د لوی غر د ادارې خبرتیا!!! د لوی غر ویبپاڼه د پر مختللو کمپیوټري پروګرامونو پر مټ تاسې ته د نورو خبري سرچینو څخه شېبه په شېبه تازه خبرونه په خپلکاره )اوتوماتیک) ډول چمتو کوي. د خبر سموالی او کره والی د خبر سرچینې پورې تړاو لري ، د لوی غر ویبپاڼه یې هیڅ ډول مسؤولیت په غاړه نه اخلي
دوشنبه, 02 آذر 1394 13:00

دګوندونو مرامونه او فرعي موخې

Rate this item
(0 votes)
لومړۍ برخه: نورمحمد غفوري- ډیره موده کیږی چې په ګوندونو کې د منځنۍ او لنډې مودې د اهدافو د تعیین، د چاپیریال له شرایطو سره سم د ستراتیژیکو موخو د عملی کولو د ډول د ټاکلو، په وزارتونو او مستقلو دولتی او حکومتي واحدونو کې د هر ګوند د مشخصو موخو د څرګندولو، د ولایت او ولسوالیو په سطحه د ګوندې مرامونو د تدوین او د دولتی او حکومتی ارګانونو د پالیسیو او اعمالو په وړاندې د ګوندي اساسی اهدافو په چوکاټ کې د غبرګون ښودلو له پاره د سیاسي او مسلکي ماهرانو څخه جوړ شوی ګوندي ارګان (کمیسیون، کميټې، شعبې،...) د رامنځته کولو وړاندیز کوم چې د ځینو سیاستوالو او ګوندي رهبرانو لخوا نه درک کیږی. په عملی سیاسی فعالیتونو کې همدا خنډ ددې لیکنې اساسي انګیزه جوړوی. په ډیرو ګوندي غونډو کې د موضوع د پوره وضاحت له پاره وخت نه وي او یا د غونډې د اداره کوونکي لخوا د دوه ګونی چلند په پایله کې ځینو کسانو ته وخت نه ورکول کیږي چې خپل نظر او وړاندیز توضیح او د نورو قناعت تر لاسه کړي. ددې پر ځای چې د غونډې د ګډون کوونکو نظر ته دقیق غوږ ونیسی، ځان پرې پوه کړی او د نورو ګډونوالو د پوهولو له پاره موقع برابره کړي؛ د غونډو ځینې چلوونکي دا لوی سیاسی هنر بولي چې نور «تر ځان تیر کړي» او په غونډه کې د خپل شخصی یا فرکسیونی نظر دقبلولو له پاره زمینه برابره کړي. ځینو کسانو دا «هنر» له ډیر پخوانه مشق او تمرین کړی او په عادت یې بدل شوی چې اوس یې پریښودل ورته ستونزمن کار دی. د هغو کسانو قناعت هم ستونزمن وی چې پخپلو عقایدو ټینګ ولاړ وی، د تقدس تر پولې یې لوړوی، ورپکې د شک او شبهې ځای نه ویني، پر خپل فکر انتقادی نظر د ځان توهین بولي او د نورو نظرونه ورته مخکې له مخه بې اهمیته ښکاری. د افغانستان په دولتی نظام کې د معاملو، سازشونو او مصلحتونو کلتور بې له شکه زموږ ټول سیاسی سیستم او په هره کچه موجود سیاسی فعالیتونه تر اغیزې لاندې راوستي. د ډیرو سیاسی ګوندونو فعالیتونه هم پر همدې مضر بنست ولاړ دی. پر مرامي موضوعاتو د تمرکز او دقت پرځای د اشخاصو ترمنځ د معاملو او جوړجاړي روشونه مسلط دی. د دموکراتیکو او ان په اساسنامه کې د منل شوو اصولو پر ځای د ګوندي ارګانونو ډیرې پریکړې د همدې معاملو او مصلحتونو قربانی کیږي. ځینې ګوندي رهبران تر هغې اندازې پر ځان مغرور، پخپل نظر ټینګ، د مقام شوقیان او د جوړجاړي او معاملو پلویان دی چې د دارالانشأ، اجرائیه بیورو او مرکزی کمیسیونو پریکړې په هر شکل چې کیږی پخپله خوښه او خپل فکر جوړوي او د معینو اشخاصو او اهدافو