د لوی غر د ادارې خبرتیا!!! د لوی غر ویبپاڼه د پر مختللو کمپیوټري پروګرامونو پر مټ تاسې ته د نورو خبري سرچینو څخه شېبه په شېبه تازه خبرونه په خپلکاره )اوتوماتیک) ډول چمتو کوي. د خبر سموالی او کره والی د خبر سرچینې پورې تړاو لري ، د لوی غر ویبپاڼه یې هیڅ ډول مسؤولیت په غاړه نه اخلي
چهارشنبه, 18 آذر 1394 15:07

د آسيا زړه کنفرانس کې ګډون؛ پاکستان ته امتياز ورکول

Rate this item
(0 votes)
د آسيا زړه هېوادونو کنفرانس، چې پاکستان یې کوربتوب کوي؛ د افغانستان پر امنيتي او پرمختيايي مسايلو بحث د دې کنفرانس د اجنډا يوه برخه ده .وړاندې په دې غونډه کې د ولسمشر د ګډون په اړه شک ښودل شوی و ، خو وروسته له هغې چې ولسمشر د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره وکتل، د اسیا زړونو په کنفرانس کې یې ګډون ته زړه ښه کړ. داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې پاکستاني چارواکو په یوه وروستۍ غونډه کې له افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو پریکړه کړې. بل پلو راپورونه وايي، ولسمشر به دا ځل په زغرده پاکستاني چارواکو ته ووايي چې پخلاینې ته له لېوالو طالبانو سره دې جلا چلند وکړي، خو د سولې مخالفو طالبانو پر ضد باید قاطع عملیات وشي. خو که له پاکستان سره تيرو اړيکو، د دغه هيواد ژمنو او تيرو ګډو کنفرانسونو ته وګورو نو له دې کنفرانسه هم د خير تمه نشي کيدلای. په وروستيو کې چې پاکستان د افغان دولت او چين له فشارونو لاندې دی او په خپله هم په سياسي انزوا کې د راګير کيدو په درشل کې دی؛ پاکستان ته د ولسمشر غني سفر ګټور نه بلکه پاکستان ته یو ډول امتياز او نړيوال باور ورکول دي. پاکستان چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د پاتې راتلو له امله د نړۍ د ډېرو هېوادونو له سخت فشار لاندې دی، دلته یوځل بیا غواړي چې نړيوال تېر باسي او څرګنده کړي، چې په دې مبارزه کې له افغانستان سره ګډې هڅې کوي. دا هغه دوه مخی سیاست دی، چې دغه هېواد یې له کلونو راهیسې پر مخ بیایي او له دې سره یې نه یوازې افغان دولتونه بلکې نړۍ هم تېر اېستلې ده. اصلاً په دغه کنفرانس کې د ولسمشر په توګه د غني ګډون؛ په سياسي لحاظ د افغانستان او په خپله د ولسمشر لپاره مناسب نه و ځکه په یاد کنفرانس کې د نورو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران او د ځينو سازمانونو غړي ګډون کوي چې په دې کې د ولسمشر په توګه د اشرف غني ګډون مناسب نه دی او بايد چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير او يا هم بل داسې کس ګډون کړی وای چې په سياسي لحاظ د نورو هيوادونو له استازو سره په موقف کې برابر وای لکه حکمت خليل کرزی. اصلاً له پاکستانه لپاره د خير تمه کول د ځان تير ايستل او د وخت ضایع کول دي. دغه هيواد سره خبرې کول؛ اوښ ته رباب وهل دي. تاسې فکر وکړۍ له پاکستان سره تر اوسه، په دې اړوند څومره خبرې شوي، څومره لګښتونه وشول، څومره وختونه ضايع شول او څومره کنفرانسونه او د دواړو لورو سفرونه وشول؟ پايله يي څه شوه؟ دا هر څه پاکستان په اوبو لاهو کړېدي، پايله يي یوازې د پاکستان دوه مخيتوب او تکراري ژمني وې. دغه هيواد هيڅکله افغانستان ته ښه نيت نه لري، له کومې ورځې چې دافغانستان اوپاکستان تر منځ د ‌‌‌‌‌‌ډيورند کرغيړنه ګرښه رامنځته شوې؛ پاکستان تل هڅه کړې چې افغانسان له پښو وغورځوي او خپلو شومو اهدافو ته ځان ورسوي. د آسيا زړه هیوادونو له کنفرانسه هيڅ تمه بايد ونه لرو ځکه دا ډول غونډې په تير کې هم ډیرې شوي او دا ډول ژمنې پخوا هم ډیرې شوي خو يوه ژمنه يي هم نه ده عملي شوې. تل پاکستان د خپل هدف د ترلاسه کولو لپاره په هيڅ ډول غير اسلامي، غير انساني او غير اصولي کړنې سرفه نه ده کړې. د بيلګې په توګه: له مجاهدينو يي ګټه واخيسته، زمونږ ۲۵۰ کلنه اردو يي له منځ يوړه، د کورنۍ جګړې لپاره يي طالب راته جوړ کړ، د افغانستان ټول تاريخي اثار يي نیم په بمو والوزول او نوريي چور کړل او اوس يی هم زړه نه دی سوړ شوی، اوس مو عالمان دالقاعده په نوم ورکوي، قومي مشران مو د جاسوس په نوم ورکوي او په هيواد کې يي قومي نفاق اچولو ته هم زور ورکړی دی. نو له دغه ټولو واقعيتونو څخه د خبراوي باوجود که اوس مونږ بيا هم له پاکستانه د خير تمه لرو نو دا بيا زمونږ په پوره ناپوهۍ دلالت کوي. له دغه کنفرانسه په هغه صورت کې د خير تمه کيدلای شي چې ولسمشر د ياد کنفرانس ټولو ګډونوالو ته په واضح ډول او جدي توګه ووايي زمونږ دښمن په پاکستان کې روزل کيږي، تجهيز کيږي، چمتو کيږي او خوندي پناه ځايونه لري؛ تر هغو چې پاکستان زمونږ له خپله کوره ونه باسي او روزنه او ملاتړ يي بس نه کړي؛ له دغې هيواد سره به هيڅ ډول اړيکې ونه ساتو. ولسمشر بايد د یاد کنفرانس له لارې په افغانستان کې د روان جنګ ادرس څرګند او نړېوالو ته په ګوته کړي. غني باید د اسيا زړه په کنفرانس کې پاکې او سپينې خبرې وکړي او په هېواد کې روانې ناامنۍ ته د حل لارې چارې ولټوي. لیکنه : خوشحال آصفي
Read 2091 times

