د لوی غر د ادارې خبرتیا!!! د لوی غر ویبپاڼه د پر مختللو کمپیوټري پروګرامونو پر مټ تاسې ته د نورو خبري سرچینو څخه شېبه په شېبه تازه خبرونه په خپلکاره )اوتوماتیک) ډول چمتو کوي. د خبر سموالی او کره والی د خبر سرچینې پورې تړاو لري ، د لوی غر ویبپاڼه یې هیڅ ډول مسؤولیت په غاړه نه اخلي
شنبه, 07 آذر 1394 11:27

پاکستانی سیاست کونکی که دبد نیت پالونکی

Rate this item
(0 votes)
که څه هم پاکستان په لغت کی د(پاکانو ځای ) ته ویل کېږې خو له بده مرغه پدی خاوره کی دولت د برتانوی زاړه او ا مریکایئ مډرن استعمارپه لاس له لمړی ورځی له داسی ناروغی سره مل وو چی هیڅکله یئ دخپل نامه په اندازه سپیڅلتیا خپلو خلګو ، سیمی ا ونړی ته څرګنده نه کړه ، بس له جوړښته ترننه دا د اوبو او ښومځکو خاوره دسمی ګټی پر ځای په کاږه لاس لومړی خو دپرتو قومونو تر مینځ د سمتی ،ژبنی اومذهبی کرکی په شندنی دخپل منځی جنګو په ډګربدله سوی او لا د دی اور له تاوه مسلمان اوسیدونکی یئ پر اقتصادی ،فرهنګی وروسته پاتوالی بر سیره په (۱۹۷۱) زیدیز کال کی د خپلی خاوری لویه برخه بنګال یا اوسنی بنګله دیش له لاسه ورکړ. که چیری ددی ملک پر پټو سرطانی ریښو او ناروغیو نوره څیړنه ونه لرو نو پاکستان خو یوداسی ازاد او خپلواک ملک دی ، چی د خپلواکی را پدی خوا یې اداره دنړی دټولو منل سوو دودونو په عکس د درو حکومتو مانا ملکی حکومت ،پر هغه بر سیره زورور نظامی حکومت او د (آی اس،آی) د جاسوسی اداری په مټ د استعمار په ګټه چلول کیږی. مطلب دا چی پدی ملک کی قانونی ملکی حکومت د ( ۱۹۵۳ او ۱۹۵۶ ) زیدیزکال د اساسی قانون پر بنسټ څوځلی جوړ سوی مګر کله چی استعماری ملکو ته یئ خوند ندی ورکړی نو سمدستی د پاکستانی نظامیانو په لاس دخلګو په رایو جوړ حکومت په زور چپه سوی ، پر ځای یئ نظامیانو واکداری خپله کړی . لنډه داچی پاکستان له خپل پیدایښت تر اوسه یوازی (۲۸) کاله بی واکه په ناروغیو اخته ملکی انتخابی حکومت اوپاته (۴۰) کاله پوځیانو دانګریز او امریکا د خوښی باداری کړی ،خو په نظامیانو کی بیا جنرال ضیأالحق د پاکستان لپاره د اسلامی بنسټ پالنی پلار د ی ـ نوموړی د ملک د اسلامی کیدو په پلمه لومړی دزرګونو دا سو مدرسو جوړیدو ته لار پرانیستل کوم چی د افراطی نظامیانو له خوا یئ څارنه او روزنه کیده او په یادو مدرسو کی لومړنی (سبق ) همدا وو: ( کا فران ) مانا دنړی ترنما یئ ډیر انسانان ، یا به اسلام منی او یا به د مسلمانانو په توری د جهاد په نتیجه کی مری . د جنرال ضیا په واکداری کی بله تل پاته انسانی ، اسلامی او پاکستانی ضد کارنامه دا وه چی په پاکستان کی دننه یې دمسلمانانو د مذهبی احساساتو څخه د ناوړی ګټی اخستنی له کبله ډلی ډلی اسلامی اسلحی لرونکی سازمانونه جوړ ،قوی او سمبال کړه . غوښتل یئ ،وار د مخه د کفر په تور هندوستان او د دښمنی په نامه افغانستان د ترورستی حملو ډګر کړی. تر ډیره بریده یئ دا غوښتنه یا په خپله او یا دده دپاته مخلصینو په مټ عملی سوه . نو ځکه نن سبا پاکستان تر (دیرش) زره ډیری دځانمرګئ نصاب لرونکی فعالی اسلامی مدرسی او لږ تر لږه ( لس) په اسلحی سمبال تنظیمونه مانا په اسلام کی نفاق اچونکی فرقی لری.چی دا هم دخارجیانو په مرسته اود (آی،اس،آی)په اشاره دننه دشعیه،بلوڅو اوعیسوی لږکیو او بهردهغه څه په وړاندی داسلحی کار اخلی کوم چی د دوی خوښ نه وی .داچی پاکستان له بنسټه داستعمار غوښتونکو په نوښت داوږد محاله مخو لپا ره جوړسوی دی ،نو ځکه په وروستی پنځو لسیزو کی ددی ښکلی اسلامی ملک سیاستوالو دعامو وګړوله خوښی پرته لو مړی وامریکایې پوځیانوته پټ ځایونه ورکړه اوبیا یئ په اخیرو دری لسیزو کی دا ملک په لوړه کچه دامپریا لستی بد نام لښکر(نړیوال تروریزم ) زیږنتون ،روزنتون اومیلمستون جوړ کړ.