د لوی غر د ادارې خبرتیا!!! د لوی غر ویبپاڼه د پر مختللو کمپیوټري پروګرامونو پر مټ تاسې ته د نورو خبري سرچینو څخه شېبه په شېبه تازه خبرونه په خپلکاره )اوتوماتیک) ډول چمتو کوي. د خبر سموالی او کره والی د خبر سرچینې پورې تړاو لري ، د لوی غر ویبپاڼه یې هیڅ ډول مسؤولیت په غاړه نه اخلي
دوشنبه, 30 فروردين 1395 21:14

کرزی او تناقضات!

Rate this item
(0 votes)
دادمحمد ناوک - حامد کرزی په وینا کې مهارت لري، دی پر دې ډېر ښه قادر دی چې څنګه ان ترخه خبره په خوږو لفظونو کې تر مقابل لوري ورسوي، د واکمنۍ پر وخت يې د تمثیل غښتلی رول اداکاوه، لیده به مو، چې د ولسي مرګ ـ ژوبلې په وخت به يې فاتحو کې ډېره مظلومه څېره نیولې وه، په ارګ کې به د کندهار او هلمند له ویر ځپلو سره په ژړا شو، خو پر دې سربېره يې پر ګڼو هغو مسایلو خوله پټه کړې وه، چې نن يې دی د خپل ملت په حق کې ناروا بولي او په زغرده د دغسې مسایلو غندنه هم کوي. یو دوه ورځې وړاندې خوشال بابا فکري بهیر نوموړي ته غونډه ځانګړې کړې وه، عنوان يې « د افغان غمیزې ماهیت، اړخونه او لرلید» و، چې حامد کرزی به د دې غمیزې په اړه پکې خپل نظر، تجربې او معلومات شریکوي، دی هم ښه په خوندور انداز د زړه وغږېده او پخپلو خبرو کې يې یاده هم کړه چې دی نن د بیان ازادي لري او له بیانه يې هم ښکارېدله چې اوږې يې له امریکايي مشاورینو سپکې احساسولې، خو سره له دې هم د روهي ویبپاڼې د خبر له مخې دې غونډې ته هم د امریکا سفارت ورسره چنې وهلې وي، چې سړی ترې دا ثابتولی شي چې د کرزي له بیا بیا دې ټينګار سره چې دی ازاد دی لا هم د خپل بادار چې دی يې همکار بولي تر څار لاندې دی. ښايي هغوی چې حامد کرزي ته د «ملي مشر» خطاب کوي پر دې خوابدي شي چې ولې مې يې امریکايي ملاتړي ور باداران بللي دي، خو دا ډول اعترافونه پخپله حامد کرزي کړي دي، چې په راتلونکو کرښو کې به درته واضح شي، د دې غونډې په وینا کې هم حامد کرزي څو ځایه پخپل ځان شاهدي وویله او دا يې ثابتوله چې دی له ډېره پخوا په پردو لاسونو کې اوښتی را اوښتی دی. حامد کرزي د افغان غمیزې په اړه خبرې له تېره جهاده را پیل کړې، چې دی به له نورو جهادي مشرانو سره د صغت الله مجد دې د ګوند په استازیتوب د ای ایس ای تر دفترونو تللو او پاکستان کې به يې د افغان جهاد لپاره مرستې او مشورې را جذبولې، د روسانو پر وتلو وغږيد او له هغه وروسته يې د طالبانو د ملګرتیا او پر ضد د درېدلو کیسه وکړه. نوموړي د طالبانو د یو مشر ملا محمد رباني په حواله وویل چې هغه ورته د طالبانو د تحریک له پیله اته میاشتې وروسته کویټې ته ورغی او د دوی په کور کې يې ورته وویل چې د طالبانو واک له ګوتو په وتو دی او ته يې باید پر وړاندې ودرېږي، دی وايي چې د پاکستان په کویټه کې په افغانستان کې د طالبانو په لیکو کې د پاکستاني واک پر ضد ودرېدم او ورسره مخالف شوم! کیسه يې پسې وغځوله او طالبان يې بشپړ د پاکستان په واک کې وبلل او په وينا يې ملا محمد عمر اخوند ته يې له پاکستانه لیکونه ولېږل چې باید له جګړې لاس واخلي او ځکه چې په مقابل کې يې هم د ده په وینا مجاهدین دي خو هغه نه ده ورسره منلې او د ده په وینا د دې لپاره چې د پاکستان له تسلطه افغانستان وژغوري د پاکستان په کویټه کې يې له خپل کوره امریکا ته منډې شروع کړې چې د افغانستان په ژغورنه کې ورسره مرسته وکړي. پر پورته څرګندو تناقضاتو سربېره حامد کرزي په پوره مهارت داسې وښوده، چې امریکا دی نه دی راوستی؛ بلکې امریکا ده راوسته، چې په دواړه صورتونو کې د افغان ملي ارزښتونو سره لوی خیانت دی، خو دی پرې ویاړ کوي او په زغرده يې یادوي، ده خپلو اورېدونکو ته ور پاموله چې