د لوی غر د ادارې خبرتیا!!! د لوی غر ویبپاڼه د پر مختللو کمپیوټري پروګرامونو پر مټ تاسې ته د نورو خبري سرچینو څخه شېبه په شېبه تازه خبرونه په خپلکاره )اوتوماتیک) ډول چمتو کوي. د خبر سموالی او کره والی د خبر سرچینې پورې تړاو لري ، د لوی غر ویبپاڼه یې هیڅ ډول مسؤولیت په غاړه نه اخلي
جمعه, 02 بهمن 1394 12:06

افغان ولسمشر ته پرانیستی لیک ـــ اړینه غوښتنه

Rate this item
(0 votes)
دافغانستان ولسمشرښاغلي محمد اشرف غني! عزتمنده! لکه چې څرګنده ده د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې ګڼ شمیر قامونه یوځای وسیږي، چې د ډیره کی(اکثریت) قوم ژبه اوکولتور پکې حاکم دی اودلږه کیو قامونو حقوق پکې دهغوۍ د شمیر (نفوس) په کچه (اندازه) د قانون په کړۍ کې خوندي دي. افغانستان هم د ورونو قومونوګډ کور دى،چې ګډ تاریخ، ګډکولتور اوګډ ویاړونه لري. سره له دې، چې د افغانستان دقاطع ډیره کي (اکثریت) قام ژبه «پښتو» په اساسي قانون کې دهیواد ملي او رسمي ژبه ده، د اساسي قانون او دنړیوالو ډیموکراټیکو نورومونو اواصولو پرخلاف په رسمي، اقتصادي، ټولنیز او سیاسي ډګر کې د افغانستان د ځیني لوړ پوړو چارواکو او ادارو له خوا د هیواد دننه اوبهر په شعوري توګه په دولتې/ حکومتي ادارو،دفترونو، رسمي اوغیر رسمي غونډو، سیمینارونو او کنفرانسونوکې له پامه غورځول شوې ده او هیڅ شتون نه لري. دجمهوري ریاست (دربار) اداري او دوتري (دفتري) کارونه،رسمي مکتوبونه، فرمانونه،اعلامیې، خبرتیاوي اواړیکي (کمونیکیشن) په دري ژبه دي. د وزارتونو،مشرانو جرګې،ولسي جرګې،سترې محکمې، د ټاکنو د کمیسونونو، امنیتي ادارواو دملي امنیت شوری رسمي مکتوبونه، لیکنې، رسنیزکنفرانسونه، انټرنیټي ویب پاڼې او تړونونه په دري ژبه دي . رسنۍ او میډیا په سلو کې 95 په دري ژبه ده او په زیاترو دولتي/حکومتي ادارو کې د خپلسرو زورواکو له خوا د متنازعه اشخاصو انځورونه زوړند شوي،چې هیڅ اړتیا ورته نه لیدل کیږي. له هیواده بهر دسفارتونو اوکونسلګریو انټرنیټي ویب پاڼې،خبرتیاوي، اړین مالومات، دپاسپورت غوښتنلیک، نکاح لیک، وکالت لیک،د زیږیدو د تصدیق او نورې فورمي په انګلیسي او دري/پارسې ژبه دي. کله چې ئې له چارواکو وپوښتل شي، نو هغوۍ وائې چې موږ ته بهرنیو چارو وزارت پښتو فورمې نه دي رالېږلي، چې په دې سره په لوې لاس تر اوسه پورې داساسي قانون پرخلاف د هیواد قاطع او مطلق ډیره کي (اکثریت) قام «پښتون قام» د ژبې، کولتور،حقوقو او ارزښتونو سپکاوی کیږي چې دا غیر عادلانه کړنې نور د زغملووړ نه دي ، ولسي غبرګون راپاروي، چې ښې پایلې به ونه لري. پښتانه په هیواد او منطقه کې يو ستر ځواک دى، هیواد اوسيمى ته ټیکاو( ثبات) او امنيت بخښى. زمونږ په اند «پښتو ژبه» دافغانستان داساسي قانون د16 مې مادې پر خلاف له دولتې/حکومتي ادارو لرې ساتل او دپښتني کولتور ارزښتونه او حقه حقوق له پامه غورځول یو ناوړه، غیرانساني، غیر قانوني، غیر عادلانه او دانساني ( بشري) حقونو نه بهر خبره ده، چی هیڅ اخلاقي،حقوقي او قانوني جواز نه لري. د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند په دې وسیله له تاسې ښاغلي ولسمشرڅخه په ډېر درناوي په کلکه غوښتنه کوي، چې د هیواد د لومړي زمه وار شخص په حیث، دملګرو ملتونواو دنړیوالو ډیموکراټیکو نورمونو پربنسټ،دقانون دتطبیق په موخه دافغانستان د اساسي قانون د 16 مې مادې قانوني حقوق برحال اود پلې کولو ا و تطیبق لپاره ئې کوټلي ګامونه واخلئ، ترڅو دپښتو ژبې په مقابل کې روانو بې عدالتیو ته د پائې ټکی کیښودل شي او په رښتیني توګه قانون او ډیموکراسي پلې شي. په درناوی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند
Read 1892 times