، دپورته شننو وروسته هرو مرو په دی پوهیدلی یو که د پاکستانی واکداران همدا ووایئ : موږ د خپل کاږه بنسټه د پاکستانیانو، ګاونډیانو او ټولی نړی سره د رښتیا کولو څه درښتیا ویلو توان او اجازه هم نه لرو،دا به څه ناڅه د دوی اسلامی غرور پرځای کړی ،او د بله اړخه زموږ سیاست والو ته به سپين دا ور ښکاره کړی .چی پاکستان،القایده، داعش،اوطالبان د هغه توری نړیوالی پروژی څرګنده برخی دی کوم چی غواړی دپخوانی ساړه جنګ پرځای زموږ له وطنه په یوه کاږه جنګ کی برخه واخلی .زما له نظره که دیادی پروژی هری برخی ته دسولی بلنه ورکړی دوی خپل ورسپارل سوی کار ځندډولای نه سی نو ځکه دهری ورځی وعدی یئ دتیر په شان درواغ او بیا هم درواغ وی. لدی چی تیر سو پاکستانی سیاست کونکی دخپل وطن له پیدایښتی نیمګړتیاو خبر دی ، نو ځکه دګاونډیانو له لوری د خیر ښی ګڼی له ږغه هم ډار لری . د بیلګی په ډول که د ډیورنډ د کرښی دو غاړو ته پراته پښتانه یو پر بل د ورور ږغ وکړی ، چی بیشکه وړونه دی پنجاب دغه رښتنی اړیکی او دمینی ډکی خبری ته د افغانستان له لوری دښمنی وایې ، او که هندوستان دا رښتیا ووایئ چی : دسند اوسیدونکی مهاجر نه دی .ځکه دا هغه مسلمانان دی چی د پاکستان تر جوړیدو وروسته دا سلام سره د مینی له زوره په هندوستان کی خپلی مادی او معنوی اړیکی شاته پری ایښی ، پاکستان ته کډه او دا ملک یئ د ټولو ستونزو سره منلی،تر دی هم پورته که د ایران د بلوڅانو له خولی دا ووځی چی: د پاکستان (۴۲٪) خاوره د بلوڅوده دا تاریخی رښتینی خبری په نړی کی یوازی پاکستا نی واکدارانو ته د دښمنی مانا لری اوددی څرګنده دښمنی او ویری اثر د هغه ځای دلیډرانو په ځینو شفاهی او چاپی خپرو سوو ویناګانو کی ډیر ځلی لیدل سوی چی وایې : د افغانستان ترقی د پاکستان تباهی ، دهندوستان سره دوستی د پاکستان سره دښمنی ده.که چیری دا تور ډارن تصور په روښانه ذهن وڅیړو نو ددی لیډرانو د ډار یوه اصلی ریښه هرو مرو دا هم ده چی سیاستوالو یئ په خپل ټول عمر بیله پنجابه د نورو ټولو قومو سره د مور میری چلند کړی . د هغو ذاتی انسانی حقوق یئ ترپښو لاندی کړی ،دپنجاب په ګټه یئ دهغو ږغ په ستونی کی خپه کړی ، هان تر دی چی هغو ته یئ په خپلی مورنی ژبی ( بلوڅی او پښتو ) دلیک لوست اجازه نده ورکړی .د یادو قومونو پر مځکه بر سیرن او تر مځکی لاندی هستی او زیرمی یئ وړیا د دولتی هستی په نوم وړی خو د پنجاب دموځکو حاصلات یې بیا په لوړه بیه پر درو نورو صوبو خرڅکړی . لوی ظلم یئ لا دا کړی چی د بلوڅانو د آزادی غوښتنی کریږی ته يئ د دښمن ناره، دپښتنو حق غوښتنی ته یئ افراطی نیشنلستی او سندیانو ته یئ بیګانه مهاجرویلی ، پر یادو وګړویئ ډول ډول ظلمونه کړی اوس خپل عمل ته په کتویئ پوره باور دادی که ګاونډیان یئ پر مخ تګ او ثبات ولر ی تر نورو لا دمخه که افغانستان له جنګو خلاص او پر خپلو پښو ولاړ ملک سی هرومرو ددی ملک ترقی اوارامی د پاکستان په لور په ځانګړی ډول ډیر ژر پر بلوڅو او پښتنو اثر کوی چی په نتیجه کی به یئ پاکستان دخپلو خلګو په ګټه یا له غلامی خلاصیږی اویا به پاکستان یوازی دپنجاب نوم وی. هم دا وجه ده چی پاکستانی سیاستوال خپله ایمانی دنده ګڼی څو ګاونډیان په تیره بیا افغانستان هیڅکله ارام ونه کړی .پوره (۶۸) کاله سوه چی پاکستانی لیډران له ګاونډیانو سره خپله دښمنی په عمل کی د خپلو بادارانو په مرسته پالی، نو ځکه دا په عقل پوره خبره نه ده چی له داسی لیډرانو د ښه نیت غوښتنونکی وه اوسو. محمد صادق (رحمانی )
Read 2282 times

