د لوی غر د ادارې خبرتیا!!! د لوی غر ویبپاڼه د پر مختللو کمپیوټري پروګرامونو پر مټ تاسې ته د نورو خبري سرچینو څخه شېبه په شېبه تازه خبرونه په خپلکاره )اوتوماتیک) ډول چمتو کوي. د خبر سموالی او کره والی د خبر سرچینې پورې تړاو لري ، د لوی غر ویبپاڼه یې هیڅ ډول مسؤولیت په غاړه نه اخلي
یکشنبه, 16 آبان 1395 15:30

څوک، ټرمپ که کلنټن ؟

Rate this item
(0 votes)

په داسې حال کې د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي؛ د ولسمشرۍ دواړه نوماندان په خپلو ټاکنيزو کمپاينونو کې بوخت دي. د دیموکرات ګوند نومانده هيلري کلنټن او د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ خپلو ځانونو ته په رايه ټولو بوخت دي. دواړه یو د بل پر سياستونو او تګلارو نيوکې کوي او هر يو يې په دې هڅه کې دی چې څنګه د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي. تيره ورځ هیلري کلنټن د شمالي کاریلونا په ایالت کې خپلو پلویانو ته وویل چې سيال يې ډونالډ ټرمپ " په هر ځای کې لومړی د خپل ځان غم خوري او د دې پروا نلري چې څوک خفه کیږي. " همداراز میرمن کلنټن وویل چې ټرمپ میرمنو او اقلیتونو ته توهین کوي او دا چې هغه ډیر خطرناک دی.

 

په همدې حال کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ خپلو پلویانو ته ویلي دي که چیرته هیلري کلنټن ټاکنې وګټي، د ایمیلونو او د کلنټن د بنسټ په خاطر به استیضاح شي. ټرمپ وایي چې د میرمن کلنټن خاوند او پخوانی جمهور رئیس بل کلټن هم په 1998 کال کې پدې خاطر استیضاح شوی و چې دروغ یې ویلي و. په ورته مهال د ډیموکراټ ګوند نوماندط هېلري کلېنټن بيا پر خپل سیال ډونالډ ټرمپ غږ کړی چې له مسکو سره د خپلو اړیکو له څرنګوالي پرده پورته کړي. د مېرمن کلېنټن پر وينا، ولسمشر ولادیمیر پوتین غواړي ټرمپ په ټاکنو کې بریالی کړي او زیاتهیې کړه چې کرېملېن له ټرمپ سره د مرستې لپاره پر امریکايي اهدافو د انټرنټي حملو امر ځکه ورکړی چې علتیې د دې په وینا ښايي د ټرمپ کرېملېن پلوې پالېسۍ او یا پوتین ته له نېږدې کړیو سره سترې تجارتي معاملې وي.

که څه هم دواړو نوماندانو د افغانستان په اړوند خپل سياست نه دی روښانه کړی خو له شخصيتونو او پخوانيو سابقو يې ښکاري چې څوک د افغانستان او په ټوله کې د سيمي او نړۍ لپاره ښه سياستمدار کيدلی شي؟

 

د افغانستان لپاره د امريکا سياست او د ولسمشر په توګه د ښه شخصيت ټاکنه ځکه ضرور ده چې امريکا هغه هيواد دی چې افغانستان ورسره ستراتيژيک امنيتي تړون لاسليک کړی دی، د امریکا لپاره افغانستان ځکه مهم دی چې امنيتي ځواکونه يې عملاً په افغانستان کې په جګړو کې ښکيل دي، او د افغانستان لپاره هم امریکا ځکه مهمه ده چې د مرستندويه هیوادونو په سر کې ځای لري. اوس چې په دې پوه شو چې د افغانستان لپاره امريکا؛ او د امریکا لپاره افغانستان مهم دي نو پوښتنه دا پيدا کيږي چې د افغانستان او سيمې لپاره به څوک د امریکا د ولسمشر په توګه غوره وي؛ ډونالډ ټرمپ او که هيلري کلنټن؟

دلته د ميرمن کلنټن او ډونالډ ټرمپ پرتله کوو.

۱ــ د ديموکرات ګوند نومانده هیلري کلنټن يو متعادل او انعطاف مننونکی شخصيت لري خو د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ يو احساساتي شخص دی.

۲ــ ميرمن کلنټن د نړۍ د مسلمانانو پر وړاندې سخت دريځ نلري خو ښاغلی ټرمپ يو سخت دريځه متعصب انسان دی

۳ــ آغلې کلنټن په امريکا کې د کډوالو اړوند نرم دريځ لري خو ښاغلی ټرمپ د کډوالو په ځانګړې توګه د مسلمانانو خلاف دی.

