د لوی غر د ادارې خبرتیا!!! د لوی غر ویبپاڼه د پر مختللو کمپیوټري پروګرامونو پر مټ تاسې ته د نورو خبري سرچینو څخه شېبه په شېبه تازه خبرونه په خپلکاره )اوتوماتیک) ډول چمتو کوي. د خبر سموالی او کره والی د خبر سرچینې پورې تړاو لري ، د لوی غر ویبپاڼه یې هیڅ ډول مسؤولیت په غاړه نه اخلي
یکشنبه, 09 آبان 1395 00:17

! ځوانه! که مېرمن غواړې دا شرطونه له ياده مه وباسه

Rate this item
(0 votes)

الله  تعالى فرمايي:

 

وَأَنكِحُوا الأَيَامَى مِنْكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَائِكُمْ إِنْ يَكُونُوا فُقَرَاءَ يُغْنِهِمْ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ [ [النور: ٣٢ ]

 

او ناواده هلكان او پيغلې، نيك غلامان او وينځې مو واده كړئ.  كه بې وسې وي نو الله تعالى به يې له  خپلې لورېنې  څخه ماړه كړي. د  الله  تعالى هر څه پراخ او په    هر  څه   ښه پوه دى

 

ځوان بايد  د  ښځې په غوره کولو کې   لاندې شرطونه په

نظر کې ونيسي

 

۱رسول اکرم صلى الله عليه وسلم فرمايي: « تُنْكَحُ الْمَرْأَةُ َلأرْبَعٍ: لِمَالِهَا وَلِحَسَبِهَا وَجَمَالِهَا وَلِدِينِهَا، فَاظْفَرْ بِذَاتِ الدِّينِ، تَرِبَتْ يَدَاكَ » [متفق عليه]

 

ښځه د څلورو ځانګړتياوو په   درلودلو   سره  په   نکاح کيږي: د  مال په وجه (چې  شتمنه  وي) د حسب په وجه  (ښه   قوم  او کورنۍ ولري) د حسن    په وجه   او جمال په وجه. کوښښ وکړه چې په دينداره ښځه باندى بريالى شې، لاسونه دې په خاورو ککړ شه (په  دې معنى چې غټه سرمايه دې تر لاسه کړه)“

 

۲بل ځاى فرمايي: «إِنَّ الدُّنْيَا كُلَّهَا مَتَاعٌ وَخَيْرُ مَتَاعِ الدُّنْيَا الْمَرْأَةُ الصَّالِحَةُ » [رواه مسلم 1468]

 

دنيا  ټوله متاع  (د  فائدې  شى)  دى خو  غوره متاع  يې صالحه ميرمن  ده

 

۳- بل  ځاى   فرمايي: «لِيَتَّخِذْ أَحَدُكُمْ قَلْبًا شَاكِرًا وَلِسَانًا ذَاكِرًا وَزَوْجَةً مُؤْمِنَةً تُعِينُ أَحَدَكُمْ عَلَى أَمْرِ الْآخِرَةِ »[رواه أحمد ” 5/282]

 

بايد  هر  کس په تاسې  کې  شکر  ګزاره زړه، ذکر کوونکې ژبه  او مؤمنه ميرمن  چې     ده  سره  په اخروي کارونو  کې  کمک  وکړي، غوره کړي

 

۴بل روايت کې  راځي : ”او  نيکه ښځه چې  تا  سره  ستا  په دنيوي  او  اخروي  کارونو  کې  کمک کوي، له هغو  ټولو  شيانو نه غوره ده  چې خلک يې راټولوي کوي

 

۵ –  بل ځاى  فرمايي: « تَزَوَّجُوا اَلْوَدُودَ اَلْوَلُودَ . إِنِّي مُكَاثِرٌ بِكُمُ اَلْأَنْبِيَاءَ يَوْمَ اَلْقِيَامَةِ » [رواه أحمد وهو صحيح الإرواء 6/ 195]

 

د  ډيرو   مهربانو،  مينه ناکو  او هغو ښځو  سره  واده  وکړئ چې ډير   بچي راوړي،  بيشکه زه   په ورځ د  قيامت د نورو  انبياءو په وړاندې ستاسې په زياتوالي افتخار کوم

 

او همدارنګه فرمايي: «عَلَيْكُمْ بِالأَبْكَارِ ، فَإِنَّهُنَّ أَعْذَبُ أَفْوَاهًا ، وَأَنْتَقُ أَرْحَامًا ، وَأَرْضَى بِالْيَسِيرِ » وفي رواية ” أَقَلُّ خِبًا ” أي: خداعا [رواه ابن ماجة السلسلة الصحيحة 623]

 

د  ځانونو لپاره پيغلې غوره   کړئ، ځکه هغوى خوږې خولې لري او   پاک رحمونه لري، او  په ډير لږ شي خوشحاله کيږي،  په بل روايت کې راځي : فريب او چل يې   ډير  کم وي

 

څنګه   چې نيکه ښځه د نکمرغۍ  او  سعادت د څلورو اسبابو

څخه يو سبب دى،  بده  ښځه هم د  بد  مرغۍ او شقاوت د  څلورو اسبابو څخه   يو سبب دى. دا  خبره په صحيح حديث کې  واضحه شوې، د  حديث په ادامه کې راځي:

 

«فمن السعادة: المرأة الصالحة تراها فتعجبك، وتغيب عنها فتأمنها على نفسها ومالك، ومن الشقاء: المرأة التي تراها فتسوؤك، وتحمل لسانها عليك، وإن غبت عنها لم تأمنها على نفسها و مالك »[رواه ابن حبان وهو في السلسلة الصحيحة 282]

