د لوی غر د ادارې خبرتیا!!! د لوی غر ویبپاڼه د پر مختللو کمپیوټري پروګرامونو پر مټ تاسې ته د نورو خبري سرچینو څخه شېبه په شېبه تازه خبرونه په خپلکاره )اوتوماتیک) ډول چمتو کوي. د خبر سموالی او کره والی د خبر سرچینې پورې تړاو لري ، د لوی غر ویبپاڼه یې هیڅ ډول مسؤولیت په غاړه نه اخلي
جمعه, 02 بهمن 1394 11:48

ځينې کړۍ چې د ډيورنډ فرضي کرښي ته د رسميت ورکولو هڅې کوي

Rate this item
(0 votes)
د وروستيو ناتاييد شويو راپورونو له مخې پاکستان افغانستان سره د سولې لپاره تازه درانده شرطونه وړاندې کړي دي. پاکستان د طالبانو سره د سولې په خبرو کې نه يوازې دا غوښتنه کړې وه، چې طالبانو ته دې مخکې له مخکې شرطونه نه وړاندې کيږي، بلکې د افغانستان لپاره پاکستان خپل شرطونه هم وړاندې کړي دي. • د ډيورنډ فرضي او تپل شوې کرښې په رسميت پيژندل • د کونړ د سيند په اوبو کې د پاکستان شريکول • په جلال آباد او کندهار کې د هند کونسلګريو تړل • او په افغانستان کې د پاکستان ضد تبليغاتو بندول دا هغه شرطونه دي چې د وروستيو راپورونو پر بنسټ د پاکستان له لوري افغان دولت ته د سولې راوستلو په مقابل کې ايښودل شوي دي. دلته درې خبرې مهمې دي چې د دغه راپور ناکره والی ترې څرګنديږي. لومړی دا چې دا خبر تر اوسه نه افغان دولت او نه هم پاکستاني دولت په رسمي توګه تاييد يا رد کړی دی. ممکن د افغان سولې پروسې د سبوتاژ کولو لپاره د نورو استخباراتي کړيو يوه هڅه وي چې غواړي افغان دولت په نورو مسايلو بوخت وساتي. دويم دا چې؛ دا هغه د منلو شرطونه دي چې په افغانستان کې حتی دولتونه د دې د شرطونو د منلو واک نلري. دريم دا چې د انګليس لخوا د افغان ولس په زړه د ډيورنډ کرښې له راکښلو تر ننه پاکستاني دولت هيڅکله په زغرده او واضیحه توګه؛ له افغان دولته د ډيورنډ فرضي کرښې د رسميت غوښتنې جرأت نه دی کړی. ځکه د يادې کرښې اړوند پريکړه کول د دولتونو نه بلکه دواړو غاړو ته د ميشت ولسونو کار دی. نو څنګه باور کيدلای شي ګويا پاکستان دې دا ځل د افغان سولې په مقابل کې؛ په داسې حال کې چې چين او امريکا يي منځګړيتوب کوي؛ دا ډول نا مشروع غوښتنې وکړي؟ دا سمه ده چې پاکستان د افغان سولې پروسې سره همکاري نه کوي. دا هم د هيرولو نه ده چې پاکستان نه غواړي په افغانستان کې سوله راشي ځکه دغه هيواد په افغان وژنه او افغان جنګ کې د خپل پوځ ژوند او پايښت ويني. پاکستان د افغان جګړې په پيسو خپل پوځ تمويلوي. که چيري دلته جنګ سوړ شي او سوله راشي نو د پاکستان اقتصادي حالت ته په کتو د نوموړي هيواد پوځ به مالي امکانات له لاسه ورکړي. نو پر همدې اساس په هيڅ صورت د افغان سولې پروسې سره همکاري نه کوي. خو پورتني دريو دلايلو ته په کتو داسې انګيرل کيږي چې دا د ځينو کورنيو مغرضو او بهرنيو استخباراتي کړيو پلان دی چې غواړي د افغان سولې پروسې د بيا پیل کيدونکو خبرو پر وړاندې يو ځل بيا خنډ پيدا کړي. د ډيورنډ کرښه، چې د هيواد د ميشتو قومونو له جملې؛ د اکثريت نفوس لرونکي قوم پر زړه د انګليسانو لخوا کښل شوې؛ دومره دردونکې ده، چې په ځینو سيمو کې يې د يوه کلي خلک په دوه برخو ويشلي، يوازې ولسونه؛ په ځانګړي توګه همدا قوم يې د پرېکړې حق لري. دلته اوس ځينې کورنۍ کړۍ شته چې د ډيورنډ فرضي کرښې په رسميت پيژندلو ته چمتو دي. همدوي دي چې د ځينو د تعصب په ناروغۍ ککړو رسنيو له لارې يي همدا موضوع توده نيولې ده. هر وخت يي په اړه بحثونه نيسي او داسې ذهنيت جوړونه کوي چې ګويا د ډيورنډ په رسميت پيژندلو سره به افغانستان ګل و ګلزار شي او هره خوا به سوله او ارامي شي. دوی که څه هم ظاهراً د افغانستان د ارامۍ او سولې خبرې کوي خو تر شاه يي موخه دا ده چې د هيواد اکثريت نفوس لرونکی قوم په دوه ټوټو وويشي او یو بل قوم اکثريت ثابت کړي. کارپوهان هم زياتوي، چې يو شمير فاشستي ډلې، چې غړي يې ځانونه افغانستاني بولي، ځينو افغان دښمنه رسنيو په مرسته، د ډيورنډ کرښې موضوع ډيره راپورته کوي او داسې ډنډورې غږوي، چې د دې کرښې د رسميت پيژندو سره به په هیواد کې سوله او ارامي راشي. په داسې حال کې چې دا د يو لوی قوم د ځپلو هڅه ده. دلته ځينۍ کړۍ دي چې په لوی لاس يي د لوی قوم د ځپلو پروژه پرانیستې ده او او د ډيورنډ فرضي کرښي په رسميت پيژندلو ته يي تبليغات پيل کړي دي. افغان غيرتي او يو موټی ولس او افغان دولت دې خبرداره وي چې د دښمن په نوي دام کې ونه نښلي. لیکنه: خوشحال آصفي
Read 2318 times

