د لوی غر د ادارې خبرتیا!!! د لوی غر ویبپاڼه د پر مختللو کمپیوټري پروګرامونو پر مټ تاسې ته د نورو خبري سرچینو څخه شېبه په شېبه تازه خبرونه په خپلکاره )اوتوماتیک) ډول چمتو کوي. د خبر سموالی او کره والی د خبر سرچینې پورې تړاو لري ، د لوی غر ویبپاڼه یې هیڅ ډول مسؤولیت په غاړه نه اخلي
جمعه, 26 آذر 1395 21:30

له طالبانو سره مخالفت کول د استعمار مخالفت دی

Rate this item
(0 votes)

                                                                                                                                                                                    محمد هلال سمسور

کله چې د طالب خلاف خبره وکړې نو طالبان  او نور ذهني آمیان سم دې لاسه په تاسې د  کفر ټاپه لګوي، تاسې د امریکا ډالر خور او یا مو د صلیبیان حامي بولي. هغوی فکر کوي چې طالب د امریکایانو خلاف دي او طالبان په ریښتیا غواړي، چې امریکایان له افغانستان څخه وباسي. څوک چې د طالب مخالف دي هغه په دې مانا چې په افغانستان کې امریکایان غواړي او په افغانستان کې د اسلامی شریعت مخالف دي.  

د نړۍ هر عاقل او بالغ انسان ته دا باید واضح وي چې پردي او بهرنیان زموږ نه وروڼه کېږي. "پردۍ غوښه په ورانه نه نېښلي ". امریکایان افغانستان ته زموږ د ساتنې او زموږ د خیر ښېګړې لپاره نه دي راغلي او امریکایان د اسلام او افغانانو دوستان نه دي. امریکا په هېڅ ځای کې داسې حکومت نه غواړي، چې په راتلونکي کې امریکا ته ګواښ پېښولی شي. امریکا د نړۍ د ستر ځواک په توګه نړیوال اهداف لري او د خپل نفوذ پر وړاندې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د هغوی په مخ کې خنډ واقع شي. امریکا د خپلو اهدافو لپاره له هر چا او هر فکر څخه په ډېر هنر او مختلفو طریقو څخه استفاده کوي.

همدغه امریکان نه وو چې د شوروي خلاف یې د افغانستان جهادي رهبران حمایه کړل؟ کله چې روسان مات شول، هغوی یې یو بل ته ورتوش کړل او په افغاني ټولنه او اسلامي نړۍ کې یې منفور کړل او بیا یې د سعودي او پاکستان په مرسته طالبان را پورته کړل او د مجاهدینو لمن یې ورټوله کړه او د هغو حکومت مخه یې ونیوله چې ښايي په راتلونکې کې د امریکا لپاره ګواښ وی. تاسې د طالبانو په لاس د کابل تر نیولو مخکې د طالبانو په اړه د امریکا خپرونې وګورئ چې د طالبانو څومره هسکه وايي او څومره صفتونه یې کوي؟ په امریکا غږ او بی بی سي کې د طالبانو ترانې نه خپرېدې؟

همدا اوس تاسې ټول او په ځانګړي ډول طالبان نه وایاست چې د داعش (اسلامي خلافت) ترشا د امریکایانو او انګریزوان لاس دی؟ د اسلام نوم بدوي، مسلمان یو پر بل وهي او په راتلونکي کې د اسلامي نړۍ د یوواخلي مخه نیسي. که داسې نه وي نو تاسې طالبان یې ولې مخالفت کوی؟

امریکایان افغانستان ته راغلي او هېڅکله نه غواړي چې له دې ځای څخه ووځي. په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره هم قانوني بهانې لټوي او هم نا مشروع لارې چارې لټوي. مشروع بهانه یې له حکومت سره قرارداد لاسلیکول وو او نا مشروع بهانه یې په پټه د پردې ترشا د طالبانو حمایت دی.

دا سمه ده چې په افغانستان کې همدا اوس فساد ښه په درز کې روان دی، نور داسې کارونه شته چې د افغانستان په تاوان او د اسلام خلاف دي، په افغانستان کې بهرنیان واک او راج چلوي، په هر څه کې مداخله کوي. مګر دا باید ثابته کړو چې آیا دا طالب په ریښتیا هم د امریکا خلاف دی او له افغانستان څخه د بهرنیانو شړل غواړي او که نه [طالبان] هغه وسیله ده چې امریکا د ځان لپاره بهانه کړې ده... په تېرو پنځلسو کلونو کې موږ ونه لیدل چې یوازې هغه طالبان وژل کېدل چې امریکایانو ته به یې صدمه رسوله؟ ټولې نړۍ ته څرګنده ده چې د طالبانو مشران په کوټه، کراچئ، پېښور، میرانشا.... کې دي، یوه ورځ امریکايي بې پېلوټه دې ښارونو ته سر ورښکاره کړ؟ د امریکا هغه ۱۳ زره ملیونه ډالر چې پاکستان ته یې د طالبانو پرضد د جګړې لپاره ورکول، آیا امریکا نه پوهېده چې دا پیسې پاکستان د طالبانو د ملاتړ لپاره کاروي؟ د افغانستان عام خلک سلګونه داسې مثالونه لري چې امریکایان طالبانو ته وسلې ورکوي!. بېوزله پولیس چې د طالبانو لخوا ونیول شي په همغه شیبه وژل کېږي خو امریکایی زنداني پنځه کاله ژوندی ساتل کېږي او بیا خوشي کېږي.!!