په ګټه یې اړوی. د مرکزی شورا په غونډو او د کنګرو په پريکړو کې تقلب کوي او د خپل نظر د عملی کولو له پاره له نورو حقایق پټوي. د ګوندي غړو نظرونو ته اهمیت نه ورکوي، د ګوندي سازمانونو تر منځ د ټینګو اړیکو او د معلوماتو د تبادلې په لارو کې خنډونه جوړوی، یو له بله یې جدا او ناخبره ساتي او په دې ډول د خپلو ګوندي غړو د غولولو او له هغوی نه پټو معاملو ته شرایط جوړوي. د ګوندي کنګرو په پریکړو کې لاسوهنې کیږی او هغه د څو تنو رهبرانو په زړه جوړو کسانو د جوړجاړی او موقف ویشلو په ګټه اعلانیږی. د هیواد په اوسنیو نسبتا آزادو شرایطو کې د ګوندونو په بریالیتوب کې د غړو کمیت نه، بلکې د سیاسی طرحو او فعالیتونو کیفیت او له خلکو سره د چلند ډول ډیر رول لوبولای شی. که یو ګوند سل نفره فعال غړی ولری، خو وخت په وخت داسې سیاسی طرحې وړاندې کړی چې د ولسی خلکو لخوایې هرکلی وشی، تر هغه ګوندونو به ډیر موفق وی چې په لسګونو زره غړی لري، خو د طرحو د نشتوالي له کبله د سیاست په ډګر کې ترې کار نه شی اخیستلای. که چیرې په یوه نظامی قطعه کې ډیره سلاح موجوده وی او ښه مسلکي پرسونل هم ولري، خو که په قوماندان او قوماندانۍ کې د عسکرو د سوق او ادارې او د وسلو د کارولو توان نه وي، نو نظامی قطعه به د جګړې په ډګر کې ناکامه وي. هغه ګوندونه چې د غړو شمیر یې زیات وی، خو د هیواد د سیاست په متن او بطن کې رول نه لوبوی، حالت یې د نظامی قطعې هغه قوماندانۍ ته ورته دی چې خپله وسله یې ګریسبند کړې او د جګړې په ډګر کې يې نه کاروي. په هیواد کې ځینې داسې ګوندونه شته چې د غړو شمیر یې زیات او تشکلاتی شبکه یې په زیاتو ولایتونو کې پراخه ده، خو د هیواد په سیاست کې د عملی ګډون جوګه نه دي. د سیاست د لوی ګرداب منځ ته نه شي ورتلای او د هغو په څنډو کې پخپل منځ کې لامبو وهي او له عادت سره سم ځانونه مصروفوي. د داسې ګوندونو رهبري نه غواړي یا نه شي کولای چې د ګوندي غړو له لوی ځواک او انرژۍ څخه د ګوند او ټول وطن په ګټه کار واخلي. د ګوند له غړو سره د ګوندي رهبرانو دا ډول چلند پخپله د ګوند او ټول هیواد په زیان تمامیږي، ځکه چې د مظلومو طبقو او ملت د خدمت په لارکې د زرهاوو ګوندي غړو له مهارتونو، انرژۍ او امکاناتو کار نه اخیستل کیږي، وخت یې ضایع کیږی، عمر يې تیریږي او فرصتونه یې له لاسه وځي. د گوندونو مرامی اهداف او په هر اداري او جغرافیایی واحد کې د مشخصو موخو وړاندي کول د ګوندی فعالیت په بریالیتوب کې غوره رول لوبوی، له دې کبله هر سیاسی فعال او په تیره بیا د ګوند غړو او رهبرانو ته لازمه ده چې د ګوندي اساسی او فرعی موخو په اړه معلومات ولري او له افرادو او ګروپونو سره د سازش پرځای پر خپلو مرامونو او د سیاست په عملي ډګر کې د خپلو ګوندي غړو په فعالولو زیات تمرکز وکړي. (ګوندي مرام) څه شی دي؟ د ګوند مرام (اساسی هدفونه): د ګوند د اوږدې مودې په ستراتیژیک مرام کې تسجیل شوې غوښتنې، هدفونه او ارزشونه دی چې ګوند او ګوندي غړي يې په ټولو ورځنیو مبارزو کې په پام کې نیسي. په بل عیارت: ګوندي مرامنامه د ګوند د اساسي او غوره غوښتنو او موخو مختصره او فشرده ټولګه ده چې د اوږدې زمانې لپاره یې طرحه کړې وي او د ګوندي فعالیتونو د لارښود څراغ په حیث کارکوي. رواج دادی چې د ګوند د ستراتیژیک مرام طرحه د یوه ټاکلی واکمن کمیسیون له خوا چې د مسلکي ماهرانو څخه جوړشوی وي، چمتو کیږي؛ د ګوند رهبري کادرونو او غړو ته توزیع کیږی؛ په ګوندي مطبوعاتو کې خپریږي او پرې لیکنې او بحثونه کیږي؛ په اړه یې سیمینارونه جوړیږي؛ موجودو سوالونو ته وضاحت ورکول کیږی؛ په تیاره اړخونو یې رڼا اچول کیږي؛ د ګوندی غړو قناعت حاصلیږي؛ د اوږدو او جدی بحثونو په پایله کې ورپکې اړین تغیرات راځی او تر تکمیل وروسته بیا د ګوند کنګرې ته وړاندې کیږي او هلته تر بحث او دقت وروسته تصویبیږي. ددې مرام جوړول د بیړې کار نه دی، بلکې د زمانی لحاظه دا ډیر وخت غواړي او د مسلکی ماهرانو او سیاست پوهانو دقیق علمی او څیړنیز کارته اړتیا لري. همدا اساسی ستراتیژیک مرام د اوږدې مودې له پاره د ګوند ماهیت او هویت ټاکي چې د ګوند په داخل کې مختلف بهیرونه، قشرونه، نظرونه او فرکسیونونه د هغو د عملی کولو له پاره سره همآهنګ او یوځای کیږی او په بهر کې یې له نورو ګوندونو څخه د بیلتون پوله ټاکي. په دې توګه د ګوند ټول غړي او مینه وال ددې مرام په جوړولو او پلی کولو کې فعاله ونډه اخلي. په ګوندی ستراتیژیک مرام کې د اوږدې مودې (د لسیزو) له پاره د ګوندی موخو اساسي کرښې په کلی مفاهیمو، عامو جملو، نسبتا مجرده او انتزاعی (abstrakt) بڼه داسې لیکل شوې وي چې د اوږدې مودې له پاره خپل اعتبار وساتلای شي او هره جمله یې په مختلفو وختو او متفاوتو محلونو کې ځانګړي تحلیل او د عملی کیدو بیل بیل شکلونه ځان ته خپلولی شي. د مبرمو (aktuelle) او ورځنیو حالاتو غوښتنې او د ولسوالیو او ولایتونو په کچه عملی پلانونه په دې مرام کې تفصیل او پوره وضاحت نه مومي، د روځنیو پوښتنو ځوابونه په سختی پکې موندل کیدای شي او د ګوند د عادی غړو او عامو کسانو لپاره يې پوهه ستونزمنه وي. د ګوندي مرام همدا خصوصیت هغه د ګوند د عملی او انتخاباتی برنامو څخه بیلوي چې د منځنۍ مودې او انتخاباتي دورې موخې او د پلی کولو لارې یې په دقیقه توګه او مشرح ډول پکې ځای شوې او څرګندې شوی وي. د بیلګې په توګه د آلمان سوسیال دموکرات ګوند SPD تل د اوږدې مودې له پاره خپل ټاکلی اساسي مرام لري چې په هغه کې د ډیرو کلونو وروسته تغیر او تعدیل راوړي. د آلمان د سوسیال دموکرات ګوند لومړۍ برنامه په ۱۸۶۹ م کال کې په آیزننخ کې، دوهمه یې په ۱۸۷۵م کال کې په ګوتیئر کې، دریمه یې ۱۸۹۱ م کال په ایرفورت کې، نورې یې په ترتیب سره په ۱۹۲۱، ۱۹۲۵، ۱۹۵۹، ۱۹۸۹ او ۲۰۰۷ مو کالونوکې تصویب شوې. که ورته وګورو داسې وختونه شته چې د نړۍ همدې مهم او تاریخي ګوند پخپله اساسی برنامه کې ۲۰ یا ۳۰ کاله هم بدلون نه دی راوستی، خو د پارلماني او صدارتی ټاکنو په هره دوره کې