 

او  د  نيكمرغۍ  له  اسبابو څخه،  يو سبب هم نيکه ښځه ده؛ چې په   ليدو   يې   خوشحاله شې، او کله چې له هغې نه لرې يا غائب شې،  نو د  خپل   ځان او ستا  د  مال په  اړه   امانتداره وي، او  د  بد مرغۍ د اسبابو  څخه يو  هم بده  ښځه ده  چې  کله ورته  وګورې، خوښ  دې نه   کړي  (خپه دې  کړي)، ژبه يې  تل پر تا حمله کوي، او که چيرې ترې  لرې يا  غائب شې، نو  پخپل   ځان   او   مال   باندې يې  امانتداره   نه   ګڼې

 

او  د دې  په  مقابل  کې:  د  مرکې  پر  مهال کله چې يوه مسلمانه پيغله  ځان  ته  غوره  کيږي، دقيق  او  روښانه    نظر  ورته   لازم  دى،  او   بايد   لاندې شرطونه   په    نظر   کې   ونيول    شي:

 

رسول  اکرم صلى الله عليه وسلم  فرمايي: “«إِذَا خَطَبَ إِلَيْكُمْ مَنْ تَرْضَوْنَ دِينَهُ وَخُلُقَهُ فَزَوِّجُوهُ إِلَّا تَفْعَلُوا تَكُنْ فِتْنَةٌ فِي الْأَرْضِ وَفَسَادٌ عَرِيضٌ » [رواه ابن ماجه (١٩٦٧]

 

هر  کله چې تاسې ته د  (مرکې) لپاره  داسې څوك   راشي چې له اخلاقو او دين نه يې   خوښ ياست، ورسره خيښي وکړئ، او که چيرې يې ورسره ونکړئ، نو په ځمکه کې به فتنه   او لوى فساد رامنځ  ته شي

 

په مخکنيو مسائلو  کې، سمه پوښتنه، دقيق کوښښ، د  اطلاعاتو راټولول او د معلوماتو  توثيق له   معتبرو مصادرو  ضروري دي، تر څو  کور، د  فساد  او نړيدو لور ته لاړ نه  شي.

 

څرګنده خبره ده چې، نيک او صالح سړى د نيکې ښځې سره، د  نيک کور او کورنۍ بنسټ ږدي، ځکه پاکه او  سوتره ځمکه  د خپل پروردګار په اجازه او امر خپل فصل را اوباسي، او پليته ځمکه خپل فصل پرته د سختۍ  او پريشانۍ نه نشي    را  ويستلى.

 

 

ژباړن : حزب الله  “ناصح/ اصلاح انلاین

Read 616 times Last modified on یکشنبه, 09 آبان 1395 00:26

Leave a comment

Make sure you enter all the required information, indicated by an asterisk (*). HTML code is not allowed.

مجله

  • معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي!
    معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي! په افغانستان کې پر تنظیمونو د واک او څوکیو د ويش دود به کله پای ته رسيږي؟! هر وزارت کې چې نوی وزير وټاکل شي لومړی کار يې دا دی، چې د خپل تنظیم او قوم خلک ځای پر ځای کړي. راځم اصل مطلب ته او هغه د هېواد د…
  • د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه
    د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه – د پاکستان د وګړو شمېر ۲۰۴ میلیونه ۹۲۴ زره دی، د هندوستان د وګړو شمېر ۱ میلیارد ۲۸۱ میلیونه ۹۳۵ زره دی، – د پاکستان بشري ځواک ۹۵ میلیونه دی، د هندوستان ۶۱۶ میلیونه دی، – د پاکستان ۷۵ میلیونه ۳۲۵ زره کسان خدمت ته برابر دي، د هندوستان…
  • افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې
    افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ درېیمه ناسته کابو دوې مياشتې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې وشوه. له دغې ناستې وروسته د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر سر د اختلاف له امله د لنډ مهال لپاره خبرې وځنډېدې. که څه هم دغه ځنډ له…
  • شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند
    شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند اشتراک کننده گان يک نشست، کميسيون مستقل حقوق بشر افغانستان را به انحصار و قوم گرايى متهم مى کنند و مى گويند که حدود ٧٠ درصد افراد شامل فهرست واجدين شرايط عضويت اين کميسيون، مربوط به يک قوم مى باشند. آنها خواستار لغو کميته اى مى باشند که اين فهرست…
  • ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن
    ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن د روسیې په پلازمینه مسکو کې د افغان سولې په تړاو نړیواله غونډه ترسره شو؛ په غونډه کې د طالبانو د استازو او د سولې عالي شورا د نمایندګانو په ګډون د ۱۱ هیوادونو چارواکو ګډون درلوده. له اټکل سره سم، طالبانو له دې غونډې ابزاري استفاده وکړه او د…
  • اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله
    اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله د افغانستان د حرب اسلامي ګوند د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته یوه طرح وسپارله. د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له کمیشنرانو سره یوځای یوې خبري غونډې ته وویل، دا طرحه…
  • خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي
    خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي د يادو ټولو بريدونو مسوليت ترهګرو پر خپله غاړه اخيستی، دا حملات په کورنۍ او نړيواله کچه وغندل شول. پاکستان، ترکيه، سعودي او اروپايې ټولنه هغه مراجع دي چې په دغو بريدونو کې ځان له افغانانو سره په غم کې شريک بللی، خو ايران بيا پرته له دې چې د…

بـیـې او نرخـونه