جګړه د پیسو په زور کېږي، همدا اوس زرګونه طالبان په پاکستان کې اوسېږي، په هېواد کې د ننه ډلې او ګروپونه لري، ښې وسلې او امکانات لري، په نړۍ کې کوم داسې اسلامي هېواد شته چې دومره پيسې طالب ته ورکړې؟ د افغانستان نظامي لګښتونه د کال ۴ زره ملیونه ډالر دي. دا دری زره ملیونه ډالر یې فساد وبوله. طالبان خو باید د کال زر ملیونه ډالر ولري. دا زر ملیونه په چندو را ټولېدلی شي؟!!  تاسې د نړۍ مالي او بانکي حسابات وګورئ، هره پیسه چې له یو هېواد څخه بل هېواد ته انتقالېږي د نیویارک د بانکونو له لارې څارل کېږي.

نو ټول افغانان باید په دې پوهه شي چې طالبان په شعوري او یا لا شعوري ډول د امریکا د استعمار بل اړخ دی. امریکایان وايی ترڅو چې په افغانستان کې جګړه وي موږ به همدلته یو. له بلې خوا په مسقیم او یا غیر مستقیم ډول طالب ته وايي چې آفرین [وايه ترڅو چې دلته امریکایان وي زموږ جهاد به ادامه لري]. د جګړې دوام د امریکا غوښتنه ده. که طالب په ریښتیا د امریکا دښمن وای نو هسې لار به یې نیوله چې د امریکا د مصالحو خلاف وی.

جګړه چې نه وی امریکايي ته په افغانستان کې اړتیا نشته او دا اړتیا او بهانه طالب امریکايي ته لاس ورکړې.  طالب تباه شي چې په افغانستان کې د جګړې بهانه له منځه لاړه شي.  

که موږ په ریښتیا د امریکایانو شړل خواړو باید سوله وکړو. علم ته مخه کړو، د افغانستان د اقتصادي استقلال لپاره مټې را بډ وهو. ترڅو چې بې علمه یو هرڅو ک به مو د خپلو شومو اهدافو لپاره کاروي لکه اوس چې طالبان د مختلفو استخباراتي کړیو لخوا کارول کېږي.

 

یا ربه هدایت!!

Read 702 times

Leave a comment

Make sure you enter all the required information, indicated by an asterisk (*). HTML code is not allowed.

مجله

  • معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي!
    معارف څنګه غیرسیاسي کيږي؛ پښتون له دندې ګوښه او د خپل قوم خلک ځای پرځای کيږي! په افغانستان کې پر تنظیمونو د واک او څوکیو د ويش دود به کله پای ته رسيږي؟! هر وزارت کې چې نوی وزير وټاکل شي لومړی کار يې دا دی، چې د خپل تنظیم او قوم خلک ځای پر ځای کړي. راځم اصل مطلب ته او هغه د هېواد د…
  • د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه
    د پاکستان او هندوستان د پوځي ځواک مقایسه – د پاکستان د وګړو شمېر ۲۰۴ میلیونه ۹۲۴ زره دی، د هندوستان د وګړو شمېر ۱ میلیارد ۲۸۱ میلیونه ۹۳۵ زره دی، – د پاکستان بشري ځواک ۹۵ میلیونه دی، د هندوستان ۶۱۶ میلیونه دی، – د پاکستان ۷۵ میلیونه ۳۲۵ زره کسان خدمت ته برابر دي، د هندوستان…
  • افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې
    افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو شپږ ورځنۍ خبرې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ درېیمه ناسته کابو دوې مياشتې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې وشوه. له دغې ناستې وروسته د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر سر د اختلاف له امله د لنډ مهال لپاره خبرې وځنډېدې. که څه هم دغه ځنډ له…
  • شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند
    شرکت کنندگان يک نشست، کميسيون حقوق بشررابه انحصار و قوم گرايى متهم کردند اشتراک کننده گان يک نشست، کميسيون مستقل حقوق بشر افغانستان را به انحصار و قوم گرايى متهم مى کنند و مى گويند که حدود ٧٠ درصد افراد شامل فهرست واجدين شرايط عضويت اين کميسيون، مربوط به يک قوم مى باشند. آنها خواستار لغو کميته اى مى باشند که اين فهرست…
  • ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن
    ماسکو غونډه کې د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن د روسیې په پلازمینه مسکو کې د افغان سولې په تړاو نړیواله غونډه ترسره شو؛ په غونډه کې د طالبانو د استازو او د سولې عالي شورا د نمایندګانو په ګډون د ۱۱ هیوادونو چارواکو ګډون درلوده. له اټکل سره سم، طالبانو له دې غونډې ابزاري استفاده وکړه او د…
  • اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله
    اسلامی حزب یوه طرحه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وسپارله د افغانستان د حرب اسلامي ګوند د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو د څرنګوالي په اړه، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته یوه طرح وسپارله. د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له کمیشنرانو سره یوځای یوې خبري غونډې ته وویل، دا طرحه…
  • خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي
    خواخوږي که دوه رنګي؛ ايران يواځې په ځانګړې ډلې بريدونه غندي د يادو ټولو بريدونو مسوليت ترهګرو پر خپله غاړه اخيستی، دا حملات په کورنۍ او نړيواله کچه وغندل شول. پاکستان، ترکيه، سعودي او اروپايې ټولنه هغه مراجع دي چې په دغو بريدونو کې ځان له افغانانو سره په غم کې شريک بللی، خو ايران بيا پرته له دې چې د…

بـیـې او نرخـونه