Leave a comment

Make sure you enter all the required information, indicated by an asterisk (*). HTML code is not allowed.

مجله

  • معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي!
    معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي! په افغانستان کې پر تنظیمونو د واک او څوکیو د ويش دود به کله پای ته رسيږي؟! هر وزارت کې چې نوی وزير وټاکل شي لومړی کار يې دا دی، چې د خپل تنظیم او قوم خلک ځای پر ځای کړي. راځم اصل مطلب ته او هغه د هېواد د…
  • د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه
    د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه – د پاکستان د وګړو شمېر ۲۰۴ میلیونه ۹۲۴ زره دی، د هندوستان د وګړو شمېر ۱ میلیارد ۲۸۱ میلیونه ۹۳۵ زره دی، – د پاکستان بشري ځواک ۹۵ میلیونه دی، د هندوستان ۶۱۶ میلیونه دی، – د پاکستان ۷۵ میلیونه ۳۲۵ زره کسان خدمت ته برابر دي، د هندوستان…
  • افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې
    افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ درېیمه ناسته کابو دوې مياشتې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې وشوه. له دغې ناستې وروسته د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر سر د اختلاف له امله د لنډ مهال لپاره خبرې وځنډېدې. که څه هم دغه ځنډ له…
  • شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند
    شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند اشتراک کننده گان يک نشست، کميسيون مستقل حقوق بشر افغانستان را به انحصار و قوم گرايى متهم مى کنند و مى گويند که حدود ٧٠ درصد افراد شامل فهرست واجدين شرايط عضويت اين کميسيون، مربوط به يک قوم مى باشند. آنها خواستار لغو کميته اى مى باشند که اين فهرست…
  • ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن
    ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن د روسیې په پلازمینه مسکو کې د افغان سولې په تړاو نړیواله غونډه ترسره شو؛ په غونډه کې د طالبانو د استازو او د سولې عالي شورا د نمایندګانو په ګډون د ۱۱ هیوادونو چارواکو ګډون درلوده. له اټکل سره سم، طالبانو له دې غونډې ابزاري استفاده وکړه او د…
  • اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله
    اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله د افغانستان د حرب اسلامي ګوند د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته یوه طرح وسپارله. د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له کمیشنرانو سره یوځای یوې خبري غونډې ته وویل، دا طرحه…
  • خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي
    خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي د يادو ټولو بريدونو مسوليت ترهګرو پر خپله غاړه اخيستی، دا حملات په کورنۍ او نړيواله کچه وغندل شول. پاکستان، ترکيه، سعودي او اروپايې ټولنه هغه مراجع دي چې په دغو بريدونو کې ځان له افغانانو سره په غم کې شريک بللی، خو ايران بيا پرته له دې چې د…

بـیـې او نرخـونه