ده امریکا راوسته خو د روزګان په غرو کې د سې آي اې د عسکرو په غېږه کې ستړې ورځې يې يادې نه کړې، ويې نه ویل چې په بن کې په پرديو هېوادنو کې د فکري مسخه شويو افغان ډوله خلکو په رایو کې د ده رايې ډېرې وې که د عبدالستار سيرت! کرزي امریکا په لومړیو کې خپله همکاره بولي خو په وینا يې وروسته پر بله شوه، ده د وینا په اوږدو کې وویل چې امریکا د شورویانو له وتلو وروسته د پاکستان په ملګرتیا ځکه خپل منځي جګړې پیل کړې چې افغانستان د یوې منظمې اردو خاوند پاتې نه شي دی وايي چې په هغه وخت کې زموږ تیارې پاکستان ته ور اوښتې خو مني چې د امریکا په موجودیت سربېره اوس د پاکستان تیارې افغانستان ته را اوړي. حامد کرزي د مجاهدینو خپل منځي شخړې هم د پاکستان او امریکا ګډه ډرامه وبلله او بیا د دې ډرامې د له منځه وړلو لپاره يې طالبان هم د پاکستان کسان معرفي کړل، خو پر دې سربېره دا هم مني چې د ده په موجودیت، د ده د زورو ملاتړي په موجودیت کې هم پاکستان زموږ پر خاوره بريدونه کوي. حامد کرزي د امریکا بريد ته د مشروعیت لپاره دا دلایل سره را وشاربل چې طالبان بشپړ پاکستانیان و او له پاکستان څخه د خلاصون لپاره يې پر امریکا غږ وکړ، خو امریکا د خپل بريد لپاره افغانستان د دوی په اصطلاح د ترهګرو ځاله بلله، بريد يې وکړ او حامد کرزی يې د یو سیمبول په بڼه په ارګ کې وټومبه، امريکايي جنرال پي. بولجر پخپل کتاب «Why we lost?» کې ليکي چې دا زموږ په پلان کې وه چې زموږ تر واک لاندې د افغانستان مشر باید یو پښتون وي، چې له افغان کلتور سره بشپړ بلد او افغانان پرې یو ډول قناعت وکړي چې دا ځانګړنې په حامد کرزي لیدل کېدلې، خو حامد کرزی دا نه مني چې ګواکې دی امریکا راوستی دی، هغه د خپل واک په وروستیو کې هم د کویټ له يوې ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي چې دی له ببرک کارمل سره توپیر لري، ځکه چې ببرک کارمل د روسانو له لوري په زور راوستل شو او دی په اصطلاح د نړیوالې ټولنې په خوښه راغلی دی. که څه هم په دې وینا کې حامد کرزي له خپل عادت سره سم د ازادۍ ډېرې لاپې وویشتې او څو ځایه يې حماسي پښتو شعرونه هم پکې وویل، خو ما يې په تندي کې د شرم کوم څرک احساس نه کړ، داسې لګیا و، لکه رښتیا چې دی اوس هم ازاد وي او واکمني يې هم په ازادۍ کې تېره شوې وي، خو د خپلې واکمنۍ تقریباً وروستی کال يې و، چې له کویټي ورځپاڼې سره په مرکه کې يې دا عتراف هم وکړ چې د خپلې واکمنۍ په دواړو دورو کې يې دا واک نه درلود چې د مرسته کوونکو هېوادونو له استازیو وپوښتي چې ستاسې مرسته چېرته او څنګه مصرف شوه او ایا رښتیا هم دومره پیسې مصرف شوې لکه اعلان يې چې شوی؟ ده په دې وینا کې هم د خپلې غلامۍ چې دی يې بې وسي بولي اعتراف وکړ، دی مني چې د افغانستان ولسمشر دی و، خو دا هم مني چې دلته مېشت بهرنیان د ده تر امر لاندې نه و، ځکه خو دی ترې خپه و، چې هغوی پخپل سر عملیات کول، خلک يې وژل او ان لا په ده يې امرونه کول، حامد کرزي د خپلې دورې له غلامۍ لرې ښوودلو لپاره دا نمونه هم یاده کړه چې امنیتي تړون يې لاسلیک نه کړ. په داسې حال کې چې لوبه هم داسې تیاره شوې وه، ده ته ور سپارل شوی رول همداسې و، چې دی به له تړونه انکار کوي او په پای کې به د امریکایانو هغه پلان عملي کېږي چې د دوی لومړنی افغان هکمار په افغانستان کې اتل او ان « ملي مشر » معرفي کړي، چې د دې لپاره به سربېره پر دې چې دی د تړون له لاسلیکه په زغرده انکار کوي امریکا دا هوډ لري چې د ده تر ادارې به لسګونه ځله ضعیفه اداره رامنځته کوي چې افغان ولس پخپله پر ده شکر وباسي.
Read 1855 times Last modified on دوشنبه, 06 ارديبهشت 1395 22:28