Leave a comment

Make sure you enter all the required information, indicated by an asterisk (*). HTML code is not allowed.

مجله

  • معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي!
    معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي! په افغانستان کې پر تنظیمونو د واک او څوکیو د ويش دود به کله پای ته رسيږي؟! هر وزارت کې چې نوی وزير وټاکل شي لومړی کار يې دا دی، چې د خپل تنظیم او قوم خلک ځای پر ځای کړي. راځم اصل مطلب ته او هغه د هېواد د…
  • د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه
    د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه – د پاکستان د وګړو شمېر ۲۰۴ میلیونه ۹۲۴ زره دی، د هندوستان د وګړو شمېر ۱ میلیارد ۲۸۱ میلیونه ۹۳۵ زره دی، – د پاکستان بشري ځواک ۹۵ میلیونه دی، د هندوستان ۶۱۶ میلیونه دی، – د پاکستان ۷۵ میلیونه ۳۲۵ زره کسان خدمت ته برابر دي، د هندوستان…
  • افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې
    افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ درېیمه ناسته کابو دوې مياشتې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې وشوه. له دغې ناستې وروسته د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر سر د اختلاف له امله د لنډ مهال لپاره خبرې وځنډېدې. که څه هم دغه ځنډ له…
  • شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند
    شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند اشتراک کننده گان يک نشست، کميسيون مستقل حقوق بشر افغانستان را به انحصار و قوم گرايى متهم مى کنند و مى گويند که حدود ٧٠ درصد افراد شامل فهرست واجدين شرايط عضويت اين کميسيون، مربوط به يک قوم مى باشند. آنها خواستار لغو کميته اى مى باشند که اين فهرست…
  • ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن
    ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن د روسیې په پلازمینه مسکو کې د افغان سولې په تړاو نړیواله غونډه ترسره شو؛ په غونډه کې د طالبانو د استازو او د سولې عالي شورا د نمایندګانو په ګډون د ۱۱ هیوادونو چارواکو ګډون درلوده. له اټکل سره سم، طالبانو له دې غونډې ابزاري استفاده وکړه او د…
  • اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله
    اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله د افغانستان د حرب اسلامي ګوند د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته یوه طرح وسپارله. د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له کمیشنرانو سره یوځای یوې خبري غونډې ته وویل، دا طرحه…
  • خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي
    خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي د يادو ټولو بريدونو مسوليت ترهګرو پر خپله غاړه اخيستی، دا حملات په کورنۍ او نړيواله کچه وغندل شول. پاکستان، ترکيه، سعودي او اروپايې ټولنه هغه مراجع دي چې په دغو بريدونو کې ځان له افغانانو سره په غم کې شريک بللی، خو ايران بيا پرته له دې چې د…

بـیـې او نرخـونه