Leave a comment

Make sure you enter all the required information, indicated by an asterisk (*). HTML code is not allowed.

مجله

  • معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي!
    معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي! په افغانستان کې پر تنظیمونو د واک او څوکیو د ويش دود به کله پای ته رسيږي؟! هر وزارت کې چې نوی وزير وټاکل شي لومړی کار يې دا دی، چې د خپل تنظیم او قوم خلک ځای پر ځای کړي. راځم اصل مطلب ته او هغه د هېواد د…
  • د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه
    د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه – د پاکستان د وګړو شمېر ۲۰۴ میلیونه ۹۲۴ زره دی، د هندوستان د وګړو شمېر ۱ میلیارد ۲۸۱ میلیونه ۹۳۵ زره دی، – د پاکستان بشري ځواک ۹۵ میلیونه دی، د هندوستان ۶۱۶ میلیونه دی، – د پاکستان ۷۵ میلیونه ۳۲۵ زره کسان خدمت ته برابر دي، د هندوستان…
  • افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې
    افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ درېیمه ناسته کابو دوې مياشتې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې وشوه. له دغې ناستې وروسته د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر سر د اختلاف له امله د لنډ مهال لپاره خبرې وځنډېدې. که څه هم دغه ځنډ له…
  • شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند
    شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند اشتراک کننده گان يک نشست، کميسيون مستقل حقوق بشر افغانستان را به انحصار و قوم گرايى متهم مى کنند و مى گويند که حدود ٧٠ درصد افراد شامل فهرست واجدين شرايط عضويت اين کميسيون، مربوط به يک قوم مى باشند. آنها خواستار لغو کميته اى مى باشند که اين فهرست…
  • ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن
    ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن د روسیې په پلازمینه مسکو کې د افغان سولې په تړاو نړیواله غونډه ترسره شو؛ په غونډه کې د طالبانو د استازو او د سولې عالي شورا د نمایندګانو په ګډون د ۱۱ هیوادونو چارواکو ګډون درلوده. له اټکل سره سم، طالبانو له دې غونډې ابزاري استفاده وکړه او د…
  • اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله
    اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله د افغانستان د حرب اسلامي ګوند د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته یوه طرح وسپارله. د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له کمیشنرانو سره یوځای یوې خبري غونډې ته وویل، دا طرحه…
  • خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي
    خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي د يادو ټولو بريدونو مسوليت ترهګرو پر خپله غاړه اخيستی، دا حملات په کورنۍ او نړيواله کچه وغندل شول. پاکستان، ترکيه، سعودي او اروپايې ټولنه هغه مراجع دي چې په دغو بريدونو کې ځان له افغانانو سره په غم کې شريک بللی، خو ايران بيا پرته له دې چې د…

بـیـې او نرخـونه