Leave a comment

Make sure you enter all the required information, indicated by an asterisk (*). HTML code is not allowed.

مجله

  • معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي!
    معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي! په افغانستان کې پر تنظیمونو د واک او څوکیو د ويش دود به کله پای ته رسيږي؟! هر وزارت کې چې نوی وزير وټاکل شي لومړی کار يې دا دی، چې د خپل تنظیم او قوم خلک ځای پر ځای کړي. راځم اصل مطلب ته او هغه د هېواد د…
  • د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه
    د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه – د پاکستان د وګړو شمېر ۲۰۴ میلیونه ۹۲۴ زره دی، د هندوستان د وګړو شمېر ۱ میلیارد ۲۸۱ میلیونه ۹۳۵ زره دی، – د پاکستان بشري ځواک ۹۵ میلیونه دی، د هندوستان ۶۱۶ میلیونه دی، – د پاکستان ۷۵ میلیونه ۳۲۵ زره کسان خدمت ته برابر دي، د هندوستان…
  • افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې
    افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ درېیمه ناسته کابو دوې مياشتې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې وشوه. له دغې ناستې وروسته د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر سر د اختلاف له امله د لنډ مهال لپاره خبرې وځنډېدې. که څه هم دغه ځنډ له…
  • شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند
    شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند اشتراک کننده گان يک نشست، کميسيون مستقل حقوق بشر افغانستان را به انحصار و قوم گرايى متهم مى کنند و مى گويند که حدود ٧٠ درصد افراد شامل فهرست واجدين شرايط عضويت اين کميسيون، مربوط به يک قوم مى باشند. آنها خواستار لغو کميته اى مى باشند که اين فهرست…
  • ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن
    ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن د روسیې په پلازمینه مسکو کې د افغان سولې په تړاو نړیواله غونډه ترسره شو؛ په غونډه کې د طالبانو د استازو او د سولې عالي شورا د نمایندګانو په ګډون د ۱۱ هیوادونو چارواکو ګډون درلوده. له اټکل سره سم، طالبانو له دې غونډې ابزاري استفاده وکړه او د…
  • اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله
    اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله د افغانستان د حرب اسلامي ګوند د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته یوه طرح وسپارله. د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له کمیشنرانو سره یوځای یوې خبري غونډې ته وویل، دا طرحه…
  • خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي
    خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي د يادو ټولو بريدونو مسوليت ترهګرو پر خپله غاړه اخيستی، دا حملات په کورنۍ او نړيواله کچه وغندل شول. پاکستان، ترکيه، سعودي او اروپايې ټولنه هغه مراجع دي چې په دغو بريدونو کې ځان له افغانانو سره په غم کې شريک بللی، خو ايران بيا پرته له دې چې د…

بـیـې او نرخـونه