۴ــ د میرمن کلنټن سياسي تګلاره په عقلانيت ولاړه ده خو د ښاغلي ټرمپ تګلاره په احساساتو او عواطفو باندې

۵ــ کلنټن د امريکا په سياست ښه پوهيږي خو ډونالډ ټرمپ دا تجربه نه لري

۶ــ میرمن کلنټن په سياست او ډیموکراسۍ پوره پوهيږي خو ډونالډ ټرمپ يوازې يو سوداګر پاتې شوی دی.

۷ــ میرمن کلنټن په امريکا او نړيوال سياست کې ښه مخينه لري خو ټرمپ بده سابقه لري او يو عياش شخص پاتې شوی دی.

۸ــ آغلې کلنټن يو روښانه کورنی او بهرنی سياست لري خو ډونالډ ټرمپ په سياست نه پوهيږي

۹ــ کلنټن د مذهبونو تر منځ توپير نه کوي خو ټرمپ د مسلمانانو کلک مخالف دی

۱۰ــ ميرمن کلنټن نرم سياست لري او د امريکا او نړۍ لپاره په اوسنيو جګړه ايزو شرايطو کې د هيوادونو تر منځ او د هيوادونو دننه جګړې روانې دي؛ ښه ده ځکه راډيکال سياست نه لري او تر ډیره محافظه کاره ښکاري خو ټرمپ د امريکا او نړۍ لپاره ګواښوونکی راډيکال سياست لري.ټرمپ د احساساتو او عواطفو ښکار کيدونکی شخصيت دی چې د ټاکنيزو مبارزو په خاطر يې له روسيې سره اړيکې ښې کړي دي. که ټرمپ ولسمشر شي نو په امریکا کې به داخلي مخالفتونه ډیر شي، له روسيې سره به امریکا ښکر په ښکر شي او د امريکا او روسيې تر منځ جنجال به دريم نړيوال جنګ ته لار پرانيزي.

 

لیکنه : خوشحال آصفي

Read 551 times Last modified on یکشنبه, 16 آبان 1395 15:39

Leave a comment

Make sure you enter all the required information, indicated by an asterisk (*). HTML code is not allowed.

مجله

  • معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي!
    معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي! په افغانستان کې پر تنظیمونو د واک او څوکیو د ويش دود به کله پای ته رسيږي؟! هر وزارت کې چې نوی وزير وټاکل شي لومړی کار يې دا دی، چې د خپل تنظیم او قوم خلک ځای پر ځای کړي. راځم اصل مطلب ته او هغه د هېواد د…
  • د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه
    د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه – د پاکستان د وګړو شمېر ۲۰۴ میلیونه ۹۲۴ زره دی، د هندوستان د وګړو شمېر ۱ میلیارد ۲۸۱ میلیونه ۹۳۵ زره دی، – د پاکستان بشري ځواک ۹۵ میلیونه دی، د هندوستان ۶۱۶ میلیونه دی، – د پاکستان ۷۵ میلیونه ۳۲۵ زره کسان خدمت ته برابر دي، د هندوستان…
  • افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې
    افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ درېیمه ناسته کابو دوې مياشتې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې وشوه. له دغې ناستې وروسته د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر سر د اختلاف له امله د لنډ مهال لپاره خبرې وځنډېدې. که څه هم دغه ځنډ له…
  • شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند
    شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند اشتراک کننده گان يک نشست، کميسيون مستقل حقوق بشر افغانستان را به انحصار و قوم گرايى متهم مى کنند و مى گويند که حدود ٧٠ درصد افراد شامل فهرست واجدين شرايط عضويت اين کميسيون، مربوط به يک قوم مى باشند. آنها خواستار لغو کميته اى مى باشند که اين فهرست…
  • ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن
    ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن د روسیې په پلازمینه مسکو کې د افغان سولې په تړاو نړیواله غونډه ترسره شو؛ په غونډه کې د طالبانو د استازو او د سولې عالي شورا د نمایندګانو په ګډون د ۱۱ هیوادونو چارواکو ګډون درلوده. له اټکل سره سم، طالبانو له دې غونډې ابزاري استفاده وکړه او د…
  • اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله
    اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله د افغانستان د حرب اسلامي ګوند د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته یوه طرح وسپارله. د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له کمیشنرانو سره یوځای یوې خبري غونډې ته وویل، دا طرحه…
  • خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي
    خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي د يادو ټولو بريدونو مسوليت ترهګرو پر خپله غاړه اخيستی، دا حملات په کورنۍ او نړيواله کچه وغندل شول. پاکستان، ترکيه، سعودي او اروپايې ټولنه هغه مراجع دي چې په دغو بريدونو کې ځان له افغانانو سره په غم کې شريک بللی، خو ايران بيا پرته له دې چې د…

بـیـې او نرخـونه