Leave a comment

Make sure you enter all the required information, indicated by an asterisk (*). HTML code is not allowed.

مجله

  • معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي!
    معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي! په افغانستان کې پر تنظیمونو د واک او څوکیو د ويش دود به کله پای ته رسيږي؟! هر وزارت کې چې نوی وزير وټاکل شي لومړی کار يې دا دی، چې د خپل تنظیم او قوم خلک ځای پر ځای کړي. راځم اصل مطلب ته او هغه د هېواد د…
  • د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه
    د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه – د پاکستان د وګړو شمېر ۲۰۴ میلیونه ۹۲۴ زره دی، د هندوستان د وګړو شمېر ۱ میلیارد ۲۸۱ میلیونه ۹۳۵ زره دی، – د پاکستان بشري ځواک ۹۵ میلیونه دی، د هندوستان ۶۱۶ میلیونه دی، – د پاکستان ۷۵ میلیونه ۳۲۵ زره کسان خدمت ته برابر دي، د هندوستان…
  • افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې
    افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ درېیمه ناسته کابو دوې مياشتې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې وشوه. له دغې ناستې وروسته د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر سر د اختلاف له امله د لنډ مهال لپاره خبرې وځنډېدې. که څه هم دغه ځنډ له…
  • شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند
    شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند اشتراک کننده گان يک نشست، کميسيون مستقل حقوق بشر افغانستان را به انحصار و قوم گرايى متهم مى کنند و مى گويند که حدود ٧٠ درصد افراد شامل فهرست واجدين شرايط عضويت اين کميسيون، مربوط به يک قوم مى باشند. آنها خواستار لغو کميته اى مى باشند که اين فهرست…
  • ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن
    ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن د روسیې په پلازمینه مسکو کې د افغان سولې په تړاو نړیواله غونډه ترسره شو؛ په غونډه کې د طالبانو د استازو او د سولې عالي شورا د نمایندګانو په ګډون د ۱۱ هیوادونو چارواکو ګډون درلوده. له اټکل سره سم، طالبانو له دې غونډې ابزاري استفاده وکړه او د…
  • اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله
    اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله د افغانستان د حرب اسلامي ګوند د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته یوه طرح وسپارله. د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له کمیشنرانو سره یوځای یوې خبري غونډې ته وویل، دا طرحه…
  • خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي
    خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي د يادو ټولو بريدونو مسوليت ترهګرو پر خپله غاړه اخيستی، دا حملات په کورنۍ او نړيواله کچه وغندل شول. پاکستان، ترکيه، سعودي او اروپايې ټولنه هغه مراجع دي چې په دغو بريدونو کې ځان له افغانانو سره په غم کې شريک بللی، خو ايران بيا پرته له دې چې د…

بـیـې او نرخـونه