د منځنۍ مودې پرګرام او هغه ټاکلي تدابیر او اقدامونه له خلکو سره شریکوي چې د ګوند د اساسي برنامې د موادو د تطبیق له پاره یې په معینه دوره او مشخص ځای کې عملی کول غواړي. په ایالتی او نورو ټیټو سطحو کې هم د خپل اساسی پروګرام د تطبیق له پاره مشخص تدبیرونه او اقدامات خلکوته وړاندې کوي او د هغو له پاره تبلیغي، اقناعي او ترویجي کار هم کوي. د ډیرو ګوندونو مرامونه د شلم قرن تر دوهمې نیمایي پورې د ټاکلو ایدیولوژیو پربنسټ جوړیدل چې ګوندی مرام به همغې ایدیولوژۍ او اعتقاداتو ته د بلنې د پلاتفورم رول هم په غاړه لاره. د ګوند غړو او مینه والو به د سیاسي مبارزې تر څنګ د نوموړې ایدیولوژۍ د مبلغینو دنده هم سر ته رسوله چې په ډیرو ځایو او ډیرو وختو کې یې ګوندي کارونه سختول، د وخت د ضیاع سبب کیدل او ګوندي فعالیتونه یې له خنډونو او ایدیولوژیکو او عقیدوی ټکرونو سره مخامخ کول. په نننۍ زمانه کې له ټاکلې ایدیولوژۍ سره د ګوندي مرام تړون او هغو ته د دعوت بڼه منسوخه او له منځه تللې ده؛ یوازې په ټاکلو حالاتو کې د معینو سیاسي، ټولنیزو، اقتصادی او کلتوري ارزشونو په دفاع او د نورو پر وړاندې د مبارزې شکل یې نیولی. د ګوند غړی او مینه وال مکلف دی چې په خپلو روځنیو اعمالو کې د ګوندي مرام محتویات په نظر کې ولری او د هغو د پلی کولو له پاره د نورو ترمنځ د خپرولو او اقناعی کار په خاطر زیار وباسي. ایدیولوژیک ګوندي مرامونه که په ډیرو ځایو او وختو کې د خلکو د عامو عقیدو سره د ټکر او په خپله ایدیولوژۍ د نورو را اړولو له کبله د ګوند د غړو د کمیت په زیاتولو، د هغوی د ایدیولوژیکو افکارو د پاللو او په ولس کې د رایو په ګټلو کې ستونزې پیداکوی، همدا شان په ځینو وختو کې د ګوندی اهدافو او سیاسی فعالیتونو په ټاکلو او انتخاب کې هم جدي پرابلمونه زیږوي. ډیر ځله داسې پیښیږي چې روځنئ سیاست او موجوده عینی حالات د یوه هدف او عمل غوښتنه کوي، خو ایدیولویک اصول او بنسټونه د هغو د کړو جواز نه ورکوي؛ او یا بر عکس. ایدیولوژیک اصول په ډیرو ځایو کې د ستونزو په حلولو کې د ګوندي غړو لاس او پښې تړي چې ډیر ځلې د زماني او محلي فشارونو له امله د ګوند غړي او یا بشپړ ګوندي سازمانونه د ایدیولوژیکو نصوصو څخه تیریدو او د هغو تر پښو لاندې کولو ته مجبوریږي. که دا تیرېدنې او مخالفتونه تر ټاکلي حد واوړي، نو فاعلین یې د ګوندي ګټو د زیانمن کولو په تور له ګونده خارجیدای شي. په مختلفو حالاتو کې د ایدیولوژیکو اصولو توضیح او تفسیر ډیر ځله د ګوند په داخل کې د سختو فکري او عقیدوی ټکرونو، فرکسیونونو، انشعابونو او د سیاسي فعالیت د محصلې د کموالي او تقلیل سبب شوی دي. همدا علت دی چې د شلم قرن د ګوندونو د مرامونو د ایدیولوژیک پیوستون موضوع په اوسنی سیاسی پراتیک کې ځای نه لري. (نور بیا)
Read 3942 times

Leave a comment

Make sure you enter all the required information, indicated by an asterisk (*). HTML code is not allowed.

مجله

  • معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي!
    معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي! په افغانستان کې پر تنظیمونو د واک او څوکیو د ويش دود به کله پای ته رسيږي؟! هر وزارت کې چې نوی وزير وټاکل شي لومړی کار يې دا دی، چې د خپل تنظیم او قوم خلک ځای پر ځای کړي. راځم اصل مطلب ته او هغه د هېواد د…
  • د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه
    د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه – د پاکستان د وګړو شمېر ۲۰۴ میلیونه ۹۲۴ زره دی، د هندوستان د وګړو شمېر ۱ میلیارد ۲۸۱ میلیونه ۹۳۵ زره دی، – د پاکستان بشري ځواک ۹۵ میلیونه دی، د هندوستان ۶۱۶ میلیونه دی، – د پاکستان ۷۵ میلیونه ۳۲۵ زره کسان خدمت ته برابر دي، د هندوستان…
  • افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې
    افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ درېیمه ناسته کابو دوې مياشتې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې وشوه. له دغې ناستې وروسته د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر سر د اختلاف له امله د لنډ مهال لپاره خبرې وځنډېدې. که څه هم دغه ځنډ له…
  • شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند
    شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند اشتراک کننده گان يک نشست، کميسيون مستقل حقوق بشر افغانستان را به انحصار و قوم گرايى متهم مى کنند و مى گويند که حدود ٧٠ درصد افراد شامل فهرست واجدين شرايط عضويت اين کميسيون، مربوط به يک قوم مى باشند. آنها خواستار لغو کميته اى مى باشند که اين فهرست…
  • ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن
    ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن د روسیې په پلازمینه مسکو کې د افغان سولې په تړاو نړیواله غونډه ترسره شو؛ په غونډه کې د طالبانو د استازو او د سولې عالي شورا د نمایندګانو په ګډون د ۱۱ هیوادونو چارواکو ګډون درلوده. له اټکل سره سم، طالبانو له دې غونډې ابزاري استفاده وکړه او د…
  • اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله
    اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله د افغانستان د حرب اسلامي ګوند د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته یوه طرح وسپارله. د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له کمیشنرانو سره یوځای یوې خبري غونډې ته وویل، دا طرحه…
  • خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي
    خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي د يادو ټولو بريدونو مسوليت ترهګرو پر خپله غاړه اخيستی، دا حملات په کورنۍ او نړيواله کچه وغندل شول. پاکستان، ترکيه، سعودي او اروپايې ټولنه هغه مراجع دي چې په دغو بريدونو کې ځان له افغانانو سره په غم کې شريک بللی، خو ايران بيا پرته له دې چې د…

بـیـې او نرخـونه