست. ولادیمیر پوتین د اقتصادی علومو ډاکټر دی. ولادیمیر پوتین د دوو لورانو (ماریه، چی په ۱۹۸۵ ز- ل کال کی زیږیدلی او کاتیرینه، چی په ۱۹۸۶ ز- ل کال کی زیږیدلی ده) پلار دی.
Read 2246 times Last modified on پنج شنبه, 16 مهر 1394 10:25

Leave a comment

Make sure you enter all the required information, indicated by an asterisk (*). HTML code is not allowed.

مجله

  • معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي!
    معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي! په افغانستان کې پر تنظیمونو د واک او څوکیو د ويش دود به کله پای ته رسيږي؟! هر وزارت کې چې نوی وزير وټاکل شي لومړی کار يې دا دی، چې د خپل تنظیم او قوم خلک ځای پر ځای کړي. راځم اصل مطلب ته او هغه د هېواد د…
  • د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه
    د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه – د پاکستان د وګړو شمېر ۲۰۴ میلیونه ۹۲۴ زره دی، د هندوستان د وګړو شمېر ۱ میلیارد ۲۸۱ میلیونه ۹۳۵ زره دی، – د پاکستان بشري ځواک ۹۵ میلیونه دی، د هندوستان ۶۱۶ میلیونه دی، – د پاکستان ۷۵ میلیونه ۳۲۵ زره کسان خدمت ته برابر دي، د هندوستان…
  • افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې
    افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ درېیمه ناسته کابو دوې مياشتې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې وشوه. له دغې ناستې وروسته د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر سر د اختلاف له امله د لنډ مهال لپاره خبرې وځنډېدې. که څه هم دغه ځنډ له…
  • شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند
    شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند اشتراک کننده گان يک نشست، کميسيون مستقل حقوق بشر افغانستان را به انحصار و قوم گرايى متهم مى کنند و مى گويند که حدود ٧٠ درصد افراد شامل فهرست واجدين شرايط عضويت اين کميسيون، مربوط به يک قوم مى باشند. آنها خواستار لغو کميته اى مى باشند که اين فهرست…
  • ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن
    ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن د روسیې په پلازمینه مسکو کې د افغان سولې په تړاو نړیواله غونډه ترسره شو؛ په غونډه کې د طالبانو د استازو او د سولې عالي شورا د نمایندګانو په ګډون د ۱۱ هیوادونو چارواکو ګډون درلوده. له اټکل سره سم، طالبانو له دې غونډې ابزاري استفاده وکړه او د…
  • اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله
    اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله د افغانستان د حرب اسلامي ګوند د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته یوه طرح وسپارله. د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له کمیشنرانو سره یوځای یوې خبري غونډې ته وویل، دا طرحه…
  • خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي
    خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي د يادو ټولو بريدونو مسوليت ترهګرو پر خپله غاړه اخيستی، دا حملات په کورنۍ او نړيواله کچه وغندل شول. پاکستان، ترکيه، سعودي او اروپايې ټولنه هغه مراجع دي چې په دغو بريدونو کې ځان له افغانانو سره په غم کې شريک بللی، خو ايران بيا پرته له دې چې د…

بـیـې او نرخـونه